بیولوژي د ژوند علمي مطالعه ده. دا یو طبیعي علم دی چې پراخه ساحه لري مګر ګڼ داسې رایوځای کوونکي موضوعات لري چې د یوه واحد او منسجم علمي ډګر په توګه یې سره تړي. د بېلګې په توګه، ټول ژوندي موجودات له داسې حجرو څخه جوړ شوي چې په جینونو کې کودګذاري شوي هغه ارثي معلومات پروسس کوي، کوم چې راتلونکو نسلونو ته لېږدول کېدای شي. بله لویه موضوع تکامل دی، چې د ژوند یووالی او تنوع تشریح کوي. د انرژۍ پروسس هم د ژوند لپاره مهم دی ځکه ژوندیو موجوداتو ته دا شونتیا وربښي چې حرکت وکړي، وده وکړي او تولید مثل وکړي. بالاخره، ټول ژوندي موجودات د دې توان لري چې خپل داخلي چاپېریالونه تنظیم کړي.[۳][۴][۵][۶][۷]

بیولوژي پوهان کولی شي په څو کچو کې ژوند مطالعه کړي. د حجرو له مالیکولي بیولوژي څخه نیولې د نباتاتو او حیواناتو تر اناتومي او فیزیولوژي او د نفوسو تر تکامل پورې. په دې توګه، په بیولوژي کې ګڼې فرعي څانګې شته دي، چې هره یوه یې د دوی د څېړنې د پوښتنو او هغو وسایلو له مخې تعریف شوې، چې دوی یې کاروي. د نورو ساینس پوهانو په څېر، بیولوژیستان هم له ساینسي میتود څخه کار اخلي ترڅو مشاهدې وکړي، پوښتنې رامنځته کړي، فرضیې رامنځته کړي، تجربې وکړي، او د شاوخوا نړۍ په اړه پایلو ته ورسېږي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د ځمکې پر سر ژوند، چې له ۳.۷ میلیارد کاله زیاتې مودې راهیسې پیل شوی، خورا متنوع دی. بیولوژیستانو هڅه کړې چې د ژوند بېلابېل ډولونه مطالعه او طبقه بندي کړي، چې له پروکاریوټیک ارګانیزمونو لکه آرکیا او باکتریا څخه نیولې تر یوکاریوټیک ارګانیزمونو لکه پروټیسټ، فنجي، نباتاتو او حیواناتو پورې پکې شاملېږي. دا مختلف ژوندي موجودات د ایکوسیستم له بیولوژیکي تنوع سره مرسته کوي او د خپل بایوفزیکي چاپېریال له لارې د غذايي موادو او انرژۍ په چرخه کې تخصصي رول لوبوي.[۱۲]

د کلمې ریښه پېژندنه

بیولوژي له لرغونې یوناني کلمې βίος چې رومي بڼه یې bíos او معنا یې 'ژوند' ده، او همدا راز له λογία چې رومي بڼه یې logía او معنا یې 'پوهنه یا د مطالعې څانګه' یا 'خبرې کول' دي، اخیستل شوې ده. دا دوې کلمې په ګډه βιολογία کلمه چې رومي بڼه یې biología او معنا یې 'بیولوژي' ده، جوړوي. سره له دې هم، د βιολογία  اصطلاح په ټولیز ډول په لرغوني یونان کې موجوده نه وه. لومړۍ کلمه چې له دې کلمې پکې کار واخیستل شو، د انګلیسي او فرانسوي ژبو بیولوژي (biologie) وه. په تاریخي لحاظ په انګلیسي کې د بیولوژي لپاره بله اصطلاح کارېده، چې هغه lifelore وه او اوسمهال په ندرت سره کارېږي.[۱۳][۱۴]

