افغان هوايي ځواک

افغان هوايي ځواک، چې کله کله د DRA هوايي ځواک په توګه هم يادېږي، له 1978ز کال راهيسې د 1992ز کال د اپريل په مياشت کې د افغانستان جمهوريت تر منحل کېدو، د افغانستان د وسله والو ځواکونو مرکزي هوايي جنګي خدماتو مرکزي څانګه وه.

تاريخ

سمول

د افغانستان هوايي ځواک ته په 1947ز کال کې د افغانستان شاهي هوايي ځواک نوم ورکړل شو، دا هغه نوم و چې د په 1973ز کال کې د افغانستان د کودتا تر وخته پاتې شو. تر 1960ز کال پورې، د افغانستان شاهي هوايي ځواک د شا اوخوا 100 جنګي الوتکو څخه جوړ و، چې په هغې کې MiG-15 ډوله جنګي، Il-28 ډوله سپکې بم غورځونکې، ترانسپوتې الوتکې او يو څو هليکوپتر الوتکې شاملې وې. همدا راز تر دې وخته، د افغان پيلوټانو يو کم شمېر په امريکا کې د پيلوټۍ لوړې روزنې تر سره کولې، داسې حال کې چې نور په شوروي اتحاد، هندوستان او ګڼو اروپايي هېوادونو کې تر روزنې لاندې وو. په 1973ز کال کې، پاچا ظاهر شاه معزول او محمد داود خان د هېواد ولسمشر شو. د نوموړي د واک په پنځه کلنه دوره کې، په 1978ز کال کې د غويي تر انقلاب پورې، داود د شوروي اتحاد مرسته تر لاسه کړه، چې د افغانستان هوايي ځواک وړتياوې لوړې او اندازه زياته کړي، او هوايي ځواک ته د شوروي اتحاد MiG-21 ډوله جنګي، او An-24 او An-26 ډوله ترانسپورتي الوتکې زياتې کړای شوې. په 1979ز کال کې، هوايي ځواک څلور Mi-8s ډوله الوتکې له لاسه ورکړې. د 1970ز لسيزې له لومړيو څخه تر منځ پورې له ښه والي سره سره، له 1979-80 زکلونو کې د شوروي اتحاد له بريد وروسته افغان هوايي ځواک په پرتليز ډول کوچنی پاتې شو.[۱][۲][۳][۴]

د افغانستان هوايي ځواک په 1980ز لسيزه او د 1990ز لسيزې په لومړيو کې په خپل تر ټولو پياوړي حالت کې و، چې ګاونډيو هيوادونو کې يې يو څه اندېښنې هم پېدا کړې. په 1986ز کال کې، هوايي ځواک شا اوخوا 20000 سرتيري او تر څنګ يې 5000 بهرني سلاکاران درلودل. د خپل اوج پر مهال، هوايي ځواک لږ تر لږه 240 د ثابتو وزرونو جنګي، جنګي بم غورځونکې، او کوچنۍ بم غورځونکې الوتکې درلودلې.

افغان هوايي ځواک احتمالاً 40 يا له دې څخه زياتې  الوتکې درلودې، چې په هغې کې ترانسپورتي، Antonov An-26, Antonov An-24، او Antonov An-2 ډوله الوتکې هم شاملې وې. په 1988ز کال کې يو بل اټکل د افغان هوايي ځواک تر دې زيات کره انځور وړاندې کړ: [۵][۶]

  • 322 هوايي کنډک، باګرام هوايي مرکز، له MiG-21s ډوله څلوېښت الوتکو سره درې جنګي ډلګۍ
  • 321م هوايي کنډک، باګرام هوايي مرکز، درې جنګي/بم غورځونکې ډلګۍ له Su-7/Su-22 ډوله الوتکو سره
  • 393يم هوايي کنډک، د دهدادي هوايي مرکز (بلخ)، درې جنګي/بم غورځونکې ډلګۍ، له MiG-17s ډوله الونکو سره
  • 355م هوايي کنډک، شينډنډ هوايي مرکز، درې بم غورځونکې ډلګې، له Il-28s ډوله الوتکو سره، او يوه جنګي/بم غورځونکې ډلګۍ، له MiG-17s ډوله الوتکو سره
  • 232م هوايي کنډک، کابل هوايي ډګر، درې هليکوپتر ډلګۍ له Mi-4, Mi-6 او Mi-8 الوتکو سره، او يوه ډلګۍ د Mi-8s ډوله الوتکو سره چې شينډنډ ته استول شوې وه
  • 377يم هوايي کنډک، کابل هوايي ډګر، څلور د هليکوپترو ډلګۍ له Mi-25s او Mi-17s ډوله الوتکو سره
  • ؟ هوايي کنډک، کابل هوايي ډګر، دوه ترانسپورتي ډلګۍ له An-2, An-26/30 ډوله الوتکو سره، او يو VIP ترانسپورتي ډلګۍ له يوې Il-18 او 12 An-14s الوتکو سره
  • په جلال اباد او کابل کې د بريد کونکو هلیکوپتر الوتکو دوه ډلګۍ، له Mi-24s سره
  • د هوايي ځواک اکاډمۍ، کابل له Yak-18s او L-39s الوتکو سره
  • په کابل کې د هوايي دفاع ځواکونه چې له دوه SAM کنډکونو څخه جوړ و (SAM له هوا څخه هوا ته توغندي ويشتل)، په کندهار کې يو AAA لواء (Anti-Aircraft Artillery-دافع هوا توپخانه) او په کابل کې يو رادار کنډک

Mil Mi-24 او Mi-35 (صادراتي ډول) بريد کونکې هليکوپترې په افغانستان کې يو اوږد تاريخ لري. دې الوتکو پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد پر مهال په پراخه پيمانه فعاليت وکړ، په عمده ډول د مجاهدينو په جنګياليو د بريد لپاره. د جګړې په لومړيو کې، له مجاهدينو سره د دافع هوا وسلې يوازيني له اوږې څخه ويشتل کېدونکي شوروي راکټونه، SAMتوغندي او امريکايي Redeye توغندي وو، چې دا وسلې خو يا له شورويانو څخه نيول شوې وې، يا د دوی د افغان همکارانو څخه او يا له لوېديځو سرچينو څخه مجاهدينو ته ورکړل شوي وو. په دې وسلو کې ډېرې له هغو زېرمو څخه راوړل شوې وې، چې د اسرائيلو له خوا په منځني ختيځ کې د شوروي اتحاد د پېرودونکو هېوادونو څخه نيول شوې وې. د دې ابتدايي ډول توغنديو د محدودو وړتياوو، نیمګړې روزنې او د توغنديو خرابه مادي حالت د ترکيب له امله دا توغندي په ځانګړي ډول اغېزناک نه وو. د 1986ز کال په پيل کېدو سره، امریکا مجاهدينو ته خپل تر ټولو نوي توغندي، FIM-92 ډوله سټينګر ورکړل، کوم چې افغانانو له ويجاړونکو اغېزو سره وکارول. په افغانستان کې د سټينګر توغنديو په لومړي استعمال سره، د مجاهدينو جنګيالیو د شوروي اتحاد له اتو څخه درې ناشکمنې Mi-24 Hind ډوله الوتکې هغه مهال رانسکورې کړې، کله چې دا الوتکي د سپتمبر د وروستیو په يو ماسپښين کې د جلال اباد هوايي ډګر ته نږدې شوې. ځينې پوهان په 1986ز کال کې دا پېښه د جګړې د بدلون يوه مهمه پېښه بولي. سربېره پر دې، د جګړې په ډېره پاتې برخه کې چې سټينګر لا هم موجود و، شوروي او افغان الوتکو غوره کړه چې په لوړه ارتفاع کې پاتې شي، چېرته چې د توغنديو په وړاندې دوی له کم ګواښ سره مخ وو، خو په ورته وخت کې په ځمکنيو بريدونو کې هم کمې اغېزناکې وې. که څه هم د ځمکني بريد د ډګر په توګه، په ټوله جګړه کې په پراخه کچه وکارول شوې، خو Hind ډوله الوتکې د لکۍ د کمزوري څرخ لرونکې وې، او کله چې د افغناستان په غرونو کې د فعاليت لپاره غوښتل شوې وې، دا الوتکې د ځينو ماموریتونو لپاره د کم ځواک لرونکې وبلل شوې، ځکه چې د لوړ کثافت ارتفاع په ځانګړي ډول د څرخ لرونکو الوتکو لپاره ستونزې پيدا کونکې وي.[۷][۸][۹]

په ټوليز ډول، Hind ډوله الوتکې ډېرې اغېزناکې او د باور وړ ثابتې شوې، چې په ټول هېواد کې يې د شورويانو او افغان پيلوټانو او همدا راز عادي افغانانو درناوی تر لاسه کړ. مجاهدينو د خپل بدنام شهرت له امله،  Mi-24 دوله الوتکو ته "د شيطان عربه" نوم ورکړ.[۸]

د شوروي اتحاد له وتلو او بهرنيو سلاکارانو له تګ وروسته، د هوايي ځواک په عملياتي وړتياوو کې کمښت راغی. په 1992ز کال کې د نجيب الله د حکومت په نسکورېدو سره، هوايي ځواک ووېشل شو، او په روانه کورنۍ جګړه کې د مجاهدينو د جلا جلا برخو تر منځ تقسيم شو. د 1990ز لسيزې تر پای پورې، طالبانو پنځه سوپر سونيک MiG-21MF او 10 Sukhoi Su-22 ډوله جنګي بم غورځونکې الوتکې درلودې. طالبانو همدا راز پنځه Mil Mi-8 ډوله هليکوپتر، پنځه Mi-35s ډوله، پنځه L-39Cs ډوله، شپږ An-12s، 25 An-26s ډوله، دولس An-24/32s ډوله، يوه IL-18 ډوله، او يوه Yakovlev ډوله الوتکې درلودې. د افغانستان شمالي اتحاد/جبهه متحد يو کم شمېر هليکوپتر الوتکې او يو څو نورې الوتکې اداره کولې، د کومو لپاره چې ياد اتحاد د ګاونډي هېواد تاجکستان په مرسته تکيه درلوده. [۱۰][۱۱]

د لوژستيکي سيستم له خرابۍ سره، د پاتې الوتکو د بدنو ويجاړول خورا پراخه وو. د 2001ز کال په مني کې د متحده ايالاتو هوايي بريدونو د افغناستان ډېرې پاتې الوتکې ويجاړې کړې.

