د ۱۱ سپتمبر بريدونه

د سپتمبر د يوولسمې بريدونه چې په عام ډول د ۹/۱۱ په نوم هم يادېږي، د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر د مياشتې په يوولسمه نېټه د سه شنبې ورځې په سهار د متحده ايالاتو پر ضد د اسلامي وسله والې تروريستي ډلې القاعده له خوا څلور همغږي شوي تروريستي بريدونه وو. په هغه سهار، څلور سوداګريزې الوتکې چې د متحده ايالاتو له شمال ختيځ نه يې کلیفورنيا ته سفر کاوه، د الوتنې په منځ کې د القاعده د نولسو تروريستانو له خوا وتښتول شوې. د الوتکو تښتوونکي په درې ډلو کې پنځه کسه او په يوې ډلې کې څلور تنه منظم شوي وو. په هره ډله کې يو داسې تښتوونکی و چې د الوتکې روزنه يې ترلاسه کړې وه او د الوتکې سمبالښت يې په لاس کې واخيست. د دوی څرګنده موخه دا وه چې هره الوتکه له يوې مشهورې امريکايي ودانۍ سره وجنګوي، تر څو خلکو ته ډله یيز زیانونه ورسېږي، ودانۍ په بشپړ ډول يا نيمه ړنګه شي. دوه الوتکې د نړيوال سوداګريز مرکز له دوو برجونو سره وجنګېدې او درېيمې د پنټاګان لويديځه برخه ووهله. د څلورمې الوتکې موخه دا وه چې په واشنګټن ډي سي کې له يوې موخې سره وجنګول شي، خو د مسافرو د پاڅون له امله د پنسلوانيا د شانکسويل په ميداني سيمه کې وغورځېده.[۱][۲][۳]

لومړۍ الوتکه چې هدف يې وواهه، د امريکايي هوايي ليکو ۱۱ شمېره الوتکه وه. دا الوتکه د سهار په اتو بجو او شپږ څلوېښت دقيقو په ښکته منهاتن کې د نړيوال سوداګريز مرکز د ودانۍ له شمالي برج سره وجنګول شوه. اولس دقيقې وروسته د سهار په نهو بجو او درې دقيقو، د نړيوال سوداګريز مرکز له سويلي برج سره د متحده هوايي ليکو ۱۵۷ شمېره الوتکه وجنګول شوه. د يوسل او لس پوړه لرونکي دواړه برجونه په يوه ساعت او دوه څلوېښتو دقيقو کې راونړېدل، تر څنګ يې د نړيوال سوداګريز مرکز نورې ودانۍ هم ړنګې شوې، چې په هغو کې «۷ نړيوال سوداګريز مرکز» هم شامل و، همدا راز شا اوخوا ودانيو ته يې د پام وړ زيان واړاوه. درېیمه الوتکه چې د امريکايي هوايي لیکو ۷۷ شمېره وه، د ډالس نړيوال هوايي ډګر نه هوا ته پورته شوې وه، د اوهايو په هوا کې وتښتول شوه. دا الوتکه د سهار په نهه بجو او اووه دېرش دقيقو د ويرجينيا په ارلينګټون ولسوالۍ کې د پنټاګان لويديځې برخې (د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ) سره وجنګېده، د ودانۍ د څنډې يوه برخه يې ړنګه کړه. څلورمه او وروستۍ الوتکه د يونايټيډ هوايي ليکې ۹۳ شمېره الوتکه وه، د واشنګټن ډي سي پر لور د الوتنې په حال کې وه. د الوتکې مسافرو هڅه وکړه چې د الوتکې واک له تښتوونکو نه واخلي، الوتکه يې له موخې نه بل لور ته واړوله، دا الوتکه د سهار په لس بجو او درېو دقيقو د پنسلوانيا په شانکسويل کې وغورځېده. څېړونکو روښانه کړه، چې د ۹۳ الوتکې موخه يا خو د متحده ايالاتو د کانګريس د راټولېدو ځای و، يا سپينه ماڼۍ وه.