تاریخچه

د ساینس لومړنۍ ریښې، چې درمل پکې شامل وو، په شاوخوا ۳۰۰۰ تر ۱۲۰۰ مخزېږد کلونو کې په لرغوني مصر او بین النهرین کې موندل کېدای شي. د دوی ونډه اخیستنې بیا وروسته د کلاسیکې لرغونتیا یوناني طبیعي فلسفې ته ننوتې او بڼه یې ورکړه. پخوانیو یوناني فیلسوفانو لکه ارسطو (۳۸۴-۳۲۲ مخزېږد) د بیولوژیکي پوهې په پراختیا کې پراخه ونډه اخیستې. د هغه اثار، لکه د حیواناتو تاریخ، په ځانګړي ډول مهم وو ځکه د هغه طبیعي تمایلات او وروسته نور تجربوي اثار چې د بیولوژیکي لاملونو او د ژوند پر تنوع یې تمرکز و، روښانه کړل. په لیسیم کې د ارسطو ځایناستي، تیوفراستس، د نباتاتو په اړه یو لړ کتابونه لیکلي چې د نبات په علومو کې د لرغونې دورې ترټولو مهمې ونډې اخیستنې په توګه ان تر منځنیو پېړیو پورې ژوندي پاتې شوي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د منځنۍ دورې د اسلامي نړۍ پوهانو چې د بیولوژي په اړه یې لیکل کړي دي، الجاحظ (۷۸۱-۸۶۹)، ابوحنیفه دینوري (۸۲۸-۸۹۶)، چې د نباتاتو په اړه یې لیکل کړي، او ابوبكر محمد بن زكرياء الرازي‎ (۸۶۵-۹۲۵) چې د اناتومي او فیزیولوژي په اړه یې لیکل کړي، پکې د یادولو وړ دي. طب په ځانګړې توګه د یوناني فیلسوفانو د دودونو په اړه د اسلامي پوهانو په اثارو کې په ښه توګه مطالعه شوی، په داسې حال کې چې طبیعي تاریخ د ارسطو فکر ته، په ځانګړې توګه د ژوند د یوې ثابتې سلسلې د ساتلو په برخه کې، خورا زیاته پاملرنه کړې.[۲۰]

بیولوژي د انتون وان لیوین هویک (Anton van Leeuwenhoek) د مایکروسکوپ له ډراماتیک پرمختګ سره په چټکۍ سره وده او پرمختګ وکړ. دا هغه وخت و چې پوهانو سپرماتوزوا، باکتریا، انفیسوریا او د مایکروسکوپي ژوند تنوع کشف کړل. د جان سویمرډم (Jan Swammerdam) څېړنې د حشره پېژندنې (entomology) په برخه کې د نوې لېوالتیا لامل شوې او د مایکروسکوپي تحلیل او تشریح او داغ ورکولو د بنسټیزو تخنیکونو په پراختیا کې یې مرسته وکړه.[۲۱]

اساسات

کیمیاوي اساس یا بنسټ

اتومونه او مالیکولونه

ټول ژوندي موجودات له مادې څخه جوړ شوي او ټولې مادې له عناصرو څخه جوړې شوې دي. اکسیجن، کاربن، هایدروجن او نایتروجن هغه څلور عناصر دي چې د ټولو ژوندیو موجوداتو ۹۶٪ برخه جوړوي، او کلسیم، فاسفورس، سلفر، سوډیم، کلورین، او مګنیزیم یې پاتې ۳.۷٪ برخه جوړوي. بېلابېل عناصر ښایي سره یو ځای شي چې مرکبات جوړ کړي، لکه اوبه چې د ژوند لپاره بنسټیز توکی دی. په ځمکه کې ژوند له اوبو څخه پیل شو او ځمکې ته له راتګ دمخه شاوخوا درې ملیارده کاله هلته پاتې شو. ماده په بېلابېلو حالتونو جامد، مایع یا ګاز بڼو موندل کېدای شي[۲۲][۲۳]

اوبه

ژوند د ځمکې له لومړي بحر څخه، چې شاوخوا ۳.۸ میلیارده کاله وړاندې رامنځته شو، پیل شوی دی. له هغه وخت راهیسې، اوبه په هر ژوندي موجود یا ارګانېزم کې ترټولو بډایه یا زیات موندل کېدونکی مالیکول دی. اوبه د ژوند لپاره ځکه مهمې دي، چې دا یو اغېزناک محلول دی او د نورو حل شوو اجسامو یا املاحو لکه سوډیم او کلورایډ ایونونو یا نورو کوچنیو مالیکولونو د حل کولو توان لري ترڅو د یو اوبلن محلول جوړ کړي. دا محلولونه کله چې په اوبو کې منحل شي، ډېر احتمال لري چې له یو بل سره اړیکه ونیسي او له همدې امله په کیمیاوي تعاملاتو کې برخه اخلي او د ژوند د دوام لامل کېږي.[۲۴][۲۵]

عضوي مرکبات

عضوي مرکبات هغه مالیکولونه دي چې د هایدروجن په څېر له بل عنصر سره تړلی کاربن لري. د اوبو په استثنا سره، نږدې ټول مالیکولونه چې هر ژوندی موجود یا ارګانېزم جوړوي، کاربن لري. کاربن شپږ الکترونونه لري، چې دوه یې په لومړي لایه کې موقعیت لري او څلور نور الکترونونه یې په ظریفه یا ولانس لایه (valence shell) کې پاتې کېږي. په دې توګه، کاربن کولی شي له څلورو نورو اتومونو سره کووالنټي (covalent) اړیکه جوړه کړي، چې د ځمکې پر مخ تر ټولو هر اړخیز اتوم جوړوي ځکه دا توان لري چې متنوع، لوی او پیچلي مالیکولونه جوړ کړي. د مثال په توګه، یو واحد کاربن اتوم کولی شي څلور تنهایي کووالنټي اړیکې جوړې کړي لکه په میتان کې، همدا راز دوې دوې غبرګې کووالنټي اړیکې لکه په کاربن ډای اکسایډ (CO2) کې، یا درې ګونې کووالنټي اړیکه لکه په کاربن مونو اکساید (CO). پر دې سربېره، کاربن کولی شي د کاربن - کاربن اړیکو وصل شوي اوږده ځنځیرونه جوړ کړي لکه اوکتان یا حلقوي جوړښتونه لکه ګلوکوز.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

