مير غلام محمد غبار

د افغانستان مشهوره تاریخ پوه او لیکوال میرغلام محمد غبار چي دمیر محبوب خان زوی دی په 1276 هجري لمریز (1898) زیږدیز کال کي د کابل په لاهوری دروازه کي وزېږېدی . میرغلام محمد غبار دافغانستان په تاریخ کي دفلسفې، ادب او تاریخ نوموتی لیکوال ګڼل کیږي چي په تاریخ کي یې مشهوره اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) نومیږي . ښاغلي غبار داسي وخت په افغانستان کي ژوند کاوه چي دغه هیواد څوځله پرلپسې دبېلابیلو انقلابونو سره مخ سو . له تاریخي پلوه دغبار دپوهي لمړۍ دوره دشاه امان الله، دویمه لهنادرخان اودریمه د ظاهرشاه له واکمنۍ سره یوځای وه چي په یادو واکمنیو کي نوموړي بیلابیلي دولتي او غیردولتي دندي ترسره کړې . ددغه دندو ترټولو مشهوره يې په لاندي ډول دي :

1 دستاره افغان دجريدې مدیریت

2 په پاریس کي دافغانستان دمختار وزارت لیکوال

3 دقطغن او بدخشان دګمرکونو مدیریت

4 دپغمان په لویه جرګه کي دکابل دخلکو استازیتوب

5 په برلین کي دافغانستان دمختار وزارت سرکاتب

6 دوطن ګوند بنسټ ایښودونکی او منشي

میرغلام محمد غبار دخپلو دندو په دوران کي دنادرشاه پرضد په سیاسي فعالیت هم کي برخه واخیسته چي داکار یې له برلین څخه تر راستنېدلو وروسته وکړ . همدارنګه کله چي په کابل کي د انګلستان په سفارت کي ترور رامنځ ته سو میرغلام محمد غبار پکښي دلاس لرلو په تور له 1933 زیږدیز څخه تر 1935 پوري زنداني سو .

له زندان څخه تر راوتلو وروسته ښاغلی غبار ترخپل مرګه پوري یوځل بیا پخپل علمي فعالیت بوخت سو اوبیلابیل اثار یې ټولني ته وړاندي کړل .

تر80 کاله ژوند کولو وروسته میرغلام محمدغبار په 1365 زیږدیز کي دجرمني هیواد په برلین ښار کی وفات او بیا دکابل په شهداء صالحین کي خاورو ته وسپارل سو .

چاپ شوي آثار

  1. خراسان
  2. تاریخ افغانستان (از ظهور اسلام تا محمدزاییان)
  3. تاریخ افغانستان : ظهور و نفوذ اسلام و عرب در افغانستان : طاهریان : صفاریان : سامانیان : غزنویان
  4. افغانستان به یک نظر
  5. افغانستان در مسیر تاریخ
  6. جغرافیای تاریخی افغانستان