له بريدونو سملاسي وروسته په ډېرې چټکۍ سره شکونه القاعده ته واوښتل. د جورج ډبليو بوش تر ادارې لاندې د متحده ايالاتو حکومت په رسمي ډول د تروريزم پر وړاندې د جګړې د پيلولو په ډول ځواب ووايه او پر افغانستان يې يرغل وکړ، تر څو طالبان رانسکور کړي، چا چې د متحده ايالاتو له دې غوښتنو سره سم عمل نه و کړی، چې القاعده له افغانستان نه وباسي او د القاعده مشر اسامه بن لادن وسپاري. بن لادن سپين غر ته وتښتېد، چېرې چې د متحده ايالاتو تر بريدونو لاندې راغی، خو ويې کولای شول وتښتي. که څه هم په لومړي سر کې اسامه بن لادن په دې بريد کې هر ډول ښکېلتيا رد کړې وه، خو په ۲۰۰۴ز کال کې هغه په رسمي ډول د دې بريدونو مسئوليت ومانه. القاعده او بن لادن له اسرائيلو نه د متحده ايالاتو ملاتړ، په سعودي عربستان کې د متحده ايالاتو د پوځونو شتون او پر عراق بنديزونه د دې بريدونو محرک بلل. د نږدې يوې لسيزې لپاره له نيولو نه په تېښته اسامه بن لادن د پاکستان په آیبټ اباد کې په خپل پټنځای کې و، چې د ۲۰۱۱ز کال د مۍ مياشتې په دويمه نېټه د متحده ايالاتو د پوځ له خوا ووژل شو.[۴][۵]

د نړيوال سوداګريز مرکز او ورڅېرمه ودانيو ويجاړېدو د نيويارک ښار اقتصاد ته سخت زيان ورساوه او نړيوال اقتصادي رکود يې رامنځ ته کړ. ډېرو هېوادونو د تروريزم ضد خپل قوانين پياوړي کړل او د تروريستي بريدونو نه د مخنيوي په موخه يې د قانون عملي کولو استخباراتي ادارو واکونه پراخ کړل. د سپتمبر تر ۱۳مې پورې د متحده ايالاتو او کاناډا تر منځ ملکي هوايي حريمونه بند و، په داسې حال کې چې د وال ستريټ سوداګري د سپتمبر تر ۱۷ مې پورې تړلي وه. د نورو بريدونو له وېرې له دې وروسته ډېر څه بند، خالي او لغوه شول. د نړيوال سوداګريز مرکز د سيمې پاکولو اته مياشتې وخت واخيست او د ۲۰۰۲ز کال د مۍ په مياشت کې بشپړ شو، په داسې حال کې چې پنتاګون په يو ه کال کې بېرته جوړ شو. د نړيوال سوداګريزمرکز پرځای د نوې ودانۍ جوړولو طرحې څو کاله وخت ونيو، ځکه چې ډېر شريکان په کې ښکېل وو. په دې سيمه کې د نوي بېلګه ييزې ودانۍ، يوه  نړيوال سوداګريز مرکز د جوړولو کار، د ۲۰۰۶ز کال په نومبر کې پيل شو او د څو ځلې ودانۍ له ځنډ وروسته د ۲۰۱۴ز کال د نومبر په مياشت کې پرانيستل شو.  [۶][۷]

