سلطان علاوالدين غوري

(له سلطان علاؤالدين غوري نه مخ گرځېدلی)

سلطان علاوالدين غوري د شنسباني سوري غوري پادشاه په ختيځ تاريخ كې د جهانسوز په نامه پېژندل شوى دى . دى يو مېړنى افغان او د ډېرو صفاتو خاوند وو . لكه اديب ، عالم ، پهلوان او ځوانمرد . ...د غور پادشاهانو د سلطان سنجر سلجوقي رعايت كاوه او هر كال يې وسله ورلېږله ، علاوالدين غوري هغه بنده كړه . علاوالدين هم د جگړې لپاره چمتو شو . سلطان سنجر يو هوښيار او مېړنى سړى وو . هرات ته نږدې د (( ناب )) په سيمه كې سره مخامخ شول . د غور د لښكر ښي لاس ته شپږ زره كسان د سنجر خواته واوښتل او په دې توگه د علاوالدين غوري لښكر مات شو او دى د سلطان سنجر په لاس كې كېښوت . كله چې د سلطان سنجر خلكو ( افسرانو ) د علاوالدين پښو او لاسونو ته ځنځيرونه واچول ، ده وويل : يو مطلب لرم ، چې بايد يو په يو سلطان سنجر ته وويل شي . خبره سنجر ته ورېسېده ، هغه ورته وويل ، چې مطلب دې وايه ! علاوالدين وويل : ماته داسې زولنې او ځنځيرونه راوړئ ، چې زما په نظر كې وو ، چې سلطان سنجر به پرې تړم . سنجر وپوښتل ، هغه څه ډول وو ؟ علاوالدين غوري په ځواب كې ورته وويل ، ما تاته د سپينو او سرو زرو ځنيځيرونه راوړي وو ، ځكه چې ته پادشاه يې ، په هر حالت كې بايد له عادي خلكو توپير ولري . كله چې سلطان سنجر هغه د سپينو او سرو زرو ځنځيرونه او شاهانه جامې ولېدي ، له ځان سره يې فكر وكړ ، چې دغسې يو سړى د دوستۍ دى ، نه د دوښمنۍ . نو سلطان سنجر پر علاوالدين غږ وكړ ، علاوالدينه ته زما ورور يې ، زما څاروى او خزانه درسره يوسه ، گټه يې اخله ، كه غزان مې مات كړل ، بېرته به يې وغواړم ، كه هغوى زه ماته كړم ، ښه به دا وي چې ته يې وخوري ، چې د هغه لايق يې . سلطان علاوالدين له ډېر مال او څارويو سره فيروزكوه ته راستون شو . له سلطان علاوالدين غوري نه وروسته دده زوى سيف الدين محمد پادشاه شو . دى يو ښه منظر ، عادل ، جواد او پر خلكو زړه سواندى پادشاه وو .

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۲۳۱ - ۲۳۳ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .