د هخامنشیانو ټولواکمني

هخامنشي سترواکي چې د لومړۍ پارسي سترواکۍ په نوم هم پېژندل کېږي، لرغونې ايراني سترواکي وه چې مرکز يې په لويديځه اسيا کې و او بنسټ يې له زېږد مخکې په ۵۵۰ کې لوی کوروش اېښی و. دا سترواکي د خشايار لومړي د واکمنۍ پر مهال خپلې بشپړې پراختيا ته ورسېده، هغه د مرکزي او شمالي لرغوني يونان ډېرې برخې ونيولې. د خپلې ځمکې د ډېرې پراختيا پر مهال، هخامنشي سترواکي په لويديځ کې له بالکان او ختيځې اروپا نه په ختيځ کې د سیند تردرې پورې غځېدلې وه. دا سترواکي په تېر تاريخ کې له هرې بلې سترواکۍ پراخه او په پنځه اعشاريه پنځه ميليونه کيلو متر مربع (دوه اعشاريه يو ميلیون مربع ميله) ځمکه خپره وه.[۴]

د هخامنشیانو ټولواکمني
۵۵۰ مخزېدیز–۳۳۶ مخزېږدیز

د ستر کورش رپی

د هخمانشیانو ټولوکامني ۵۰۰ کاله مخکې له زېږدیزه د داریوش ۱ د واکمني پر محال ډیر پرمختگ وکړ.
پلازمینه پاسارگاد, هگمتانه, د جمشید پلاز, شوش, بابل
ژبه(ی) لرغونې پاړسي
شاهي ارمني[۱]
ایلامي
اکدي[۲]
دین زرتشتيت
دولت Monarchy
شاهنشاه
 - ۵۵۹–۵۲۹ BCE (first) کوروش ۲
 - ۳۳۶–۳۳۰ BCE (last) دیریوش ۳
تاریخ
 - پیل 550 مخزېږدیز (Cyrus the Great overthrew Astages of Media)
 - Construction starts at Persepolis 515 BCE
 - Conquest of Egypt by Cambyses II 525 BCE
 - Greco-Persian Wars 498–448 BCE
 - Conquered during Wars of Alexander the Great 336 مخزېږدیز (Alexander the Great conquers Persia)
 - Darius III is killed by Bessus 330 BCE
پيسی داریک او سیگلوی
وړاندې
ورپسې
د ماد واکمني
Neo-Babylonian Empire
لیدیه
Twenty-sixth dynasty of Egypt
Macedonian Empire
نن برخه د

د سترواکۍ پيل له زېږد مخکې په اوومه پېړۍ کې هغه مهال شوی و، کله چې پارسيان د پارس په سيمه کې د ايراني لوړو په سويل لويديځه برخه کې مېشت شول. کوروش راپورته شو او ماد سترواکۍ ته يې ماتې ورکړه، چې له دې مخکې د دې ځای پاچا و. ليديا او نوي بابلي سترواکۍ يې هم ماتې کړې او له هغه وروسته يې په رسمي ډول د هخامنشي سترواکۍ بنسټ کېښود.[۵]

هخامنشي سترواکي د يوې متمدنې او سياسي ادارې د بريالۍ نمونې په جوړولو سره شهرت لري، دا چاره يې د واليانو په کارولو، کلتوري تګلارو، د سړکونو او ډاګ خونو( پوسته خانو)د نظام په څېر زېربناوو په ودانولو، په خپلو ټولو سيمو کې د يوې رسمي ژبې کارولو او د يوه ستر مسلکي پوځ په ګډون ملکي چوپړتياوو ته د ودې ورکولو په مټ تر سره کړه. له دې سترواکۍ وروسته نورو سترواکيو هم د دوی له برياليتوبونو نه الهام واخيست. [۶]

ستر سکندر چې د ستر کوروش يو له ستايونکو نه دی، له زېږد مخکې ۳۳۰ کې د هخامنشي سترواکۍ ډېرې سيمې ونيولې. د سکندر له مرګ سره سم، د سترواکۍ ډېرې پخوانۍ سيمې بطليموسي او سلوکي پاچهيو لاندې کړې. د مرکزي لوړو پارسي سيمو ايراني مشرانو له زېږد مخکې دويمه پېړۍ کې د اشکاني سترواکۍ تر مشرې لاندې بيا واک په لاس کې واخيست. [۷][۸][۹]

نوم

د هخامنشي ټکي معنا ده«د هخامنشيانو کورنۍ یا هخامنشيان) دا نوم يو داسې ترکيب دی چې «د ملګري دماغ لرل» په معنا ژباړل کېدای شي. هخامنش په خپله د ايران په سويل لويديځ کې په اوومه پېړۍ کې د انشان سيمې يو کوچنی واکمن او د اشور اوسېدونکی و.[۱۰]

له زېږد مخکې ۸۵۰ کې هغو اصلي کوچيانو چې دا سترواکي يې  پيل کړه، خپل ځانونه يې پارسا بلل، خپلوهغو سيمو ته یې د پارسوا نوم ورکړ، چې د تل لپاره د بدلون په حال کې وې او د ډېر وخت لپاره د پارس په شا اوخوا کې وو. د «پرشيا» نوم، د اصلي ټکي يوناني او لاتنیي تلفظ دی، د هغو خلکو هېواد ته ويل کيږي چې، له پارسي نه سرچينه اخلي. د پارسي د «Xšāça» اصطلاح معنا ده «سترواکي»، هخامنشيانو دا اصطلاح د دوی څو قومي دولت ته کاروله.[۱۱][۱۲]

تاريخچه

سرچینه

پارس ملت، له يو شمېر قومونو جوړ دی چې نوملړ يې دا دی: پاسارګاديان، مرافيان، ماسپيان چې نور ټول قومونه په دې پورې تړلي دي. د دوی له منځه پاسارګاديان تر ټولو نامتو دي، د هخامنشيانو قبيله هم په دوی پورې تړلې ده چې پارسيد پاچايان له دوی سرچينه اخلي. نور قومونه يې پانتيالايي، دروسيايي او  جرماني، ټول د دې خاورې اړوند دي، پاتې يې دای مردي، درويچي او ساګارتي دي چې کوچيان دي. هيرودوت، تاريخونه ۱.۱۰۱ او ۱۲۵

هخامنشي سترواکي، د کوچي ايرانيانو نه جوړه شوې وه. پارسيان ايراني خلک دي چې ايران ته له زېږد مخکې ۱۰۰۰ کې راغلي وو. د شمال لويديځ ايران په سيمو کې مېشت شول چې د زاګراس او پارس د غرونو په لړۍ کې د ايلاميانو تر څنګ مېشت شول. د څو پېړيو لپاره دوی د اشور د سترواکۍ لاندې و (له زېږد مخکې ۹۱۱-۶۰۹) د کومې مرکز چې شمالي بين النهرين و .پارسيان د لويديځ ايران په لوړو کې مېشت اصلي کوچيان وو. هخامنشي سترواکي لومړۍ ايراني سترواکي نه وه، ځکه چې د ايرانيانو يوه بله ډله ميديانو هم د لنډې مودې سترواکي جوړه کړې وه، چا چې د اشوريانو په رانسکورولو کې مهمه ونډه درلوده. [۱۳][۱۴]

هخامنشيان په لومړي سر کې د اوسني مرودشت ښار سره نژدې د عيلامي ښار انشان واکمنان و، د «د انشان پاچا» لقب، له مخکيني ايلامي «د شوش او انشان پاچا» نه اخیستل شوی دی. د انشان د لومړيو پاچايانو د پېژندګلوي په اړه ضد او نقيض نظرونه دي. د کوروش د استوانې تر مخې (د هخامنشيانو تر ټولو لرغونې پاتې نسب نامه) د انشان پاچايان تيسپس، لومړی کوروش، لومړی کمبوجيه او دويم کوروش و چې د ستر کروش په نوم پېژندل کېږي، چا چې د دې سترواکۍ بنسټ اېښی (د بيستون وروستی ډبرليک، چې ستر داريوش لیکلی، ادعا کوي چې، تيسپ د هخامنش زوی و او دا چې داريوش هم د يوې بلې ليکې له اړخه د تيسپس له نسل نه دی، خو هېڅ پخواني متن کې د هخامنش يادونه نه ده شوې). د هيرودت په تاريخونو کې هغه ليکلي چې، ستر کوروش د لومړي کمبوجيه او د ماد د ماندان زوی و، دا ښځه بيا د ماد د سترواکۍ د پاچا استياګ لور وه.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

