ملګري ملتونه
د لومړنۍ نړېوالې جگړې څخه وروستو په نړۍ کې د بدامنۍ يوه لړۍ خوره شوې وه، په 25 اپرېل 1945 کال کې د 50 هېوادونو يوه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې دا فيصله وشوه چې يو داسې تنظيم دې جوړ کړی شي کوم چې په نړيواله کچه د امن لپاره گامونه پورته کوي نو همدارنگې د ملگري ملتونو د تنظيم يو چارټر تيار کړی شو خو دغه وخت صرف يو چارټر تيار کړی شوی و او دا تنظيم نه و جوړ.بيا په 24 اکتوبر 1945 کې دا تنظيم جوړ کړی شو. ملگري ملتونه يا يونائټد نېشنز (United Nations) دا نوم د امريکې پخواني ولسمشر فرينکلن ډي روزويلټ لخوا وړاندې کړی شوی و.
ملگري ملتونه
| |||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| |||||||||||
مرکز | نيويارک (ښار) (نړيواله سيمه) | ||||||||||
رسمي ژبې | |||||||||||
Membership |
د ملگري ملتونو غړي هېوادونه 2 هېوادونه چې غړيتوب غواړي | ||||||||||
Leaders | |||||||||||
• سيکټري جنرل | بان کي مون | ||||||||||
• نايب سکرټري جنرل | جان الياسن | ||||||||||
• د جنرل اسمبلۍ مشر | Mogens Lykketoft | ||||||||||
• قتصادي او ټولنيز کونسل مشر | اوه جون | ||||||||||
• د سلامتۍ کونسل مشر | راملان ابراهيم | ||||||||||
Establishment | |||||||||||
• په چارټر لاسليک | ۲۶ جون ۱۹۴۵ | ||||||||||
• په چارټر عمل وکړی شو | ۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵ | ||||||||||
ويبپاڼه www.un.org |
مقصد
د ملگري ملتونو په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی:
- په شريکه نړۍ کې د امن ساتل
- د قومونو ترمينځه ملگرتيا او ښې اړيکي پېدا کول
- په نړيواله کچه د ښه اقتصاد،ثقافت او ښه انساني معاشرې پېدا کولو لپاره د هېوادونو ترمينځه ښه اړيکي ساتل
- په داسې ځای چې په کوم کې قومونه خپل مشترکه مقصدونه ترلاسه کولای شي
د ملگري ملتونو د 2 شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان مهمتيا لري
غړيتوب
هر هغه امن خوښی هېواد کوم چې د ملگري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او هغه هېواد د ملگري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کولای شي هغه د ملگري ملتونو غړی جوړېدی شي. کله چې دا تنظيم جوړ شو په هغه وخت کې ددې غړي 51 هېوادونه و بيا ورو ورو زياتېدل نن تقريبا د نړۍ 193 هېوادونه ددې غړي دي. که يو هېواد د ملگري ملتونو د چارټر خلاف کار کوي نو هغه هېواد لري کېدای شي، د ملگري ملتونو د ټولو غړي هېوادونو لړليک دې ليکنه کې ولولئ:د ملگري ملتونو غړي هېوادونه
برخې
ملگري ملتونه تنظيم دې برخو کې ويشل شوی دی:
- جنرل اسمبلي
- سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل
- اقتصادي او ټولنيز کونسل
- ټرسټي شپ کونسل
- نړيوال عدالت
- سيکريټيريټ
جنرل اسمبلي
په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو غړي موجود وي هر هېواد خپل استازيان د پنځ کالو لپاره ټاکل شي، هر هېواد خپل غړي پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په عامه توگه د جنرل اسمبلۍ غونده په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل وغواړي يا غړي هېوادونو کې زيات هېوادونه غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي.
کمېټيانې
د جنرل اسمبلۍ کارونه ترسره کولو لپاره شپږ کمېټيانې جوړې شوي دي او په دې کمېټيناو کې هر هېواد نمايندگي وي
- لومړنۍ کميټي د سيکيورټي او سياسي ستونزو په اړه ده، د وسلې پټولو په اړه زمه واري هم ددې کمېټۍ کار دی
- دوېمه کمېټي د اقتصاد او مالياتي معاملاتو په اړه ده
- درېمه کميټي د ټولنيزو او کلتوري چارو لپاره ده
- څلورمه کميټي د داسې سيمو د چارو لپاره ده کومې چې خپلواکه نه وي
- پنځمه کميټي د اداري چارو او د بجټ په اړه ده
- شپږمه کميټي د قانون په اړه ده
ددې شپږو کميټيانو څخه علاوه نورې هم کميټيانې شته او که ضرورت شي نو ملگري ملتونه نورې کميټياني هم جوړوي
اختيارات او زمه واريانې
د جنرل اسمنلۍ اختيارات او زمه وارياني گڼ شمېر دي لکه مثال په توگه:
- د سولې (امن) لپاره په نړيوالو اصولو غور کول او ددې لپاره وړانديزونه
- د نړيوال سياست پراختيا
- د نړيوال قانون ترقي او سمول
- ټولو انسانو ته بنيادي حقونه ورکول او خپلواکه ورکول
- د اقتصاد،کلتور،تعليم او صحت لپاره په شريکه کار کول
- د ملگري ملتونو په نورو برخو غور کول
- د هېوادونو ترمينځه يوې جگړې په وخت خپل وړانديزونه رامخې ته کول
- د سلامتۍ کونسل 10 غيرمستقل غړي ټاکل
- د ملگرو ملتونو بجټ تيارول
- د ضرورت مند غړي هېوادونو لپاره چانده کول
سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل
اقتصادي او ټولنيز کونسل
ټرسټي شپ کونسل
نړيوال عدالت
سيکريټيريټ
سرچينې
- ↑ . The World Today. (PDF)
- ↑ Official Languages, www.un.org. Retrieved 22 May 2015.