د جلال اباد هوايي ډګر

د جلال اباد هوايي ډګر چي د ننګرهار هوايي ډګر په نوم هم یادیږي،[۱] [۲] د کابل – جلال اباد سړک ته څېرمه د شاوخوا ۳ ميل (۴٫۸ kم) په فاصله کي د جلال اباد سویل ختیځ ته چي د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز دی موقعيت لري. یاد ډګر د هیواد د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت (MoTCA) اړوند یو کورنی هوایی ډګر دی او نه یوازي [۲] د ننګرهار بلکي د ګاونډیو کونړ ، نورستان او لغمان ولایتونو خلکو ته د ملکي خدماتو ترڅنګ د دفاع وزارت لخوا د نظامي موخو لپاره هم کارول کیږي. د هوايي ډګر شاوخوا امنیت د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا چمتو کیږي، او د سمندر له سطحي شاوخوا ۱٬۸۴۰ فوټه (۵۶۱ م) څخه پورته دی.

د جلال اباد هوايي ډګر
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
airport (en) ژباړل[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
چلوونکی
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۳′۵۹″شمال ۷۰°۲۹′۵۵″ختیځ / 34.3997°شمال 70.4985°ختيځ / 34.3997; 70.4985 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د جلال اباد د هوايي ډګر د اسفالټ ځغاستلیکه شاوخوا ۷٬۲۶۰ در ۱۴۰ فوټه (۲٬۲۱۳ م × ۴۳ م) اندازه لري. همدارنګه 18 هیلیپډونه، یو شمیر هنګرونه او ودانۍ چي د نظامي موخو لپاره کارول کیږي هم پکښي موجود دي. جلال اباد هوایي ډګر ته د افغانستان نور تر ټولو نږدې لوی هوايي ډګرونه په لویدیځ کي د کابل نړیوال هوايي ډګر او په ګاونډ سويل کي د خوست هوايي ډګر پراته دي.

د جلال اباد هوايي ډګر پخوا د امریکا د وسله والو ځواکونو او ملکي قراردادیانو لخوا کارول کېدی او دوی د فارورډ عملیاتي بیس فینټي څخه کار پکښي ترسره کاوه. په تیرو وختونو کې د نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) غړو او وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت (RSM) هم له دې هوایي ډګر څخه کار اخیستی دی.

مخینه

سمول

د جلال اباد هوايي ډګر کار په ۱۹۵۰ لسیزه کي هغه مهال پیل سو کله چي د افغانستان پاچا ظاهر شاه واکمن وو [۴] او د متحده ایالاتو په مرسته د 1960 لسیزي په وروستیو کي په عصري ډول جوړ سو. [۵] د شوروي – افغان جګړې پر مهال شوروي اتحاد یاد ملکي هوايي ډګر په پوځي اډه بدل کړ، چي په جلال اباد کي د افغان مل Mi-24 سکواډرون لخوا کارول کیدی. په ۱۹۸۹ کال کي د پاکستان له ملاتړه برخمنو مجاهدینو د جلال اباد هوايي ډګر د یوې جګړې په ترڅ تر برید لاندي ونیوی، خو ددوی برید د ډاکټر نجیب د حکومت له لوري ناکامه سو او شرموونکې ماته یې وخوړه. [۶] په افغانستان کي د اسلامي جمهوریت پر مهال د ناټو ځواکونو لخوا د طالبانو سره د دوی د لسیزو اوږدې جګړې په ترڅ کي جلال اباد هوایي ډګر د پام وړ رول ولوباوه.

  1. . June 18, 2022 https://pajhwok.com/2022/06/18/nangarhar-airport-ready-for-civilian-flights/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . June 18, 2022 https://tolonews.com/business-178539. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  3. سرچينې تړی: https://www.newyorker.com/magazine/2011/08/08/getting-bin-laden. Retrieved: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱.
  4. https://pajhwok.com/2014/07/16/kunduz-airport-preparing-foreign-flights/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Publisher= ignored (|publisher= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  5. United States Dept. of Defense (August 1967). Capsule Facts for the Armed Forces: Afghanistan. U.S. Government Printing Office. p. 3.
  6. . 2022-04-05. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)