برېتانيا

د شمال لوېديځې اروپا هېواد
(له بریتانیا نه مخ گرځېدلی)

د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت، په عموم کې د انګلستان يا بریتانيې په نوم پېژندل کېږي، په شمال لوېديځه اروپا کې يو خپلواک هېواد دی چې د اروپا د مرکزي سيمو په شمال لوېدیځو ساحلونو کې موقعيت لري. په برتانيه کې د سترې برتانيې ټاپو، د ايرلينډ ټاپو شمال ختيځه برخه او د برتانيې د ټاپوګانو نورې ګڼې جزېرې شاملې دي. شمالي ايرلينډ د ايرلينډ له جمهوريت سره ګډه پوله لري. له دې پرته له بریتانيې څخه اتلانتيک بحر چاپېر دی، په ختيځ کې د شمال له سمندر، سويل ته يې انګليس کانال او سويل لوېدیځ ته يې سلتيک سمندر واقع دي، په دې ډول بریتانيه په نړۍ کې تر ټولو اوږدې ساحلې پولې لري. لويه بریتانيه او ايرلينډ د ايرلينډ د سمندر په واسطه سره جلا شوي دي. مساحت يې ۲۴۲۵۰۰ کيلو متر مربع (۹۳،۶۲۸ مربع ميله) دی، د وګړو شمېر يې په ۲۰۲۰ز کال کې اته شپېته ميليونه اټکل شوی دی.[۱][۲][۳][۴]

لویه بریتانیا
بریتانیا
بيرغ نښان
[[دوتنه: = |250px |center |alt=|د برېتانيا ]] نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
لندن
حکومت هم ګټي هیوادونه
 -  بریتانوي ټولواکمنې  
پيسه اسټرلینګ پونډ

بریتانيا يو اتحادي ديموکراتيک پارلماني او د اساسي قانون شاهي نظام لرونکی هېواد دی. پاچا يې ملکه اليزابيت دويمه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې واکمني کوي. پلازمېنه او ستر ښار يې لندن دی، کوم چې يو نړيوال ښار او سوداګريز مرکز دی، له دې سره د نښتو نورو سيمو د دې ښار د وګړو شمېر څوارلس ميليونه دی. بریتانيا له څلورو هېوادونو جوړه شوې چې دا دي: انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ. له انګلستان پرته نور هېوادونه يې خپلواک دولتونه لري، چې هر يو يې د ځانګړي ځواک لرونکي دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بریتانيا د څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد د جوړوونکو هېوادونو د يو لړ يو ځای کېدنو، اتحاديو او جلا کېدنو نه بشپړشوی دی. د انګلستان د سلطنت (په کوم کې چې ويلز هم شامل و او په ۱۵۴۲ز کال کې ورسره يو ځای شوی و) او د سکاټلينډ د سلطنت تر منځ په ۱۷۰۷ز کال کې د اتحاد له تړون څخه وروسته د سترې بریتانيې سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۱ز کال کې ورسره د ايرلينډ سلطنت په يو ځای کېدو سره دا هېواد د متحدې بریتانيې او ايرلينډ په سلطنت بدل شو. د ايرلينډ ډېره برخه په ۱۹۲۲ز کال کې له بریتانيې څخه جلا شوه او په دې سره اوسنۍ برتانيا او شمالي ايرلينډ پاتې شول او په ۱۹۲۷ز کال کې يې د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت رسمي نوم غوره کړ.

د من، ګرينزي او جرسي نژدې ټاپوګان د بریتانيې برخه نه دي، د بریتانيې په وليعهد پورې اړوند دي چې د بریتانيې حکومت يې د دفاع او نړيوال استازيتوب مسئوليت لري. له پولو بهر څوارلس بریتانوي ځمکې هم شته، کومې چې د بریتانوي سترواکۍ څخه راپاتې دي، له ۱۹۲۰ز کلونو راهيسې، کله چې ياده سترواکي په خپل اوج کې وه او د نړۍ د وچې ځمکې په څلورمه برخه او د نړۍ د نفوسو په درېيمه برخه يې حکومت کاوه او دا په تاريخ کې تر ټولو ستره سترواکي وه. د بریتانيې د ډېرو پخوانيو مستعمرو په ژبه، کلتور ، حقوقي او سياسي نظام کې د بریتانيې اغېزې لېدل کېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

