زړه يوناني

لرغوني يوناني يا زړه يوناني (Ἑλληνική Hellēnikḗ ) د اندو اروپايي ژبډلې د هیلنیسټیک ژبو د څانګې يوه ژبه ده چې په یونان کې د نهمې پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې په یونان کې شتون درلود. لرغونی یوناني ادب د هومر له وخته راپیل شوی. د رینسانس دورې او ساینسي پرمختګونو په جریان کې، لرغونې یوناني ژبه د ساینسي نومونو لپاره کارول کېده، په ځانګړې توګه د بیالوژي په برخه کې. دا ژبه په لرغوني یوناني الفبا لیکل شوې وه.

زړه يوناني
Ἀρχαία Ἑλληνική (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
Hellenic (en) ژباړل[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
سیمييزتوب د
ليکدود
يوناني ابېڅې[۴] ( القرن 8 "م.ز" – )
Linear B (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
د ژبې کوډ
grc ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
ځایناستی
نور اړين مالومات
برخې
د هومر اوډیسي پیل

لرغونې يوناني ژبه د خپل بډايه ادب له امله لا هم ډېر مينه وال لري. د نړۍ ډېری خلک غواړي چې د هومر، سوفکلس او ایشیلوس ارزښتناک اثار په هغه ژبه کې مطالعه کړي چې دا ادب په کومه ژبه کې رامینځته شوی. برسېره پردې، د دې ژبې لغاتونه لاهم د ساینسي او فلسفي نومونو لپاره کارول کیږي.

په تورکیه کې د ترابزون په شاوخوا کې د یو شمېر کلیو مسلمان اوسېدونکي په یوناني ژبه خبرې کوي چې زړې یوناني ژبې ته ډېره ته نږدې ده. [۶] [۷]

الفبا

سمول

یوناني الفبا ۲۴ توري لري، چې لاندې له ښي څخه کیڼ لوري ته ليکل شوي:

لوی توري
Α Β Γ Δ Ε Ζ Η Θ Ι Κ Λ Μ Ν Ξ Ο Π Ρ Σ Τ Υ Φ Χ Ψ Ω
کوچني توري
α β γ δ ε ζ η θ ι κ λ μ ν ξ ο π ρ σ/ς τ υ φ χ ψ ω
  • Α α: آلفا
  • Β β: بتا
  • Γ γ: گاما
  • Δ δ: دلتا
  • Ε ε: اپسیلن
  • Ζ ζ: زتا
  • Η η: اتا
  • Θ θ: تتا
  • Ι ι: یوتا
  • Κ κ: کاپا
  • Λ λ: لامبدا
  • Μ μ: موو
  • Ν ν: نوو
  • Ξ ξ: کی سی
  • Ο ο: اُمیکرون
  • Π π: پی
  • Ρ ρ: رو
  • Σ σ/ς: سیگما
  • Τ τ: تاو
  • Υ υ: آپسیلن
  • Φ φ: فی
  • Χ χ: خی
  • Ψ ψ: پسی
  • Ω ω: اُمگا

سرچينې

سمول
  1. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/grc.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Archaeology & Language. Page(s): 62. Publisher: Pimlico. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۸.
  4. ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 301. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  5. "اېتنولوګ" (په انګليسي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. "Against all odds: archaic Greek in a modern world". {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); Check date values in: |لاسرسي نېټه= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |سرچينې تړی= ignored (help)
  7. "Jason and the argot: land where Greek's ancient language survives". {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); Check date values in: |لاسرسي نېټه= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |سرچينې تړی= ignored (help)