تکاملي بيولوژي


تکاملي بيولوژي، د بيولوژي هغه فرعي څانګه ده چې د تکامل پړاوونه (طبيعي ټاکنه، عام نزول اونوعه توب) څېړي چې پر ځمکه باندې يې د ژوند توپير توليد کړی دی. په اسانه ډول تکاملي بيولوژي پر ځمکه باندې د ژوند د بڼو د تاريخ د څېړنې په توګه هم تعريف شوې ده. تدريجي تکامل د هغې نظريې پر بنسټ ده، چې ټولې نوعې یې سره تړلې دي او د وخت په تېرېدو سره په تدريجي ډول بدلون کوي. په يوه نفوس کې جنيتيکي بدلونونه، په فزيکي ځانګړنو باندې اغېزه کوي. د بېلګې په ډول: د يوه ژوندي جسم فينوټايپ (phenotypes). په فينوټايپونو کې دا بدلونونه به د ځينو ژونديو موجوداتو لپاره يو څه ګټور وي، چې وروسته به د دوی بچیانو ته ولېږدول شي. (Peppered Moth) او نه الوتونکي مرغان د زياتو نسلونو په نوعو کې د تدريجي تکامل ځينې نمونې دي. په ۱۹۳۰ ز لسيزو کې د تدريجي تکامل بيولوژي، د هغه څه په واسطه رامنځته شوه، چې جوليين هکسلي (Julian Huxley) ورته د ادراک يا پوهېدنې عصري ترکیب ووايه. د بيولوژيکي څېړنې د پخوانيو نااړوندو ساحو نه لکه: جنيټيک او ايکولوژي، سيستماتيک او لرغونې ژوند پوهنه. هغه شخص چې د تدريجي تکاملي بيولوژي مطالعه کوي، د تدريجي تکامل بيولوژيپوه ورته وايي. د دې بيولوژي د مطالعه کولو اهميت په اصل کې د نوعو د اصليت او له منځه تلنې تر شا د اصلولو پوهېدنه ده. [۱][۲]

د اوسنۍ څېړنې څېړنيزه ساحه د توافق د جنيتيکي مهندسۍ، ماليکولي تدريجي تکامل او د هغو بېلابېلو قوو د رانغاړلو لپاره پراخه شوې ده، چې تدريجي تکامل، لکه: جنسيتي ټاکنه، جينيټيکي تمايل او Biogeography سره مرسته کوي. د دې تر څنګ د نوې تدريجي تکاملي پرمختيايي بيولوژي نوې ساحې ("evo-devo") پلټي چې د جنين وده څرنګه اداره شوې ده. د يوې یو څه پراخې فرضيې تېرېدونکي، چې پرمختيايي بيولوژي د څېړنې له هغو ساحو سره متحد کړي، چې د تدريجي تکامل د لومړنيو فرضيو په واسطه پوښل شوې دي. [۳]

فرعي څانګې سمول

تدريجي تکامل په بيولوژي کې يو مرکزي متحد کوونکی مفهوم دی. بيولوژي کولی شي په بېلابېلو طريقو ووېشل شي. يوه طريقه يې د بيولوژيکي سازمان د کچې په واسطه ده، له ماليکول نه حجرې ته، ژوندی جسم تر نفوسه پورې. يوه مخکينۍ طريقه د ډلبندي شوو ډلو يا درک شوي تکسانوميکي ډلې په واسطه له ځينو برخو، لکه: زولوژي، بوتاني او مايکروبيولوژي سره ده چې هغه څه منعکس کوي چې د ژوند د سترو وېشنو په توګه يو کتل شوي دي. درېيمه طريقه د مېتودونو يا سلوکياتو په واسطه ده، لکه: ساحوي بيولوژي، تيوريکي بيولوژي، تجربوي تدريجي تکامل او لرغوني ژوند پوهنه. د موضوع د وېش دا متابدلې طريقې کولی شي، د تدريجي تکامل بيولوژي سره ترکيب شي، چې فرعي څانګې، لکه تدريجي تکاملي ايکولوژي او د تدريجي تکامل پرمختيايي بيولوژي.

په وروستيو کې د بيولوژيکي علم او تطبيقي علومو تر منځ يووالي نوې څانګې وزېږولې، چې د (evolutionary robotics)، انجنيري، الګوريتم، اقتصاد او مهندسۍ په ګډون د تکاملي بيولوژي پراختياوې دي. د تدريجي تکامل بنسټيز ميکانيزمونه په مستقيم يا غير مستقيم ډول د هغو ستونزو د حل په موخه تطبيقېږي، چې په بل ډول يې حلول ستونزمن دي. په دې تطبيقي څانګو کې رامنځته شوې څېړنه، په خپل وارسره له پروسس سره مرسته کوي، په ځانګړي ډول د کمپيوټر په علم او انجينري ساحو، لکه: ميخانيکي انجنيري کې په تدريجي تکامل باندې کار کول يې د ستاينې وړ دي. [۴][۵][۶][۷][۸]

د تدريجي تکامل بېلابېل ډولونه سمول

متمرکز تدريجي تکامل سمول

متمرکز تدريجي تکامل د هغه مېتود په توګه تعريفېږي، چې اړوند يا په دوره يې ډول اړوند ژوندي موجودات په کې په خپلواک ډول تدريجي تکامل کوي. د تدريجي تکامل دا ډول ورته او مشابه جوړښتونه جوړوي چې ورته دنده، جوړښت او بڼه لري. د بېلګې په ډول: شارک او دولفين دواړه يو ډول ښکاري، مګر په یو بل پورې اړوند نه دي. مرغان، الوتونکي حشرې او شب پرکونه ټول د الوتلو وړتيا لري، مګر يو په بل پورې اړوند نه دي.