بریتانيا د داخلي ناخالص توليد له پلوه د نړۍ پنځم ستر اقتصاد او د پېرودلو د وړتيا د برابرۍ له اړخه د نړۍ لسم ستر اقتصاد لري. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد او د انساني پراختيا ډېر لوړ شاخص ډېره لوړه کچه کې ځای لري چې په نړۍ کې ديارلسمه شمېره ځای کې قرار لري. بریتانيا د نړۍ لومړی صنعتي شوی هېواد دی او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ځواک و. اوس هم بریتانيا د نړۍ يو له سترو ځواکونو څخه ده چې په نړيواله کچه د پام وړ اقتصاد، کلتور، پوځ، علمي، ټيکنالوژيکي او سياسي اغېز لري. د هستوي وسلې لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی او په نړيواله کچه يې پوځي لګښتونه په څلورمه درجه کې دي. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لومړۍ ناستې راهيسې، دا هېواد د دې شورا دايمي غړی دی.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

بریتانيا د ټولګټو هېوادونو، اروپايي شورا، د جي۷ هېوادونو، د لسو ډلې، د جي۲۰، ملګرو ملتونو، ناټو، AUKUS، د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان، انټرپول او نړيوال سوداګريز سازمان غړی هېواد دی. دا هېواد په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپايي ټولنو او بيا د دې د ځای ناستي اروپايي اتحاديې سره له يو ځای کېدو راهيسې، د دې سازمانونو غړی و، په ۲۰۱۶ز کال کې يوه ټولپوښتنه وشوه او بریتانيا په ۲۰۲۰ز کال کې له دې ټولنو ووتله.

د نوم رېښې او اصطلاحات

د ۱۷۰۷ ز د يووالي قانون اعلان کړل چې د انګلستان سلطنت او د سکاټلينډ سلطنت «د لويې بریتانيې تر نامه لاندې په يوه سلطنت کې متحد شول». «د متحد سلطنت» اصطلاح، کله ناکله د پخوانۍ سترې بریتانيې د سلطنت لپاره کارېده، که څه هم له ۱۷۰۷ زڅخه تر ۱۸۰۰ز کال پورې يې رسمي نوم «ستره بریتانيا» وه. د ۱۸۰۰ز کال د يووالي قوانينو په ۱۸۰۱ز کال کې د سترې بریتانيې او ايرلينډ سلطنتونه سره يو ځای کړل او په دې توګه د سترې بریتانيې او ايرلينډ متحد سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۹۲۲ز کال کې د ايرلينډ د جلا کېدو او د ايرلينډ آزاد ايالت له خپلواکۍ وروسته، د کوم په پايله کې چې له انګلستان سره د ايرلينډ د ټاپو يوازې شمالي ايرلينډ برخه پاتې شوه، نوم يې يو ځل بيا په «د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت» واوښت. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

که څه هم بریتانيا يو خپلواک هېواد دی، انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ ته هم هېوادونه ويل کېږي. د بریتانيې د لومړي وزير ويبپاڼې دا اصطلاح کارولې ده چې: «په يوه هېواد کې نور هېوادونه» تر څو بریتانيا تشرېح کړي. ځينې شمېریز لنډيزونه، لکه: د بریتانيې د دولسو NUTS 1 سيمو لپاره، د سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ د سيمو د يادولو لپاره کارول کېږې. شمالي ايرلينډ، همدا راز د ولايت په نوم هم يادېږي. د شمالي ايرلينډ د ښودلو لپاره کارېدونکی نوم «شونې ده چې د لانجو لامل وګرځي، ځکه ډېر ځله د يو چا د سياسي غوراوي ښودنه وکړي».[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

