جبهة النصرة (وسله واله ډله)

د النصره جبهه [lower-alpha ۱] چي په عربي کي ورته جبهة النصرة وایي، [lower-alpha ۲] یو سلفي جهادي سازمان دی چي د سوریې په کورنۍ جګړه کي د سوریې د حکومتي ځواکونو په وړاندې جنګیږي. د دې سازمان موخه ددوی په وینا د ولسمشر بشارالاسد نسکورول او په سوریه کي د شرعي قوانینو له مخي د اسلامي دولت جوړول دي. [۱]

Al-Nusra Front
جبهة النصرة لأهل الشام من مجاهدي الشام في ساحات الجهاد (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
ځایناستی
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۲۸ جنوري ۲۰۱۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
بنسټګر

یاد سازمان په 2012 کي رامینځته سو، او د هغه کال په نومبر کي واشنګټن پوسټ د یاغیانو "تر ټولو خوځنده او بریالئ" سازمان وباله. [۲] پداسي حال کي چي د سوریې د انقلاب سیکولر او دیموکراتیک پلوه یاغیانو ډلو لکه د آزادې سوریې پوځ د اسد کورنۍ د لسیزو اوږدې واکمنۍ د پای ته رسولو هیله درلودل، د النصره جبهې هم پخپل وار سره د اسد تر نسکورېدلو وروسته سوریه کي د اسلامي ځواکونو د یووالي غوښتنه وکړه. جبهة النصره د سوریې د اپوزیسیون د ملاتړ لپاره نړیوالي مرستي د " امپریالیزم " په توګه وغندلې، او دا کار یې په سوریه کي د خپلو اسلامپالو اهدافو لپاره د اوږدمهاله ګواښ په توګه وګاڼه. [۱]

د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه سازمان د « بهرني تروریستي سازمان » په توګه اعلان کړ. ورپسې د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کي النصره جبهه په رسمي توګه د القاعدې د عمومي څانګي په توګه هله وبلل سوه، [۳] کله چي ایمن الظواهري د ابوبکر البغدادي د جبري ادغام هڅه رد کړه، او داعش یې له القاعدې بېل وباله. [۴] د ۲۰۱۶ کال په جولای کي النصره جبهې خپل نوم له جبهة النصرة څخه جبهة فتح الشام ("د شام د فتحي محاذ") ته واړاوه او ددې ترڅنګ یې له القاعدې سره اړیکي هم پرې کړې. [۵] [۶]

دا النصرة اعلان د ایمن الظواهري سخت غبرګون له ځان سره درلود، او دا یې د "نافرمانۍ د عمل" په توګه وغندی. [۷] د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۸ مه د احرار الشام او نورو یاغی ډلو سره تر تاوتریخوالو وروسته جبهة فتح الشام (JFS) د څلورو نورو ډلو سره یوځای سوه ترڅو د هیئة التحریر الشام (HTS) یوه نوې سني اسلام پاله وسله واله ډله جوړه کړي. [۸] اوسنۍ تحریر الشام ډله له القاعدې شبکې سره هر ډول اړیکي ردوي او په یوه بیان کي یې ویلي دي چي دوی "یو خپلواکه اداره ده او د پخوانیو سازمانونو یا ډلو پراختیا نه ده". [۹]


  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 8 January 2013. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 30 November 2012. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 25 November 2013. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 8 November 2013. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. . 28 July 2016. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . 28 July 2016. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  7. . February 2018. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  8. . 28 January 2017. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. . 10 February 2017. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)