اراکوزیا (کندهار)
الکسندریه، اراکوزیا چي د الکساندروپولیس په نوم هم یادیږي (Ἀλεξανδρόπολις) په افغانستان کي د اوسني کندهار لرغونۍ نوم وو. دا یو له هغه شلو څخه زیاتو ښارونو څخه وو چې د یونان د لوی سکندر لخوا تاسیس او رامنځ ته سول. ددې ښار بنسټ تر میلاد 330 کاله ترمخه کښېښودل سو. [۱] اراکوشیا یا اراکوزیا په اصل کي د یونان د لرغوني اکامینید ، سیلیوید او پارتیان امپراتوریو ګډ نوم وو. د اراکوزیا د لرغوني ولایت مرکز د کندهار د ارغنداب درې په شاوخوا کي پروت وو. دغه ښار که څه هم چي له هندوکش څخه جلا وو خو ظاهراً د سیند تر سیند پوري ختیځ ته غځول سوی وو، او دقیق حد یې لا تراوسه روښانه سوی نه دی. [۲]
تاریخ
سموللنډیز
سمولد اراکوشیا یا اراکوزیا لرغونې سیمه په جغرافیه کي د هلمند ، ارغنداب ، ترنک او ارغستان سیندونو د اوبو ایستلو د حوزې د سیمې په توګه تعریف کیدلای سي. همدارنګه په شمال کي د غزني تر شاوخوا سیمو، سویل ته د ګیدروسیا په سیمه کي د ریګستان تر دښتې پوري، لويديځ ته د درنګيانا تر پولو او ختیځ ته د اټکل له مخي د بولان تر درې غځېدلی وو چي لویي سیمي یې په ځان کي رانغاړلې. اراکوشیا د برونزو د دورې راهیسې د افغانستان یو له مهمو سیمو څخه وه او داد هغه وخت سره سمون خوري کله چي د هلمند کلتور ( شاوخوا 3300شاوخوا 2500 BC) د منډیګک په ساحه کي مرکز درلود. د اوسني عصري کندهار شاوخوا سیمي تر میلاد مخکي د لومړي زریزې په اوایلو کي د پام وړ وده وکړه، او د لرغونو لوښو د تاریخ له مخي په سیمه کي د میشته کیدو لپاره د خلکو مدنیت له میلاد څخه 1000_700 مخکي رامنځ ته سوی دی. دا ممکنه ده چې سیمي ته مهاجرین د مونډیګک او د کندهار د زوال له امله کډوال سوي وي. وروستنۍ لویې قلعې چې داخلي 14 متره یا 46 فوټه دفاعي دېوالونه لري د افغانستان یا سویلي آسیا په سیمو کي د نورو ټولو پیژندل شویو ښارونو څخه مخکي یا ممکن د منځنۍ آسیا د اوسپنې دورې د جوړښتونو سره تړاو ولري. [۳]
د شپږمې پیړۍ په نیمایي کي اراکوزیا د نوي اکیمینید امپراتورۍ تر کنټرول لاندي راغله. د دوی په واکمنۍ کي د کندهار ښارګوټی پراخ او بیا ورغول سو، او د داخلي دیوالونو په مرسته په کوټو باندي ووېشل سو، همدا ډول یوه لویه کلا هم د لاسي کار په واسطه جوړه سول. د اراکوزیا دغه سیمه شاید د هاراوتیس سیمه ایزه پلازمینه اچمینیډ وو،لکه څنګه چي په ایلایټ ژبه کي هم د حساب ورکوني ټابلیټونو ټوټې بلل کیږي چي د لرغوني افغانستان په پلازمینه کي په پرسیپولیس کي د مساوي ټابلیټونو سره ورته والی لري؛ د پارسیپولیس په خزانه کي ځیني اثار لکه د تیږو لوښي او هاوان او مرمۍ ، د همدغه اراکوزیا څخه سرچینه اخلي. د کندهار ښار ښايي د 400 مخکي تر میلاد په شاوخوا کي کمښت تجربه کړی وی. [۴]
هیلینسټیک دوره
سمولد مقدونیې پاچا سکندر اعظم په ۳۳۳ مخکي تر میلادي کال پر آخمیني امپراتورۍ یرغل ترسره کړ. د Issus په کلیدي جګړو کي دریم داريوش پاچا تر میلاد 333 کاله ترمخه له اسکندر څخه ماته وخوړه، سکندر د بابل لوی ښارونه سوسا او پرسیپولیس ونیول، او په 330 مخکي تر میلاد کي یې په باختر کي د بیسوس په مشرۍ د پاته پارسي ځواکونو سره د مقابلې لپاره ختیځ ته حرکت وکړ. [۵] نوموړی د اکتوبر په میاشت کي اراکوزیا ته ورسید. په سیمه کې د هغه چټک تګ چي د نومبر په وروستیو کي ترسره سوی دی دا په ګوته کوي چي د کندهار ساحه بېله سختي جګړې نیول سوې ده. [۶] د الکساندر تاریخ لیکونکو په همدې اساس یادي سیمي ته لږ اهمیت ورکړ، او د تاریخ لیکونکي پیټر فریزر په وینا د آرین ((لرغوني افغانستان)) له سیمي سره ددوی چلند سوړ وو. [۷] د الکساندر په اړه د پنځو مخکښو پخوانیو لیکوالانو (اریان، پلوټارک ، ډیوډورس سیکولس ، کورټیوس روفس ، او جسټین ) څخه هیڅ یوهم دا یادونه نه کوي چي اسکندر په اراکوزیا کي یو ښار جوړ کړی وي، او نه هم د ابتدايي هیلینیسټیک جغرافيه پوهانو دا خبره کړې ده. خو ورته ادعا د ډیری نورو کوچنیو ښارونو لپاره شتون لري چې د لوی سکندر لخوا تاسیس شوی . [۸]
اوسنی سیمه
سمولپه اراکوزیا د الکساندریا یا لرغوني کندهار پاتي شوني نن د عصري ښار په لویدیځه برخه کي د زاړه کندهار قلعه کي موندل سوي دي. دا کلا د 1970 کلونو په اوږدو کې د سویلي آسیا مطالعاتو لپاره د برتانوي ټولنې لخوا وکیندل سوه او د 2008 څخه تر 2009 پوري چي امنیت نسبتا ښه وو څېړني پکښي وسوې. یادي کیندني ښیي چي اسلامي دیوالونه د کلاسیک وختونو پر بنسټ ولاړ وو، او دا په ګوته کوي چي کیدای سي د مربع (ټیتراګونس) په شکل دغه ښارګوټي جوړ سوی وي، مګر یو د غیر معمولي توپوګرافي لخوا خورا ډیر بدل سوی ایسي. ددغه یوناني ښارګوټي سره نږدې د مثلث شکل لرونکي برخه د بودایی دورې ګڼل کيږي. په یاده کلا کي تر اوسه پوري هیڅ یوناني ودانۍ نه ده موندل سوې، مګر ډیری سکې ، لیکونه او قبرونه پکښي شتون لري.
- ↑ . 2004.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Schmitt 1986.
- ↑ Ball 2020، مم. 360–361.
- ↑ Helms 1997، مم. 91–92.
- ↑ Lane Fox 2004.
- ↑ Helms 1997، م. 92.
- ↑ Fraser 1996، م. 132.
- ↑ Fraser 1996، م. 109.