سام دوښمني (يهود مخالفت)

سام دوښمني (يهود مخالفت) له يهودو سره دوښمني، د هغوی په وړاندې تعصب يا تبعيض دی. هغه څوک چې داسې دريځونه لري يهود ضد بلل کېږي. يهود ضديت د توکمپالنې يوه بڼه بلل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د یهودو دوښمني په بېلا بېلو بڼو راڅرګندېدای شي، د انفردي يهوديانو په وړاندې د کرکې يا توپيري چلند له ښودلو څخه نيولې، د ډېرو خلکو يا پوليس ځواکونو له خوا تر منظمې ټولوژنې پورې، يا په ټولو يهودي کليو باندې د پوځي بريدونو په کولو سره. که څه هم دا اصطلاح تر نولسمې پېړۍ پورې عامه نه کارول کېده، بيا هم دا اصطلاح په پخوانيو او وروستیو يهودي ضد پېښو عملي کېږي. د ظلم په يادولو وړ بېلګو کې يې دا پېښې شاملې دي:  په ۱۰۹۶ز کال کې له لومړۍ صليبي جګړې مخکې د «راين لينډ» ټولوژنه، په ۱۲۹۰ز کال کې له انګلستان څخه د تبعيد حکم، د تورې وژنې پر مهال په  ۱۳۴۸-۱۳۵۱ کلونو کې پر يهوديانو ظلم، په ۱۳۹۱ز کال کې د اسپانوي يهوديانو ټولوژنه، د اسپانوي څېړنې ظلم او ستم، په ۱۴۹۲ز کال کې له اسپانيې څخه تبعيد، له ۱۶۴۸ څخه تر ۱۶۵۷ز کال پورې په يوکراين کې د «کوساک» ټولوژنه، د ۱۸۲۱ او ۱۹۰۶ کلونو تر منځ په روسي سترواکۍ کې د يهوديانو ضد ګڼ پروګرامونه، په فرانسه کې د ۱۸۹۴-۱۹۰۶ د «ډرايفوس» معامله، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د المانيانو له خوا په نيول شوې اروپا کې د هالوکاسټ پېښه او د شوروي اتحاد يهود ضد تګلارې. که څه هم له تاريخي اړخه د يهودو ضد ډېرې پېښې په عيسايي اروپا کې منځ ته راغلي، د شلمې پېړۍ له لومړيو راهيسې په منځني ختيځ کې هم د يهوديانو مخالفت زيات شوی.

اصلي ټکی «Semite » دا ناسمه معنا ورکوي چې ګوندې سام دوښمني د ټولو سامي خلکو په وړاندې ده، لکه عربان، اشوريان او اراميان. مرکب ټکی «Antisemitismus» ('antisemitism') په لومړي ځل په ۱۸۷۹ز کال کې په المان کې د چاپ په بڼه کارول شوی و، دا د يوې علمي اصطلاح لپاره کارېدونکې معنا وه، يعنې «Judenhass » (او معنا يې وه له يهودو کرکه) او له هماغه وخته يې تر اوسه همدا عامه کارونه ده.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اصليت او کارېدنه سمول

د نوم لغوي رېښې سمول

د «ايرنسټ رينن» د نظرياتو په اړه د «مورټيز سټينشنايډر» په ځوابونو کې د «يهودو ضد» اصطلاحاتو اصليت موندل کېږي. لکه چې «اليکس بين» ليکلي دي: «داسې برېښي چې ساميت ضد مرکب ټکی په لومړي ځل «سټينشنايډر» کارولی و، چا چې «رينن» د هغه د يهودو ضد تعصباتو له امله ننګولی و [ځکه چې هغه د يو توکم په توګه د يهوديانو سپکاوی کاوه]. په ورته توګه «اونر فالک» دا ډول ليکلي: «د « antisemitisch» الماني ټکی په لومړي ځل د اتريشي يهودي عالم «مورټيز سټينشنايډر» (۱۸۱۶-۱۹۰۷) له خوا په ۱۸۶۰ز کال کې په دې جمله کې کارول شوی و چې antisemitische Vorurteile (يعنې د يهودو ضد تعصب). «شټينشنايډر» دا جمله د فرانسوي فيلسوف «ايرنيسټ رينن» د ناسمو نظرياتو د ښودلو لپاره کارولې وه چې ولې يهودي نسلونه له اريايي نسلونو څخه بې اهميته يا کمتر دي». [۱۲][۱۳]