«د سترې بریتانيا» اصطلاح، په عمومي توګه، د سترې بریتانيې ټاپو ته کارول کېږي، يا له سياسي اړخه په يو ځای انګلستان، سکاټلينډ او ويلز ته. کله نا کله د ټول انګلستان د نوم د مترادف په توګه هم کارول کېږي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د «بریتانيا» نوم هم د لويې بریتانيې او هم د متحده سلطنت لپاره کارول کېږي. په بېلا بېل ډول ګټه ترې پورته کېږي: د بریتانيې حکومت، په خپله ويبپاڼه د بریتانيې پر ځای د متحد سلطنت «UK» يا «British» کارول غوره ګڼي، (خو هغه مهال نه، کله چې د خپلو سفارتونو يادونه کوي)، په داسې حال کې چې څرګندوي، چې دا دواړه نومونه د بریتانيې لپاره کارول کېږي، په ورته وخت کې د «بریتانيې حکومت» اصطلاح هم، هومره کارول کېږي، څومره چې د «د متحده سلطنت حکومت» اصطلاح کارول کېږي. د بریتانيې د جغرافيايي نومونو دايمي پلاوي، د جغرافيايي سيمو لپاره د ځانګړو نومونو په لارښود کې روښانه کړې ده چې، «United Kingdom،UK،  او U.K» ټول مصطلحات، چې په لنډيز ډول هم کارول کېږي، د لويې بریتانيې او شمالي ايرلينډ جيوپوليټيکي نومونه دي. د دې لارښود په نوملړ کې «بریتانيا» نه شته، خو وايي چې دا د لويې بریتانيې لپاره د نوم اصطلاح ده، چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه داخليږي. په تاريخي لحاظ د بي بي سي اداره غوره ګڼي چې د بریتانيې نوم وکاروي، کوم چې د سترې بریتانيې لنډيز دی، که څه هم اوسنیو لارښوونو په دې اړوند کوم ځانګړی درېځ نه دی نيولی، يوازې دا چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه دی شامل.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د «بریتانوي» صفت، د بریتانيې اړوندو موضوعاتو او په قانون کې د بریتانيې تبعه او هغو موضوعاتو لپاره کارول کېږي، چې د تابعيت او هويت اړوند وي. د بریتانيې خلک، د خپل هويت د ښودلو لپاره جلا جلا اصطلاحات کاروي، کېدای شي دوی ځان ته بریتانوي، انګریز، سکاټلينډی، ويلزی، شمالي ايرلينډی يا ايرلينډی ووايي، يا ځان د ګڼو هويتونو د ترکيب په توګه پېژني. د بریتانيې د تبعه لپاره رسمي هويت «د بریتانيې تبعه» دی. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې

