د افغانستان د اسلامي دعوت ګوند

د افغانستان د اسلامي دعوت تنظیم (په انګریزي ژبه: Islamic Dawah Organization of Afghanistan؛ په دري ژبه: تنظیم دعوت اسلامی افغانستان، Tanzim-e Dahwat-e Islami-ye Afghanistan) په افغانستان کې د عبدالرسول سیاف په مشرۍ سیاسي ګوند دی. دغه ګوند د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې د افغانستان د آزادۍ لپاره د اسلامي اتحاد (په انګریزي ژبه:Islamic Union for the Liberation of Afghanistan؛ په دري ژبه: اتحاد اسلامی برای آزادی افغانستان؛ Ittehad-e Islami bara-ye Azadi-ye Afghanistan) په نامه تاسیس شو چې اصلي موخه یې په افغانستان کې د اسلام پاله مخالفو ډلو د ځواکونو تر منځ د یووالي رامنځته کول و. ورته مهال په دغه چترۍ ډوله نوي سازمان کې په عملي بڼه یو لوی بدلون رامنځته شو او له مخې یې دغه سازمان په جلا سیاسي ګوند واوښت. دغه سازمان د «پېښور اووه» په نامه د افغان مجاهدینو د ائتلاف برخه و، چې په افغانستان کې یې د خلق دیموکراتیګ ګوند د دولت او د شوروي اتحاد د ځواکونو له حضور او همدارنګه یې د عراق د بعثي رژیم سره د مخالفو هېوادونو لکه متحده ایالاتو، پاکستان او د فارس خلیج له بېلابېلو عربي هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کولې. د سعودي عربستان د مالي مرستو پر مټ دغه سازمان وکولای شول په پام وړ کچه جنګیالي جذب کړي. عربو داوطلبه جنګیالیو هم د دغه سازمان د ملیشه وسله والو په کتار کې جګړه کوله. [۱][۲][۳][۴]

د افغانستان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲- ۱۹۹۶ زکال)

سمول

د ۱۹۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې د خلق دیموکراتیک ګوند د دولت له راپرځېدو وروسته ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامي دولت پر ضد چې په پېښور کې د مجاهدینو ترمنځ د سولې او د واکونو د وېش د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی و، د بمبارۍ عملیات پیل کړل. ورته مهال سعودي عربستان او ایران په سیمه کې د واک لرلو په موخه له یو بل سره د سیالانو په توګه د افغان ملیشه وسله والو له جلا ډلو ملاتړ وکړ. د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، «ایران د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د شیعه هزاره ګانو د وحدت ګوند له ځواکونو سره مرسته کوله او هڅه یې کوله څو د وحدت ګوند ځواک او نفوذ تر خپلې وروستۍ کچې پورې پراخ کړي». سعودي عربستان بیا د وهابي عبدالرسول سیاف په مشرۍ د اسلامي اتحاد له ډلې څخه ملاتړ کاوه. [۵][۶][۷]

د دغو دوه ملیشه وسله والو ډلو ترمنځ نښتې په یوې هر اړخیزې جګړې واوښتې. اتحاد او وحدت دواړو «له مقابلو اړخونو» څخه د ملکي وګړو او جنګیالیو په تښتونو لاس پورې کړ. د افغانستان اسلامي دولت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مکررې هڅې وکړې څو د دواړو غاړو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو د دوی ترمنځ به اوربند د څو ورځو په ترڅ کې بېرته مات کېده. د ۱۹۹۳ زکال په لومړیو کې وحدت ګوند د ګلبدین حکمتیار له ډلې سره لاس یو کړ او د کابل ښار بمبارولو ته یې مخه کړه. د ۱۹۹۳ زکال د فبروي په ۱۱مه د اتحاد ځواکونو د اسلامي دولت د افشارو په عملیاتو کې ونډه واخیسته چې موخه یې د وحدت ګوند له خوا د کابل د شمالي برخو بمبار ته د پای ټکي اېښودل و. له دغو بریالیو عملیاتو وروسته د وحدت ګوند ځواکونه اړ شول سیمه پرېږدي، خو د اتحاد وسله والو د ملکي وګړو په نښه کولو سره وضعیت لا پسې خراب کړ. د دغو عملیاتو پر مهال او له هغو وروسته شاوخوا ۷۰ تنه جنګیالي او ملکي وګړي ووژل شول. له عملیاتو وروسته د سیاف په مشرۍ د اتحاد ځواکونو شاوخوا ۹۰۰ کسان وتښتول چې له هغو څخه ۲۰۰ تنه یې د اتحاد قومندانانو ته د باج له ورکړې وروسته خوشي شول، خو له هغو څخه ۷۰۰ تنه نور یې هېڅکله خپلو کورونو ته را وه نه ګرځېدل. [۸]

په ۲۰۰۱ زکال کې د اتحاد مشر، عبدالرسول سیاف د شمالي ټلوالې او د طالبانو پر ضد د جګړې د قومندان احمدشاه مسعود د ترور په قضیه کې په لاس لرلو تورن شو.

د اتحاد ډله په ۲۰۰۵ زکال کې د یو سیاسي ګوند په توګه د افغانستان په عدلیې وزارت کې د اسلامي دعوت د نوي نوم په لرلو ثبت شوه. سیاف او د هغه ډله د کرزي د حکومت په متحدینو کې شامل شول. دغه ګوند د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پراخه نفوذ لري او ډیری غړي یې هم د همدغې ولسوالۍ پښتانه وګړي دي. له ایډیالوژیک پلوه دغه ګوند له ارتدکس اسلام څخه پیروي او له هغو ملاتړ کوي. [۹][۱۰]

سرچينې

سمول
  1. "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2013-05-24. نه اخيستل شوی 2013-03-26.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  2. "DESERT SHIELD AND DESERT STORM A CHRONOLOGY AND TROOP LIST FOR THE 1990–1991 PERSIAN GULF CRISIS" (PDF). apps.dtic.mil. Archived (PDF) from the original on April 12, 2019. نه اخيستل شوی 2018-12-18.
  3. "AFGHAN". www.hrw.org. نه اخيستل شوی 1 August 2017.
  4. "Press Backgrounder: Military Assistance to the Afghan Opposition (Human Rights Watch Backgrounder, October 2001)". www.hrw.org. نه اخيستل شوی 1 August 2017.
  5. Amin Saikal (2006). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (1st ed.). London New York: I.B. Tauris & Co. p. 352. ISBN 1-85043-437-9.
  6. "Blood-Stained Hands, Past Atrocities in Kabul and Afghanistan's Legacy of Impunity". Human Rights Watch. 6 July 2005.
  7. Gutman, Roy (2008): How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban and the Hijacking of Afghanistan, Endowment of the United States Institute of Peace, 1st ed., Washington DC.
  8. "Press Backgrounder: Military Assistance to the Afghan Opposition (Human Rights Watch Backgrounder, October 2001)". www.hrw.org. نه اخيستل شوی 1 August 2017.
  9. "Afghanistan Online: Political parties and leaders in Afghanistan". www.afghan-web.com. Archived from the original on 12 February 2009. نه اخيستل شوی 1 August 2017.
  10. Katzman, Kenneth (23 October 2013). Afghanistan: Post-Taliban Governance, Security, and U.S. Policy (PDF) (Report). Congressional Research Service. p. 79.