د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، د توکم، مدنيت او پرمختګ په اړوند په اروپا کې تر ډېره بريده د «سيوډو ساينسي» (علم ته ورته اندونه) تيوريانې خپرې شوې، په ځانګړي ډول څنګه چې پروشييايي ملتپال تاريخ پوه «هينرکوون ټريشکي» د توکم پالنې دې بڼې ته د ودې ورکولو لپاره ډېر څه وکړل. هغه دا جمله جوړه کړه چې «يهوديت زموږ بدمرغي ده»، کومه به چې وروسته د نازيانو له خوا په پراخه کچه کارېده. د «اونر فولک» په وينا، « Treitschke» د « Semitic» ټکی نژدې د «يهودي» سره يو شان کارولی دی، د «رينن» له خوا د دې د کارولو په خلاف چې هغه په دې ټکي سره ټولو خلکو ته اشاره کوي، کوم چې عموماً په ژبني معيار ولاړ دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

د «جوناتن ايم. هيس» په باور، دا اصطلاح په اصل کې د هغو ليکوالانو له خوا جوړه شوې وه، چا چې «د خپلو يهود دوښمنو او د يهودو او يهوديت په وړاندې د دوښمنۍ د لومړيو بڼو تر منځ پر بنسټيز توپير ټينګار وکړ».[۱۷]

په ۱۸۷۹ز کال کې، الماني ژورنالست «ولهيلم مار» يوه رساله خپره کړه چې عنوان يې و « Der Sieg des Judenthums über das Germanenthum. Vom nicht confessionellen Standpunkt aus betrachtet » (د المانۍ اروا په وړاندې د یهودي اروا بريا. له يو غېر مذهبي اند څخه کتنه) په کومه ليکنه کې چې هغه د يهوديانو (په ټوليز ډول د يهوديانو) او يهوديت (دا ظرفيت چې يو څوک يهودي شي، يا د يهوديت جذبه) د ښودلو لپاره د «جوډينټم Judentum» ټکی پر ځای د «سيميټيسيوم Semitismus » ټکی کارولی دی. [۱۸][۱۹][۲۰]

په دې ډول د «سيميټزم» ټکي له استعمال وروسته د «انټي سميټزم» ټکی جوړ شو، کوم چې د دې لپاره کارول کېدو چې د خلکو په توګه د يهوديانو سره مخالفت او د يهودي اروا سره مخالفت وښودل شي، کوم چې «مار» د نفوذ کونکي الماني کلتور په توګه تفسير کړی. د هغه بله رساله د « Der Weg zum Siege des Germanenthums über das Judenthum» (پر يهودي اروا/جذبې د الماني اروا/جذبې د بريا لاره، ۱۸۸۰) په نوم وه، دا رساله د «مار» د اندونو د لا زيات پرمختګ ښودنه کوي او شونې ده چې په لومړي ځل د الماني ټکي « Antisemitismus» (يعنې يهوديت ضد) د خپاره شوي استعمال څرګندونه وکړي. 

دا رساله ډېره مشهوره شوه او په همدې کال نوموړي د « Antisemiten-Liga» (يهود ضد تړون) بنسټ کېښود، په څرګند ډول داسې ښکاري چې دا نوم يې د دې لپاره اېښي چې « Anti-Kanzler-Liga» (د چانسلر ضد تړون) پيروي وکړي. دا تړون لومړی المانی سازمان و چې په ځانګړي ډول د هغو ګواښونو مقابلې ته ژمن و، کوم ګواښونه چې المان او الماني کلتور ته د يهوديانو او د هغوی د اغېز له امله متوجه وو او په زوره يې له هېواده د دوی د شړلو ملاتړ کاوه.[۲۱][۲۲]

تر اوسه دا کره کېدای شي چې دا ټکی په لومړي ځل په ۱۸۸۱ز کال کې چاپ شوی و، دا هغه مهال و کله چې «مار» د  « Zwanglose Antisemitische Hefte» په عنوان مقاله کې او «ولهليم سکيرير» د «Neue Freie Presse» په نوم ورځپاڼې د جنورۍ مياشتې په ګڼه کې د « Antisemiten» ټکی کارولی و.