جوړېدل او پراختيا

کوروش له زېږد مخکې په ۵۵۳ کې د ماد سترواکۍ پر وړاندې پاڅون وکړ، له زېږد مخکې به ۵۵۰ کې ماد ته په ماتې و رکولو بريالی شو، استياګ يې ونيو او د ماديانو مرکزي ښار اکباتانا يې هم تر لاسه کړ. کله چې کوروش د اکباتانا واک تر لاسه کړ، خپل ځان يې د استياګ ځای ناستی اعلان کړ او د ټولې سترواکۍ واک يې په لاس کې واخيست. د استياګ د سترواکۍ له تر لاسه کولو وروسته، هغه ته له ليديا او نوې بابلي سترواکۍ سره د ځمکې پر سر شخړې هم په میراث کې پاتې شوې.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۱]

د ليديا پاچا کرزوس په کوچنۍ اسيا کې د ماديانو د پخواني قلمرو د ځمکو پر لور د وړاندې تګ هڅه وکړه. کوروش نه يوازې دا چې د هغه پر وړاندې يې بريد رهبري کړ او د کرزوس د پوځ په وړاندې يې جګړه وکړه، بلکې سارديس يې ونيو او له زېږد مخکې ۵۴۶ کې د ليديانو پاچهي نسکوره شوه. کوروش په ليديا کې د خراج د راټولولو لپاره پکتيس د مسظول په توګه وټاکه او له سيمې ولاړ، خو کله چې کوروش ولاړ، پکتيک د کوروش پر ضد بغاوت وکړ. کوروش مادي قوماندان مازارس د دې پاڅون سره د مقابلې لپاره واستاوه او پکتيس د بندي په توګه ونيول شو. مازارس او د هغه له مړينې وروسته هارپاګ د ټولو هغو ښارونو د کمولو لپاره لاس په کار شو، چې په بغاوت کې يې ګډون کړی و. د لیديا لاندې کولو نږدې څلور کاله وخت ونيو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۶][۲۷][۲۹][۲۵]

کله چې په اکباتانا کې واک له ماديانو نه د پارسیانو لاس ته ورغی، د مادي سترواکۍ ډېرو مرستندويانو باور وکړ چې، د دوی حيثيت بدلون موندلی او د کوروش پر ضد يې پاڅون او بغاوت وکړ. دې چارې کوروش اړ کړ چې، د باختري او په مرکزي اسيا کې د ساکي کوچيانو پر ضد جګړې وکړي. د دې جګړو په اوږدو کې، کوروش په منځنۍ اسيا کې ګڼ لښکرګاوي ښارونه جوړ کړل چې يو يې کوروپليس دی.[۳۰][۳۱][۳۲]

تاریخ

 
د داریوش ماڼی (آپادانا)

کوروش یا ستر کوروش ( فارسی: کوروش بزرگ) د مادی امپراطوری یو تبعه وو چه د مادی د سیاستو تر زوال وروسته د مادی پر پاچا برید وکړ او په جگړه کې یی د مادی پاچا ته ماته ورکړه. کوروش د خپل بریالیتوب وروسته خپله اردو لیدیه (ترکی)، بابل (عراق) او باختر (افغانستان) ته ولیږل او خپل پاچایی یی پراخه کړه. کوروش ډېر معرفت او زغمناک امپراتور وو.کوروش عموما په بابل کښې حکومت وکړ خو په ۵۳۰ کال کې په پاسارگادا کې نوی مقر تاسیس کړ. دکوروش تر وفات وروسته زوی یی کمبوجیه ۲ د هخامنشانو پاچا شو. کمبوجیه غوښتل چه خپل ځواک تینگ کړی او د دې لپاره یی څپل ورور چه نوم یی بردیا وو، مړ کړ. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی کمبوجیه ۲ پر مصر برید وکړ او د مصر پاچا ته ماته ورکړه. تر جگړې وروسته ټول مصر د کمبوجیه لاس ته ورغی.مگر په دې وخت کښې د ایران په مرکز کښې قیام پېل شو او کمبوجیه مجبور شو ایران ته پریږوی. مگر په فلسطین کې یی وفات وکړ. د کمبوجیه تر وفات وروسته داریوش ۱ د هخامنشانو پاچا شو. داریوش ۱ د هخامنشانو د امپراتوری پر اقتصاد او اداری برخه کی ښه اغېره لرل. داریوش ۱ هم نوی مقر چه د تخت جمشید په نوم يادېږی، تاسیس کړ.