د دې بريد له امله، ۲۹۷۷ تنه ووژل شول، له ۲۵۰۰۰ زیات ټپيان شول او د اوږدې مودې روغتيايي پايلې يې لرلې، سربېره پر دې د لس ميليارده په ارزښت زیربناوې او شتمنۍ زيان شوې. دا د بشر په تاريخ کې تر ټولو خونړی تروريستي بريد بلل کېږي، د متحده ايالاتو په تاريخ کې د قانون عملي کولو افسرانو او اور وژونې عملیې لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ده ،چې په ترتيب سره دواړو ادارو ۳۴۰ او ۷۲ کسه په کې وژل شوي دي. ګڼ يادګارونه جوړ شوي دي، ملي سپتمبر ۱۱ يادګار او په نيويارک ښار کې موزيم، د ويرجينيا په ارلينګټون ولسوالۍ کې د پنټاګون يادګار او د پنسلوانيا د سقوط په سيمه کې د ۹۳ الوتکې ملي يادګار په کې شامل دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مخینه(شالید) سمول

القاعده سمول

د القاعده زېږېدنه ۱۹۷۹ز کال ته رسېږي، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ. اسامه بن لادن د يوه داوطلب په توګه د مرکزي اسيا دې هېواد ته ولاړ، په دې جګړه کې يې د کمونستي يرغلګرو (شورويانو) د ماتولو په موخه د خپلو مسلمانو ملګرو (په افغانستان کې) مرسته يوه سپېڅلې موخه بلله. هغه خپل عرب مجاهد ملګري منظم کړل (افغان عرب)، تر څو د شوريانو پر ضد مقاومت وکړي، ترد ې چې هغوی په ۱۹۸۸ز کال کې له افغانستان نه ووتل. د ايمن الظواهري ترلارښوونو لاندې بن لادن لا زيات سخت درېځی شو.[۱۳][۱۴][۱۵]کينډۍ:Sfnp

په ۱۹۹۶ز کال کې، بن لادن خپله لومړۍ فتوا صادره کړه او پر امريکايي سرتېرو يې غږ وکړ، چې سعودي عربستان خوشې کړي. په ۱۹۹۸ز کال کې بن لادن په دويمه فتوا کې له اسرائيلو سره د اړيکو او د خليج له جګړې وروسته په سعودي عربستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اړه خپلې نيوکې روښانه کړې.  بن لادن پر امريکايانو بريدونو ته د مسلمانانو د هڅولو په موخه له اسلامي نصوصو کار اخيست، تر څو اعلان شوي ظلمونه مقابل لوري ته ولاړ شي. د بن لادن په وينا: اسلامي علماوو د اسلام د تاريخ په اوږدو کې په دې موافقه کړې، که چېرې دښمن د مسلمانانو هېوادونه ويجاړوي، نو جهاد يو فردي مسئوليت دی.   [۱۶][۱۷]

اسامه بن لادن سمول

بن لادن دا بريدونه تنظيم کړل. په لومړي سر کې يې په کې ښکېلتيا رد کړه، خو وروسته يې خپلې ناسمې څرګندونې بېرته واخیستې. الجزيرې د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر په شپاړسمه نېټه د هغه يوه اعلاميه خپره کړه: «زه ټينګار کوم چې ما دا کار نه دی کړی، کوم چې داسې ښکاري، د ځينو افرادو له خوا په خپله هڅونه تر سره شوی دی». د ۲۰۰۱ز کال د نومبر په مياشت کې د متحده ايالاتو ځواکونو د افغانستان په جلال اباد کې له يوه  ويجاړ شوي کور نه يوه ثبت شوې ويډيو تر لاسه کړه. په دې ويډيو کې لیدل کېږي چې، بن لادن له خالد الحربي سره خبرې کوي او مني چې، له بريدونو مخکې خبر و. د ۲۰۰۱ز کال د دسمبر په اووه وېشتمه نېټه، د بن لادن دويمه ويډيو خپره شوه، په دې ويډیو کې هغه ويلي:[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