يهودي دايرة المعارف خبر ورکوي چې «د ۱۸۸۱ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د «Allgemeine Zeitung des Judentums» يو همکار د «يهوديت ضد» په اړه په دې ډول خبرې کوي چې دا ټکی په وروستيو کې د يو لقب په توګه ټاکل شوی دی ("Allg. Zeit. d. Jud." 1881, p. 138) (دا یوه يوه يهود پلوه المانۍ مجله وه چې نوم يې و: Allgemeine Zeitung des Judentums). د ۱۸۸۲ز کال د جولای په نولسمه نېټه مدير وايي، تر يو بريده دا وروستی يهوديت ضد په سختۍ سره درې کاله زوړ دی».[۲۳]

د « anti-Semitism» (يهوديت ضد/سامي ضد) ټکی په ۱۸۸۱ز کال کې انګليسي ژبې له الماني ژبې څخه پور کړی دی. د اکسفرډ انګليسي قاموس سمونکي «جيمز موری» ليکلي چې دا ټکی په لومړۍ ګڼه کې نه و شامل کړای شوی، ځکه چې احتمالاً هغه مهال د « Anti-Semite» او  د دې کورنۍ نور غړي الفاظ په انګليسي استعمال کې ډېر نوي وو او داسې نه بلل کېدل چې امکان دې ولري له تېرېدونکو ټکو زيات حه دې هم وي...  ايا « anti-Semitism» ټکی له يو ځغلنده او تېرېدونکي حالت څخه زيات څه نه و!» له دې سره اړوند ټکی «philosemitism» تر ۱۸۸۱ز کال پورې کارول شوی و.[۲۴][۲۵]