الوتکه او عمله

سمول

د 1986ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، د هوايي ځواک او هوايي دفاع پوځي وسايل او عمله په لاندې ډوله وه:[۱۲]

  • عمله – 19400 کسان
  • الوتکې – 226، د کوم له ډلې چې 217 (96٪) جګړې ته چمتو وې
  • هلیکوپتر – 89، د کوم له ډلې چې 62 جګړې ته چمتو وې

د شوروي-افغان جګړې په منځ کې، د یو اټکل تر مخې د موجودۍ لاندې نوملړ جوړ شوی دی:

  • 90 ميکويان-ګوريچ [۱۳]MiG-17s
  • 45 میکويان-ګورويچ MiG-21- په 1990ز کال کې، د باګرام په هوايي ډګر کې د درې ډلګيو خبر ورکړل شوی و[۱۴]
  • 60 Sukhoi Su*7 او Sukhoi Su-17 – جنګي الوتکې، په 1985ز کال کې خپره شوې، يوې برتانوۍ ليکنې په 21 ګڼه کې راپور ورکړی و، چې له 1970ز کال راهيسې له SU-7UM دوه سيټه وو پرته، شا اوخوا 48 Su-7BMs ورکړل شوې وې، چې له همدې څخه د شينډنډ په هوايي ډګر کې د دوه جنګي/ځمکني بريد ټولګيو وسايل چمتو شوی و. [۱۵]
  • 45 Ilyushine Il-28 ډوله الوتکې
  • 150 Mil Mi-8s  او Mil Mi-24s ډوله الوتکې
  • 40 Antonov An-26, Antonov An-24 او Antonov An-2 ډوله ترانسپورتي الوتکې[۱۶]

سرچينې

سمول
  1. Andersson, Lennart. "The First Thirty Years of Aviation in Afghanistan, part 1". z-bok.se. Archived from the original on 24 October 2009.
  2. Cooper, Tom (29 October 2003). "Afghanistan, 1979–2001; Part 1". Air Combat Information Group. Archived from the original on 16 July 2012.
  3. Ludwig W. Adamec, Historical Dictionary of Afghan Wars, Revolutions, and Insurgencies (Scarecrow Press: Lanham, Md., Toronto, 2005, 2d ed.), pg. 52
  4. Poteri1979 Потери ВВС в Афганистане. Потери 1979 года. Авиация в локальных конфликтах. Дата обращения 23 февраля 2015.
  5. Stalder, Keith J. (25 January 1985). "The Air War in Afghanistan". Archived from the original on 15 March 2017. نه اخيستل شوی 24 March 2015.
  6. Urban, Mark (1988). War in Afghanistan. Houndmills, Basingstoke, Hampshire: Macmillan Press. pp. 225–226. ISBN 978-0-333-43263-1.
  7. Yakubovich, Nikolay. Boevye vertolety Rossii. Ot "Omegi" do "Alligatora" (Russia's combat helicopters. From Omega to Alligator). Moscow, Yuza & Eksmo, 2010, ISBN 978-5-699-41797-1, pp.164–173.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Yousaf او Adkin 1992، م. 174–80.
  9. "The Air War In Afghanistan". www.globalsecurity.org. Archived from the original on 15 March 2017.
  10. York, Geoffrey. The Globe and Mail, "Military Targets Are Elusive. Afghanistan Army Called a Haphazard Operation", 19 September 2001.
  11. Jane's Sentinel Security Assessment, 2001
  12. Никитенко Е. Г. (2004). Афганистан: От войны 80-х до прогноза новых войн (10000 экз ed.). Балашиха: Астрель. под ред. Захаровой Л. pp. 130–134. ISBN 5-271-07363-7.
  13. Flight Magazine 1990 or The Encyclopaedia of World Air Forces
  14. Flight Magazine or The Encyclopaedia of World Air Forces
  15. Orbis Publishing Ltd, 'Sukhoi Su-7 'Fitter' – Soviet Sledgehammer, 'Warplane, Vol. 2, Issue 21, p.413. More accurate information will be found in Gordon, Yefim (2004). Sukhoi Su-7/-17/-20-22: Soviet Fighter and Fighter-Bomber Family. Hinckley, UK: Midland Publishing. ISBN 1-85780-108-3.
  16. Urban, Mark (1988). War in Afghanistan. Houndmills, Basingstoke, Hampshire: Macmillan Press. pp. 225–226. ISBN 978-0-333-43263-1.