روښانه شوه چې لويديځ په عمومي توګه او امريکا په ځانګړي ډول د اسلام په وړاندې ناڅرګندېدونکې کرکه لري. ...دا د صليبيانو کرکه ده. د امريکا په وړاندې تروريزم د دې وړ دی چې ستاينه یې وشي، دا د بې عدالتۍ په وړاندې يو ځواب و، موخه يې دا وه چې، امريکا د اسرائيلو له ملاتړ نه لاس واخلي، څوک چې زموږ خلک وژني. ... موږ وايو چې د متحده ايالاتو پای نژدې دی، که بن لادن او د هغه پلويان مړه وي او که ژوندي، اسلامي امت ویښ شوی. ... مهمه دا ده چې اقتصاد ته ګوزار ورکړل شي (د متحده ايالاتو)، کوم چې د دوی د پوځي ځواک مرکز دی... که اقتصاد يې زيان وويني، دوی به بيا ونيول شي. اسامه بن لادن، خو هغه د دې بريدونو له مسئوليت منلونه دډه وکړه.[۲۳]

سرچینې سمول

  1. Moghadam, Assaf (2008). The Globalization of Martyrdom: Al Qaeda, Salafi Jihad, and the Diffusion of Suicide Attacks. Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-9055-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Livesey, Bruce (January 25, 2005). "Special Reports – The Salafist Movement: Al Qaeda's New Front". PBS Frontline. WGBH educational foundation. د لاسرسي‌نېټه October 18, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Geltzer, Joshua A. (2011). US Counter-Terrorism Strategy and al-Qaeda: Signalling and the Terrorist World-View (الطبعة reprint). Routledge. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415664523. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Janos, Adam. "How United Flight 93 Passengers Fought Back on 9/11". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په July 21, 2011 باندې). Bin Laden's Tora Bora escape, just months after 9/11. BBC News
  5. (په October 29, 2004 باندې). Bin Laden claims responsibility for 9/11. CBC News
  6. Moore, Jack (November 3, 2014). "World Trade Center Re-opens as Tallest Building in America". onewtc.com. د اصلي آرشيف څخه پر September 4, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په November 3, 2014 باندې). One World Trade Center opens today. CNN
  8. "How much did the September 11 terrorist attack cost America?". Institute for the Analysis of Global Security. د لاسرسي‌نېټه April 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Morgan, Matthew J. (August 4, 2009). The Impact of 9/11 on Politics and War: The Day that Changed Everything?. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-60763-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Deadliest incidents resulting in the deaths of 8 or more firefighters". National Fire Protection Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Deadliest Days in Law Enforcement History". National Law Enforcement Officers Memorial Fund. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Congressional Record, Vol. 148, No. 76" (PDF). Government Printing Office. June 11, 2002. د کتاب پاڼې H3312. Mr. Hefley: That fateful Tuesday we lost 72 police officers, the largest single loss of law enforcement personnel in a single day in the history of our country. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Formichi, Chiara (2020). Islam as Resistance. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په March 2008 باندې). Jihad After Iraq: Lessons from the Arab Afghans Phenomenon. CTC Sentinel.
  15. (په July 20, 2004 باندې). Al-Qaeda's origins and links. BBC News
  16. "Al Qaeda's Second Fatwa". PBS NewsHour. Public Broadcasting Service. مؤرشف من الأصل في November 28, 2013. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Logevall, Fredrik (2002). Terrorism and 9/11: A Reader. New York: Houghton Mifflin Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-618-25535-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په October 29, 2004 باندې). Bin Laden claims responsibility for 9/11. CBC News
  19. (په July 6, 2011 باندې). Pakistan inquiry orders Bin Laden family to remain. BBC News
  20. (په November 2, 2004 باندې). Full transcript of bin Laden's speech. Al Jazeera
  21. (په September 16, 2001 باندې). Pakistan to Demand Taliban Give Up Bin Laden as Iran Seals Afghan Border. Fox News Channel
  22. (په December 14, 2001 باندې). Bin Laden on tape: Attacks 'benefited Islam greatly'. CNN
  23. (په December 27, 2001 باندې). Transcript: Bin Laden video excerpts. BBC News