استعمال سمول

له پيل راهيسې د يهوديت ضد اصطلاح (anti-Semitism) ځانګړې توکميزې اړيکې لري او په ځانګړي ډول ځينې د يهودو پر ضد د تعصب معنا اخستی. دا اصطلاح مغشوشونکې (ګډوډونکې) ده، په دې ډول چې په نوي استعمال کې د « Semitic» اصطلاح د يوې ژبنۍ ډلې ټاکنه کوي، نه د يو توکم. په دې معنا سره، دا يو بد نوم دی، ځکه چې په سامي ژبه ډېر خلک خبرې کوي (لکه عربان، ايتوپيايان او اراميان)، څوک چې د يهوديت ضد تعصب موخه نه دي، په داسې حال کې چې ډېر داسې يهوديان شته، کوم چې په عبري ژبه خبرې نه کوي، کومه چې يوه سامي ژبه ده. که څه هم يهوديت ضد داسې تعبيريدای شي چې د هغو خلکو په وړاندې تعصب دی، څوک چې په نورو سامي ژبو خبرې کوي، خو دا صطلاح په عام ډول په دې ډول نه ده کارول شوې.[۲۶][۱۰][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په انګليسي ژبه کې دا اصطلاح د اتصال د نښې سره او له هغې پرته دواړو بڼو ليکل کېدای شي (يعنې anti-Semitism او په anti-Semitism بڼه). ډيری پوهان او ادارې يې د اتصال نښې پرته ليکل غوره بولي. «شمويل الموګ» استدال کړی چې «که د اتصال نښې لرونکې بڼه يې وکاروې، نو ته د « Semitism»، « Semite»، « Semitic» ټکي څه معنا اخلې... په يهوديت ضديت « antisemitic» خبرو اترو کې د « Semites» معنا په حقيقت کې يهوديان دي، يواځې همدومره». [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. "anti-Semitism". Oxford Dictionaries - English. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "anti-Semitism". Merriam-Webster Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. See, for example:
  4. کينډۍ:UN doc
  5. Nathan, Julie (9 November 2014). "2014 Report on Antisemitism in Australia" (PDF). Executive Council of Australian Jewry. د کتاب پاڼې 9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Johnson 1987، ص. 133.
  7. Johnston 1983، ص. 27.
  8. Rattansi 2007، صص. 4–5.
  9. Chanes 2004، ص. 150.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Lipstadt 2019، صص. 22–25.
  11. Bein 1990، ص. 595.
  12. کينډۍ:Harvp
  13. Bein 1990، ص. 594.
  14. Poliakov, Léon (2003). The History of Anti-Semitism, Vol. 3: From Voltaire to Wagner. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 404. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-1865-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brustein, William I. (2003). Roots of Hate: Anti-Semitism in Europe before the Holocaust. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521774789. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Falk 2008، ص. 21.
  17. Hess, Jonathan M. (Winter 2000). "Johann David Michaelis and the Colonial Imaginary: Orientalism and the Emergence of Racial Antisemitism in Eighteenth-Century Germany". Jewish Social Studies. 6 (2): 56–101. doi:10.1353/jss.2000.0003. S2CID 153434303. When the term "antisemitism" was first introduced in Germany in the late 1870s, those who used it did so in order to stress the radical difference between their own "antisemitism" and earlier forms of antagonism toward Jews and Judaism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jaspal, Rusi (2014). "Antisemitism: Conceptual Issues". Antisemitism and Anti-Zionism: Representation, Cognition and Everyday Talk. Farnham, Surrey: Ashgate Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781472407252. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Jaspal erroneously gives the date of publication as 1873.
  19. Marr, Wilhelm. Der Sieg des Judenthums über das Germanenthum. Vom nicht confessionellen Standpunkt aus betrachtet. Rudolph Costenoble. 1879, 8th edition/printing. Archive.org. Marr uses the word "Semitismus" (Semitism) on pages 7, 11, 14, 30, 32, and 46; for example, one finds in the conclusion the following passage: "Ja, ich bin überzeutgt, ich habe ausgesprochen, was Millionen Juden im Stillen denken: Dem Semitismus gehört die Weltherrschaft!" (Yes, I am convinced that I have articulated what millions of Jews are quietly thinking: World domination belongs to Semitism!) (p. 46).
  20. Marr, Wilhem (1879). "The Victory of Judaism over Germanism: Viewed from a Nonreligious Point of View" (PDF). تُرجم بواسطة Rohringer, Gerhard. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Zimmermann, Moshe. Wilhelm Marr: The Patriarch of Antisemitism. New York and Oxford: Oxford University. د کتاب پاڼې 71. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Zimmermann, Moshe (1987). Wilhelm Marr: The Patriarch of Anti-Semitism. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 112. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-536495-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. The term "anti-Semitism" was unsuitable from the beginning for the real essence of Jew-hatred, which remained anchored, more or less, in the Christian tradition even when it moved via the natural sciences, into racism. It is doubtful whether the term which was first publicizes in an institutional context (the Anti-Semitic League) would have appeared at all if the "Anti-Chancellor League," which fought Bismarck's policy, had not been in existence since 1875. The founders of the new Organization adopted the elements of "anti" and "league," and searched for the proper term: Marr exchanged the term "Jew" for "Semite" which he already favored. It is possible that the shortened form "Sem" is used with such frequency and ease by Marr (and in his writings) due to its literary advantage and because it reminded Marr of Sem Biedermann, his Jewish employer from the Vienna period. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Deutsch, Gotthard "Anti-Semitism". The Jewish Encyclopedia. Funk & Wagnalls. 
  24. (په 4 May 2019 باندې). Letter shows first dictionary editor thought 'anti-Semite' wouldn't be used. timesofisrael.com.
  25. "The Jews in Germany". The Eclectic Magazine of Foreign Literature, Science, and Art (originally The Contemporary Review). المجلد. XXXIII. Leavitt, Trow & Company. March 1881. د کتاب پاڼې 350. ...the position of German Liberals in this matter of philo-Semitism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "anti-Semitism". Merriam-Webster Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lewis, Bernard. "Semites and Antisemites". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Extract from Islam in History: Ideas, Men and Events in the Middle East, The Library Press, 1973.
  28. Isaac, Benjamin (2004). The Invention of Racism in Classical Antiquity. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 442. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400849567. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Matas, David (2005). Aftershock: Anti-Zionism and Antisemitism. Dundurn Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781550025538. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Harvp
  31. "Memo on Spelling of Antisemitism" (PDF). International Holocaust Remembrance Alliance. April 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۲. ...the hyphenated spelling allows for the possibility of something called 'Semitism', which not only legitimizes a form of pseudo- scientific racial classification that was thoroughly discredited by association with Nazi ideology, but also divides the term, stripping it from its meaning of opposition and hatred toward Jews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Memo on Spelling of Antisemitism" (PDF). International Holocaust Remembrance Alliance. April 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۲. The unhyphenated spelling is favored by many scholars and institutions in order to dispel the idea that there is an entity 'Semitism' which 'anti-Semitism' opposes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "The Power of Myth" (PDF). Facing History. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Bauer, Yehuda. "Problems of Contemporary Antisemitism" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Bauer, Yehuda (1982). A History of the Holocaust. Franklin Watts. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-531-05641-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Almog, Shmuel. "What's in a Hyphen?". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), SICSA Report: Newsletter of the Vidal Sassoon International Center for the Study of Antisemitism (Summer 1989).
  37. Carroll, James (2002). Constantine's Sword: The Church and the Jews. New York: Mariner. د کتاب پاڼي 628–629. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0618219087. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. کينډۍ:Harvp