محمد هوتک (زوکړه د ۱۰۸۴ لېږدي سپوږميز کال د رجب المرجب ۱۳، کندهار، کوکران - مړینه؟) يو افغان پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو، چې د هوتکیانو په پېر کې په کندهار کې اوسېده او د افغان واکمن اعليحضرت شاه حسين هوتک په امر یې خپل تر ټولو نامتو نښير پټه خزانه وکېښ.

محمد هوتک د پټې خزانې ليکوال

مخينه

محمد هوتک د داود خان هوتک زوی، د قادر خان هوتک لمسی، د ۱۰۸۴ لېږديز سپوږميز کال د رجب المرجب پر ۱۳ د کندهار په کوکران کلي کې زېږېدلی دی. هغه له آره له مرغې کلي څخه وو؛ د هغه نيکه قادر خان له هغه ځايه د زابل ولایت، سيوري ولسوالۍ ته راغی، څه موده په سيوري ولسوالۍ کې واوسېد، بیا له هغه ځايه کندهار ته راغی او هلته د کوکران په کلي کې مېشت شو چې بزگري به يې کوله.

د محمد هوتک نيکه قادر خان پر ۱۰۵۸ سپوږميز لېږديز کال د ۷۶ کالو په عمر ومړ او د کوکران په کلي کې خښ شو. پلار يې داود خان پر ۱۰۲۹ سپوميز کال په کوکران کې زېږېدلی وو او د عمر په اوږدو کې په تېره په ځوانۍ کې يې پوهنې لوستې وې. هغه له کندهاره د د کسی غره، ږوب، پېښور او نورو ځايونو ته هم سفرونه کړي ول. کله چې د هېواد ستر ملي مشر ميرويس نيکه په کندهار کې له گورگين خان سره جگړې کولې، نو د محمد هوتک پلار داود خان هم په دغو جگړو کې ورسره ملگری وو.

کله چې پر ۱۱۲۰ سپوږميز لېږديز کال د پارس صفوي پاچا له خپلو لښکرو سره پر کندهار يرغل وکړ نو د ليکوال محمد هوتک پلار داود خان د ميرويس نیکه (مير خان) له خوا د فراه، سيستان، گلستان او نورو سیمو ته واستول شو او هلته يې نور افغانان او پښتانه د ميرويس نيکه د ملاتړ او مرستې ته راوبلل او پر خسرو خان يې يرغل وکړ. په دغو جگړو کې داود خان د ميرويس نيکه له بولندویانو څخه وو. د محمد هوتک پلار داود خان پر ۱۱۳۶ سپوږميز کال وفات او په کوکران کې خاورو ته وسپارل شو.

محمد هوتک لا کوشنی وو چې پلار يې دی په ښوونه و روزنه او درس وگوماره او د عمر تر ۱۸ کلنۍ يې ديني احکام، فقه، اصول فقه، تفسير، او د فصاحت پوهنې لکه قافيه او عروض، معانې و بيان او نور علوم ولوستل. کله چې يې پلار ومړ نو افغان واکمن اعليحضرت شاه حسين هوتک دی کندهار ته وروغوښت او په کندهار کې مېشت شو. محمد هوتک په کندهار کې د شاه حسین هوتک په امر او سپارښتنه د پټې خزانې نامتو نښير وليکه. ده به هلته کتابونه لوستل او کتابونه به یې لیکل. دی په خپله ليکي چې زما عمر د کتابونو په ليکلو او لوستلو تېريږي او د نړۍ له نورو نعمتونو دومره خوند نه اخلم لکه د کتاب له لوست او ليکنې نه. ده یو شمېر نور کتابونه هم ليکلي او د شعرونو يو ديوان يې هم درلود چې نومونه يې لاندې راغلي دي.

د محمد هوتک ليکلي نښيرونه

  1. پټه خزانه (په پښتو ژبه).
  2. خلاصت الفصاحت (په پښتو ژبه).
  3. خلاصت الطب. دا کتاب يې هم په پښتو ليکلی چې د طب او درملنې په اړه دی. دی ليکي چې ما کله دا کتاب پر ۱۱۳۹ سپوږميز کال پاچا ته ورښکاره کړ نو ماته يې د سرو زرو ۱۰۰ روپۍ انعام راکړ.
  4. د شعرونو ديوان.

د محمد هوتک د شعر يوه بېلگه

غزل

ساقي پاڅه د سرو ملو ډک يو جام را - ستا له غمه ناارامه يم، ارام را

بې له ميو د بهار نندارې څه کړم؟ - پسرلی سو د خوښۍ يو ښه پيغام را

دنيا پاته ده ښادي مو یو گړی دی - يو گړی مې خوښ که می گړی انعام را

د بېلتون په تاريکو کې مې زړه شین سو - رڼا لمر د جام د میو، په ظلام را

ناکاميو د دنیا مې کام راتريخ کا - چې مې خوږ کا کام، ترخه وما ناکام را

نه نشاط سته، نه مستي سته، نه رندي سته - چې سم رند هغه اوبه علی الدوام را

په اوبو مې سوړ زړگی لږ څه راتود که - «محمد» ته د اور ډک يو هسې جام را


سرچينې

  1. هوتک، محمد، پټه خزانه، د ۱۳۳۹ لمريز کال دويم چاپ، ۱۹۶- ۲۰۲ مخونه.


کينډۍ:تړنه پکار ده