حجرې

د حجرو تیوري یا نظریه وايي چې حجرې د ژوند بنسټیز واحدونه دي او ټول ژوندي موجودات له یوې یا ډېرو حجرو څخه جوړ شوي دي او ټولې حجرې بیا د حجرو د وېش له لارې له مخکې موجودو حجرو څخه رامنځته کېږي. ډېری حجرې خورا کوچنۍ دي، چې قطر یې له ۱ څخه تر ۱۰۰ مایکرو مېترونو پورې رسېږي او له همدې امله یوازې د رڼا یا الکترون مایکروسکوپ لاندې لیدل کېږي. په ټولیزه توګه، دوه ډوله حجرې شته دي: یوکاریوټیک حجرې چې یوه هسته لري او پروکاریوټیک حجرې چې هسته نه لري. پروکاریوټونه د واحدو حجرو ژوندي موجودات دي لکه باکتریا، په داسې حال کې چې یوکاریوټونه ښایي یو حجروي یا څو حجروي وي. په څو حجروي ژوندیو موجوداتو یا ارګانیزمونو کې، د ژوندي موجود په بدن کې هره حجره بالاخره په القاح شوې هګۍ کې له یوې حجرې څخه اخیستل کېږي.[۳۰][۳۱]

میتابولیزم

ټولې حجرې د حجروي پروسو ساتلو لپاره انرژۍ ته اړتیا لري. انرژي د کار کولو ظرفیت دی، کوم چې په ترموډینامیک کې، د ګیبس (Gibbs) ازادې انرژۍ په کارولو سره محاسبه کېدای شي. د ترموډینامیک د لومړي قانون له مخې، انرژي ساتل کېږي، یعني دا چې جوړېدای یا ویجاړېدای نه شي. له همدې امله، په حجره کې کیمیاوي تعاملات نوې انرژي نه رامنځته کوي، بلکې د انرژۍ په لېږد کې ښکېل دي. که څه هم، د انرژۍ ټولې لېږدونې د کار وړ انرژۍ د یو څه ضایع کېدو سبب ګرځي، کوم چې د انټروپي (یا د ګډوډۍ حالت)، لکه څنګه چې د تودوډینامیک دویم قانون وایي، زیاتوي. د پایلې په توګه، یو ژوندی موجود یا ارګانېزم د انټروپي د ټیټ حالت ساتلو لپاره دوامدارې انرژۍ ته اړتیا لري. په حجرو کې، انرژي د ریډکس (کمولو – اکسیډیشن) ​​تعاملاتو په جریان کې د الکترونونو په توګه لېږدول کېدای شي، په کووالنټي اړیکو کې زېرمه کېدای شي، او د ایونونو د حرکت په وسیله (د بېلګې په توګه، هایدروجن، سوډیم، پوتاشیم) د غشا په اوږدو کې تولیدېدای شي.[۳۲]

