امروت هغه مېوه چې له ښکلي خوند سره سره د ويټامینونو او معدني موادو بډایه شرچینه هم بلل کېږي. د امروتو خوړل په اوړي کې د دې لپاره ګټور دي چې هم د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي او هم د زیاتې تندې مخه نیسي. امروت له ۷۶ نیولې تر ۸۳ سلنه اوبه او له شپږو تر ۱۲ سلنه قندي مواد لري. په امروتو کې د اسید کچه یو یا دوه سلنه ده چې مالیک سیتریک، تانن، پکتین، انورتین او اسپاراژین یې معلوم اسیدونه دي. امروت د ويټامین (A,B1, B2, C) او دغه راز د معدني موادو لکه فاسفر، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، ګوګرد، پوتاشیم، مس، اوسپنه، منګنیز او نور تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي. د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی؛ دغه راز که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو، مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي. د امروتو د ونې پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې ونې اېشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول ميکربونو څخه پاک کړي. د خامو امروتو په خوړلو کې باید زیاتی ونه شي؛ ځکه پر معدې فشار راوړي، خو د پخو امروتو خوړل نه یوازې د معدې لپاره ګټور دي، بلکې نور ګڼې ګټې هم لري. که څه هم چې امروت د امیدوارو مېرمنو لپاره ښه مېوه بلل شوې ده، د هغو کسانو لپاره هم د پام وړ ګټه رسوي چې د وینې له کمښت سره مخ وي. د امروتو ونه له لسو نیولې تر ۲۰ مترو پورې جګوالی، اوږدې رېښې او ساده پاڼې لري، مېوه یې مخروط ته ورته او غوښینه ده. "حميدالله حميدي"

تړلې لیکنې سمول

میوه املوک

سرچینې سمول