د جلال اباد جګړه (۱۹۸۹)

د جلال اباد جګړه چي د جلال اباد د عملیاتو په نوم هم یادیږي، د ۱۹۸۹ کال په پسرلي کي د افغان کورنۍ جګړې د پیل یوه برخه وه. یاده جګړه په پېښور کي د امریکا، عربي هیوادونو او پاکستان له ملاتړه برخمنو اوو ګوندونو اتحادیې (د اوو افغان مجاهدینو ډلو یو اتحاد چي د افغان لنډمهاله حکومت یا " جلاوطن حکومت " په نوم هم پېژندل کېدی)، [۱] له لوري د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ په جلال آباد کي د افغانستان د جمهوري دولت په وړاندي ترسره سول. [۱] [۲]

د جلال آباد جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۵ مارچ ۱۹۸۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
جون ۱۹۸۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د جګړې پر مهال که څه هم مجاهدينو په ډېره چټکۍ سره د جلال اباد هوايي ډګر او ثمرخېل (چي د شوروي د ٦٦ مي فرقې د توپچي لوا پخوانۍ قرارګاه وه) ژر ونيول خو افغان وسله وال پوځ يې برید ورشنډ کړ او له خپلو پاکستاني ملاتړو سره یې شرموونکې ماته ورکړه.

نښته

سمول

د جلال اباد په جګړه کي د حکمتیار د حزب اسلامي، د عبدالرسول سیاف اتحاد اسلامي او عرب جنګیالیو چي په ټولیزه توګه ۱۴۰۰۰ کسان کېدل برخه اخیستې وه. د جګړې لمړئ برید د ۱۹۸۹ کال د مارچ په پنځمه پیل سو او په لومړي سر کي د مجاهدینو لپاره ځکه په زړه پوري وو چي له ځوابي برید مخکي یې د جلال اباد هوايي ډګر ونیوی. [۳]

د هوایي ډګر تر نیولو وروسته د افغان ځواکونو هغه برخه چي په ډګر کي دننه میشته وه، نژدي وو چي تسلیم سي خو له بهر څخه د تازه دمه افغان ځواکونو خونړي برید ددوی حوصلې ټینګي کړي او د جګړې نقشه یې ددوی په ګټه وڅرخول.

افغان هوايي ځواک د جګړې په ډګر کي هره ورځ شل الوتني کولې، او ټول هغه ځمکني ځواکونه چي له مجاهدینو، پاکستانيانو او عربو سره جنګېدل د پراخ هوايي ملاتړ له لاري یې پرېمانه مرستي ترلاسه کړې. د An-12 په نوم ترانسپورټي الوتکي چي د بمونو د لېږلو دنده یې مخته وړل، د مجاهدینو له سټینګر توغندیو له ګوزارونو څخه په ډېره لوړه کچه الوتني کولې، او نه یوازي د مجاهدینو فیر ورباندي اغېز نه کاوه، بلکي کلسټر بمونه یې هم استعمالول او د مجاهدینو ترڅنګ يې د پاکستاني او عربي استخباراتي جنګیالیو ملاوي غوټي ماتي کړې. [۳]ها خواته له کابل څخه د افغان ځواکونو په ملاتړ د سکاډ توغندیو خونړي بریدونه ترسره کېدل او په دې ترڅ کي یې 400 دانې میزایل د مجاهدینو پر لیکو باندي وتوغول.

د مجاهدینو مورال چي یوازي پر پاکستاني جنرالانو او عربي جنګیالیو ولاړ وو د افغان حکومت په میزایلو باندي بې حده کمزوری سو، او د جګړې توان یې نور له لاسه ورکړ. [۴] ویل کیږي چي د جلال اباد جګړه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر لندن د V2 له بریدونو وروسته د بالستیک توغندیو تر ټولو متمرکزه جګړه وه. [۵] [۴]

د می د میاشتي په نیمایي کي مجاهدینو د جلال آباد د دفاع په وړاندي خپل لمړنئ پرمختګ ترسره او وتوانېدل چي مخ په وړاندي ولاړ سي خو د جولای په میاشت کي دوی په ثمرخېلو کې د فوځي اډې د بیرته نیولو څخه د افغان اردو په مخنیوي کي پاته راغلل او افغان ملي اردو وتوانېدل ترڅ دوی له یادي اډې څخه په بشپړه توګه وشړي. د اډې له نیولو سره سم د جلال اباد حکومت بیرته د نجیب الله تر واک لاندي راغی او مجاهدینو، پاکستانیانو او عرب جنګیالبو تر ۳۰۰۰ پوري تلفات ورکړه. د عرب خارجي جنګیالیو تلفات په یاده شمېره کي تر ۳۰۰ زیات وه[۶] او د راپورونو له مخي نږدې 12,000-15,000 ملکي وګړي هم ووژل سوه. همدارنګه 10,000 جنګیالي په یاده نښته کي د جګړې له ډګر د ډېرو درنو نښتو له ترهي وتښتېدل. [۷] افغان پوځ په یاده جګړه کي د خپلو شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ [۸] او د جګړې په پای کي د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف له کبله د ګلبدین حزب اسلامي د رباني پر جمعیت اسلامي ځواکونو برید وکړ، چې په پایله کي یې د احمدشاه مسعود ۳۶ تنه قوماندانان ووژل سول. مسعود ددې پیښي د غچ اخیستلو په موخه د پیښي ټول عاملین پیدا او په دار وځړول.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ 'Mujahidin vs. Communists: Revisiting the battles of Jalalabad and Khost Archived 2021-03-08 at the Wayback Machine.. By Anne Stenersen: a Paper presented at the conference COIN in Afghanistan: From Mughals to the Americans, Peace Research Institute Oslo (PRIO), 12–13 February 2012. Retrieved 1 February 2018.
  2. (په 18 August 2015 باندې). The legacy of Pakistan's loved and loathed Hamid Gul. Al-Jazeera.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Wright, Lawrence (2006). The Looming Tower: Al-Qaeda and the Road to 9/11. New York: Random House. ISBN 9780375414862.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Most Concentrated Ballistic Missile Campaign Since the V2 Attacks on London...
  5. . 2017-08-30. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. Marshall, p. 7
  7. Roy Gutman (2008). How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan. United States Institute of Peace Press. p. 304. ISBN 978-1-60127-024-5.
  8. . 2011-10-13. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)