  1. "Great Britain | island, Europe". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. United Kingdom Permanent Committee on Geographical Names (May 2017). "Toponymic guidelines for the United Kingdom". GOV.UK. 10.2 Definitions. usually shortened to United Kingdom ... The abbreviation is UK or U.K. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "United Kingdom". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Definition of Great Britain in English". Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۴. Great Britain is the name for the island that comprises England, Scotland and Wales, although the term is also used loosely to refer to the United Kingdom. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The British Monarchy, "What is constitutional monarchy?". Retrieved 17 July 2013
  6. "United Kingdom" CIA The World Factbook]. Retrieved 17 July 2013
  7. (په 13 October 2016 باندې). Queen takes over longest reign mantle after Thailand's King Bhumibol dies. AOL (UK)
  8. "Summary Table for the 20 largest cities and urban areas in the EU, 2014". Eurostat. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The 30 Largest Urban Agglomerations Ranked by Population Size at Each Point in Time, 1950–2030, World Urbanization Prospects, the 2014 revision Archived 18 February 2015 at the Wayback Machine., Population Division of the United Nations Department of Economic and Social Affairs. Retrieved 22 February 2015.
  10. "Countries within a country". Prime Minister's Office. 10 January 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Devolution of powers to Scotland, Wales and Northern Ireland". United Kingdom Government. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۳. In a similar way to how the government is formed from members from the two Houses of Parliament, members of the devolved legislatures nominate ministers from among themselves to comprise executives, known as the devolved administrations... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Country Overviews: United Kingdom". Transport Research Knowledge Centre. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Key facts about the United Kingdom". Directgov. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۵. The full title of this country is 'the United Kingdom of Great Britain and Northern Ireland'. Great Britain is made up of England, Scotland and Wales. The United Kingdom (UK) is made up of England, Scotland, Wales and Northern Ireland. 'Britain' is used informally, usually meaning the United Kingdom.
    The Channel Islands and the Isle of Man are not part of the UK.
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Supporting the Overseas Territories". Foreign and Commonwealth Office. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Julian Go (2007). "A Globalizing Constitutionalism?, Views from the Postcolony, 1945-2000". In Arjomand, Saïd Amir (المحرر). Constitutionalism and political reconstruction. Brill. د کتاب پاڼي 92–94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15174-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ferguson 2004، ص. 307.
  17. Mathias, P. (2001). The First Industrial Nation: the Economic History of Britain, 1700–1914. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-26672-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ferguson, Niall (2004). Empire: The rise and demise of the British world order and the lessons for global power. New York: Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02328-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. T.V. Paul; James J. Wirtz; Michel Fortmann (2005). "Great+power" Balance of Power. State University of New York Press. د کتاب پاڼي 59, 282. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7914-6401-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Accordingly, the great powers after the Cold War are Britain, China, France, Germany, Japan, Russia and the United States p. 59
  20. McCourt, David (2014). Britain and World Power Since 1945: Constructing a Nation's Role in International Politics. United States: University of Michigan Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-07221-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "IISS Military Balance 2021". The Military Balance 121 (1): 23–29. January 2021. doi:10.1080/04597222.2021.1868791. https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/04597222.2021.1868791?journalCode=tmib20. Retrieved 1 October 2021. 
  22. "Treaty of Union, 1706". Scots History Online. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Barnett, Hilaire; Jago, Robert (2011). Constitutional & Administrative Law (الطبعة 8th). Abingdon: Routledge. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-56301-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "After the political union of England and Scotland in 1707, the nation's official name became 'Great Britain'", The American Pageant, Volume 1, Cengage Learning (2012)
  25. "From 1707 until 1801 Great Britain was the official designation of the kingdoms of England and Scotland". The Standard Reference Work: For the Home, School and Library, Volume 3, Harold Melvin Stanford (1921)
  26. "In 1707, on the union with Scotland, 'Great Britain' became the official name of the British Kingdom, and so continued until the union with Ireland in 1801". United States Congressional serial set, Issue 10; Issue 3265 (1895)
  27. Gascoigne, Bamber. "History of Great Britain (from 1707)". History World. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Cottrell, P. (2008). The Irish Civil War 1922–23. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84603-270-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. S. Dunn; H. Dawson (2000), An Alphabetical Listing of Word, Name and Place in Northern Ireland and the Living Language of Conflict, Lampeter: Edwin Mellen Press, One specific problem – in both general and particular senses – is to know what to call Northern Ireland itself: in the general sense, it is not a country, or a province, or a state – although some refer to it contemptuously as a statelet: the least controversial word appears to be jurisdiction, but this might change. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Changes in the list of subdivision names and code elements" (PDF). ISO 3166-2. International Organization for Standardization. 15 December 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Statistical bulletin: Regional Labour Market Statistics". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "13.4% Fall In Earnings Value During Recession". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Dunn, Seamus; Dawson, Helen. (2000). An Alphabetical Listing of Word, Name and Place in Northern Ireland and the Living Language of Conflict. Lampeter: Edwin Mellen Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7734-7711-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Murphy, Dervla (1979). A Place Apart. London: Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-005030-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Whyte, John; FitzGerald, Garret (1991). Interpreting Northern Ireland. Oxford: Clarendon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-827380-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 19 December 2008 باندې). Guardian Unlimited Style Guide. Guardian News and Media Limited
  37. (په 19 August 2002 باندې). BBC style guide (Great Britain). BBC News.
  38. "Key facts about the United Kingdom". Government, citizens and rights. HM Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. New Oxford American Dictionary: "Great Britain: England, Wales, and Scotland considered as a unit. The name is also often used loosely to refer to the United Kingdom."
  40. "Britain Meaning in the Cambridge English Dictionary". dictionary.cambridge.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Definition of Britain in English by Oxford Dictionaries". Oxford Dictionaries – English. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Britain definition and meaning". www.collinsdictionary.com. Collins English Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Britain – Definition for English-Language Learners". learnersdictionary.com. Merriam-Webster's Learner's Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "A to Z – Style guide". www.gov.uk. UK Government. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Permanent Committee on Geographical Names. "Toponymic guidelines for the United Kingdom". gov.uk. UK Government. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Permanent Committee on Geographical Names. "Toponymic guidelines for the United Kingdom". gov.uk. UK Government. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Alphabetical checklist". BBC News. BBC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Bradley, Anthony Wilfred; Ewing, Keith D. (2007). Constitutional and administrative law. 1 (الطبعة 14th). Harlow: Pearson Longman. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-1207-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Which of these best describes the way you think of yourself?". Northern Ireland Life and Times Survey 2010. ARK – Access Research Knowledge. 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Ethnicity and National Identity in England and Wales - Office for National Statistics". www.ons.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Schrijver, Frans (2006). Regionalism after regionalisation: Spain, France and the United Kingdom. Amsterdam University Press. د کتاب پاڼي 275–277. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5629-428-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)