ژوند د هخامنشیانو په واکمنی کی

د هخامنسیانو په پاچایی کی د پاچا ماڼی مهم مرکز وو. په ماڼی کی پاچا د کوړنی سره ژوند کاوه. په دی وخت کی د هخامنشیانو حکمرانو زیات پلازمینې لرلې پاچا هر فصل د ښار څخه ښار ته کډه کاوه. پاچا په ژمی کی په جنوبی ایران ( تخت جمشید, پاسارگاد) کی او په اوړی کی په غرونو کی ژوند کاوه. د هخامنسیانو پاچا یوازې ښکاری کاوه او جگړه کاوه. د واکمنی اوسېدونکی د پاچا رعایا ول.د هخامنشیانو د حکمرانان په نظر د انسان وضع د هخامنشیانو په تولنه کی د انسان په جټه کی ول. د دی معنی دا وه چی هر حکمران باید د حکمرانانو جټه ( وینه ) ولری. په دی وخت کی هر نارینه کولای سول زیاتی ښځی ولری. د هخامنسیانو حکمرانانو په حریم کی تقریبا ۳۰۰۰ ښځو درلودل. خلکو اجازه وه چی خپلوی واده وکړی. د تبعو د اشرافو ماشومانو مجبور شول چی د پاچا په ماڼی کی ژوند وکړی او د دی لپاره د تبعو اشراف نسول کولای د پاچا په خلاف قیام وکړی.

سرچینې

  1. Josef Wiesehöfer, Ancient Persia, (I.B. Tauris Ltd, 2007), 119.
  2. Harald Kittel, Juliane House, Brigitte Schultze (2007). Traduction: encyclopédie internationale de la recherche sur la traduction. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 1194–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783110171457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography by Pirouz Mojtahed-Zadeh, page 119
  4. Sampson, Gareth C. (2008). The Defeat of Rome: Crassus, Carrhae and the Invasion of the East. Pen & Sword Books Limited. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84415-676-4. Cyrus the Great, founder of the First Persian Empire (c. 550–330 BC). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sacks, David; Murray, Oswyn; Brody, Lisa (2005). Encyclopedia of the Ancient Greek World. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Schmitt, Rüdiger (21 July 2011). "Achaemenid Dynasty". Encyclopædia Iranica.  
  7. Ulrich Wilcken (1967). Alexander the Great. W.W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-00381-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Taagepera, Rein (1979). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Size and Duration of Empires: Growth-Decline Curves, 600 B.C. to 600 A.D"]. Social Science History 3 (3/4): 123. doi:10.2307/1170959. "A superimposition of the maps of Achaemenid and Alexander's empires shows a 90% match, except that Alexander's realm never reached the peak size of the Achaemenid realm.". 
  9. Sacks, David; Murray, Oswyn; Brody, Lisa (2005). Encyclopedia of the Ancient Greek World. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Curtis, Vesta Sarkhosh; Stewart, Sarah (2010). The Sasanian Era. I.B.Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85773-309-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Jamie Stokes (2009). Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East, Volume 1. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7158-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Shapour Shahbazi, Alireza (2012). Daryaee, Touraj (المحرر). The Oxford handbook of Iranian history. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 131. doi:10.1093/oxfordhb/9780199732159.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-973215-9. Although the Persians and Medes shared domination and others were placed in important positions, the Achaemenids did not—could not—provide a name for their multinational state. Nevertheless, they referred to it as Khshassa, "the Empire". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Van de Mieroop, Marc (25 June 2015). A history of the ancient Near East ca. 3000–323 BC (الطبعة Third). Chichester, West Sussex, UK. OCLC 904507201. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-71817-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Brosius 2006، ص. 3.
  15. Briant 2002، ص. 15.
  16. Briant 2002، ص. 16.
  17. Brosius 2006، ص. 6.
  18. Briant 2002، ص. 17.
  19. Nabonidus Cylinder I.8–II.25
  20. Nabonidus Chronicle II.1–4
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Briant 2002، ص. 31.
  22. Briant 2002، ص. 34.
  23. Briant 2002، ص. 33.
  24. Herodotus, Histories I.72, I.73
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Briant 2002، ص. 35.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Brosius 2006، ص. 11.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Briant 2002، ص. 37.
  28. Herodotus, Histories I.154
  29. Briant 2002، صص. 37–38.
  30. Justin, Epitome I.7
  31. Briant 2002، ص. 39.
  32. Briant 2002، ص. 40.