سرچينې

  1. Stated in: Directory of Open Access Journals. Quotation: Biology.
  2. Stated in: Directory of Open Access Journals. Quotation: Biology (General).
  3. Urry, Lisa; Cain, Michael; Wasserman, Steven; Minorsky, Peter; Reece, Jane (2017). "Evolution, the themes of biology, and scientific inquiry". Campbell Biology (چاپ 11th). New York: Pearson. مخونه 2–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0134093413. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Hillis, David M.; Heller, H. Craig; Hacker, Sally D.; Laskowski, Marta J.; Sadava, David E. (2020). "Studying life". Life: The Science of Biology (چاپ 12th). W. H. Freeman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1319017644. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Freeman, Scott; Quillin, Kim; Allison, Lizabeth; Black, Michael; Podgorski, Greg; Taylor, Emily; Carmichael, Jeff (2017). "Biology and the three of life". Biological Science (چاپ 6th). Hoboken, N.J.: Pearson. مخونه 1–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0321976499. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Modell, Harold; Cliff, William; Michael, Joel; McFarland, Jenny; Wenderoth, Mary Pat; Wright, Ann (December 2015). "A physiologist's view of homeostasis". Advances in Physiology Education. 39 (4): 259–266. doi:10.1152/advan.00107.2015. ISSN 1043-4046. PMC 4669363. PMID 26628646. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Davies, PC; Rieper, E; Tuszynski, JA (January 2013). "Self-organization and entropy reduction in a living cell". Bio Systems. 111 (1): 1–10. doi:10.1016/j.biosystems.2012.10.005. PMC 3712629. PMID 23159919. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Based on definition from: "Aquarena Wetlands Project glossary of terms". Texas State University at San Marcos. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۰۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Craig, Nancy (2014). Molecular Biology, Principles of Genome Function. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-965857-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Howell, Elizabeth (8 December 2014). "How Did Life Become Complex, And Could It Happen Beyond Earth?". Astrobiology Magazine. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Pearce, Ben K.D.; Tupper, Andrew S.; Pudritz, Ralph E.; et al. (March 1, 2018). "Constraining the Time Interval for the Origin of Life on Earth". Astrobiology. 18 (3): 343–364. arXiv:1808.09460. Bibcode:2018AsBio..18..343P. doi:10.1089/ast.2017.1674. ISSN 1531-1074. PMID 29570409. S2CID 4419671. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Who coined the term biology?". Info.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "biology". Online Etymology Dictionary. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (چاپ Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. مخونه 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Grant, Edward (2007). "Ancient Egypt to Plato". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (چاپ First). New York, New York: Cambridge University Press. مخونه 1–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-052-1-68957-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Magner, Lois N. (2002). A History of the Life Sciences, Revised and Expanded. CRC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-91100-6. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Serafini, Anthony (2013). The Epic History of Biology. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4899-6327-7. لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. کينډۍ:EB1911
  20. Fahd, Toufic (1996). "Botany and agriculture". In Morelon, Régis; Rashed, Roshdi (سمونګران). Encyclopedia of the History of Arabic Science. 3. Routledge. مخونه 815. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-12410-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Magner, Lois N. (2002). A History of the Life Sciences, Revised and Expanded. CRC Press. مخونه 133–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-91100-6. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Urry, Lisa; Cain, Michael; Wasserman, Steven; Minorsky, Peter; Reece, Jane (2017). "The chemical context of life". Campbell Biology (چاپ 11th). New York: Pearson. مخونه 28–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0134093413. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Urry, Lisa; Cain, Michael; Wasserman, Steven; Minorsky, Peter; Reece, Jane (2017). "Water and life". Campbell Biology (چاپ 11th). New York: Pearson. مخونه 44–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0134093413. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Hillis, David M.; Sadava, David; Hill, Richard W.; Price, Mary V. (2014). "The chemistry and energy of life". Principles of Life (چاپ 2nd). Sunderland, Mass.: Sinauer Associates. مخونه 18–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1464175121. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Freeman, Scott; Quillin, Kim; Allison, Lizabeth; Black, Michael; Podgorski, Greg; Taylor, Emily; Carmichael, Jeff (2017). "Water and carbon: The chemical basis of life". Biological Science (چاپ 6th). Hoboken, N.J.: Pearson. مخونه 55–77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0321976499. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Freeman, Scott; Quillin, Kim; Allison, Lizabeth; Black, Michael; Podgorski, Greg; Taylor, Emily; Carmichael, Jeff (2017). "Water and carbon: The chemical basis of life". Biological Science (چاپ 6th). Hoboken, N.J.: Pearson. مخونه 55–77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0321976499. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Freeman, Scott; Quillin, Kim; Allison, Lizabeth; Black, Michael; Podgorski, Greg; Taylor, Emily; Carmichael, Jeff (2017). "Water and carbon: The chemical basis of life". Biological Science (چاپ 6th). Hoboken, N.J.: Pearson. مخونه 55–77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0321976499. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Urry, Lisa; Cain, Michael; Wasserman, Steven; Minorsky, Peter; Reece, Jane (2017). "Carbon and the molecular diversity of life". Campbell Biology (چاپ 11th). New York: Pearson. مخونه 56–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0134093413. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Ionic bond". IUPAC Compendium of Chemical Terminology. 2009. doi:10.1351/goldbook.IT07058. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9678550-9-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Mazzarello, P (May 1999). "A unifying concept: the history of cell theory". Nature Cell Biology. 1 (1): E13–15. doi:10.1038/8964. PMID 10559875. S2CID 7338204. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Campbell, Neil A.; Williamson, Brad; Heyden, Robin J. (2006). Biology: Exploring Life. Boston: Pearson Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780132508827. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Freeman, Scott; Quillin, Kim; Allison, Lizabeth; Black, Michael; Podgorski, Greg; Taylor, Emily; Carmichael, Jeff (2017). "Energy and enzymes: An introduction to metabolism". Biological Science (چاپ 6th). Hoboken, N.J.: Pearson. مخونه 171–188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0321976499. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)