ګډ تدريجي تکامل سمول

د دوو نژدې سره تړلو يا ملګرو نوعو اغېزه د ګډ تدريجي تکامل په توګه پېژندل کېږي. کله چې دوه يا زياتې نوعې يو له بل سره په ملګرتيا  تدريجي تکامل وکړي، يوه نوعه په بلې نوعې کې د بدلون توافق کوي. د تدريجي تکامل دا ډول زياتره په هغو نوعو کې واقع کېږي، چې symbiotic اړيکې ولري. د بېلګې په ډول: د وژونکي يا ښکاري او قرباني يا وژل کېدونکي تر منځ (predator-prey) ګډ تدريجي تکامل. دا د ګډ تدريجي تکامل يو تر ټولو عام ډول دی. په دې تکامل کې وژونکی يا ښکاري بايد په تدريجي ډول تکامل وکړي، تر څو زيات اغېزناک ښکاري جوړ شي؛ ځکه چې په قرباني يا وژل کېدونکي باندې يو ټاکنيز فشار دی، چې د نيولو ځواک ته لارښوونه وکړي. په ورته ډول: د القاح کوونکو حشرو، لکه: مچيو او ګل لرونکو نباتاتو، وښوخوړونکو او نباتاتو تر منځ اړيکې هم ځينې عامې بېلګې دي. [۹]

توافقي تدريجي تکامل سمول

توافقي تدريجي تکامل د تدريجي تکامل په بدلونونو پورې اړه لري چې په چاپيريال کې د بدلونونو له امله پېښېږي(رامنځته کېږي - واقع کېږي). دا ډول تکامل ژوندي موجودات خپل چاپيريال يا استوګنځايونو ته مناسبوي. دا بدلون د ژوندي پاتې کېدلو موکې او د ژونديو موجوداتو زېږېدنه زياتوي. د بېلګې په ډول: د ډاروين (Darwin) finches په Galapagos ټاپو باندې بېلابېل ډول مښوکې رامنځته کړې، تر څو د اوږد وخت لپاره ژوندی پاتې شي.  [۱۰][۱۱]

ميکانيزم: د تدريجي تکامل بهیر سمول

د تدريجي تکامل ميکانيزم، په اصل کې په ارثي بدلون، جنيتيکي تمايل، د جينونو په بهير يا تېرېدنې، نا څاپي جوړه کېدنې او طبيعي ټاکنې باندې تمرکز کوي.

ارثي بدلون: ارثي بدلون د يوه ژوندي جسم د DNA په لړ کې د جين يا کروموزوم په دننه کې يو بدلون دی. زياتره ارثي بدلونونه ناپېیلي يا شنډ دي. د بېلګې په ډول: دوی کولی شي، نه زيان رسوونکي او نه هم ګټور وي، مګر ځيني وختونه ګټور يا زيان رسونکي هم کېدلی شي. [۱۲]

جنيتيکي تمايل: جنيتيکي تمايل يو بدلېدونکی پړاو دی، چې له يوه نسل نه بل نسل ته د نمونې اخېستنې د تېروتنې د پایلې په توګه رامنځته کېږي. په دې پایلو کې هغه ناڅاپي پېښه چې په طبيعت کې د موکې له مخې رامنځته کېږي، د يوه نفوس په دننه کې allele تکرار ته يا بدلون ورکوي او يا پرې اغېزه کوي. [۱۳]

د جين بهير يا لېږد: د يوه وګړي يا اوسېدونکي له جين نه بل وګړي ته د جنيتيکي توکو لېږد ته Gene flow وايي. په يوه نفوس کې له يوې نوعې نه بلې ته لېږد رامنځته کېږي، چې د فريکوينسي يا تکرار په بدلون کې اغېزه کوي. [۱۴]

طبيعي ټاکنه: د انواعو د ژوندي پاتې کېدو او تولد يا زېږېدنې اندازه له چاپېريال سره د انواعو په توافق پورې اړه لري. دې پړاو ته طبيعي ټاکنه وايي. ځيني نوعې په يوه نفوس کې د مشخصو ځانګړنو په درلودلو سره د نورو په پرتله د ژوندي پاتې کېدو او بيازېږېدنې لوړ تناسب لري او دوی په دې جنيتيکي بڼو باندې خپلو بچیانو ته رسېږي يا تېرېږي. [۱۵]

د تدريجي تکامل پرمختيايي بيولوژي سمول

د تدريجي تکال په پرمختيايي بيولوژي کې د پرمختګ بېلابېل پړاوونه کولی شي، ځانګړي ژوندي موجودات خپل اوسني جسم ته د رسېدو په څرنګوالي کې ونډه ولوبوي. د ontogeny او Phylogenetic پړاو جنيتيکي اصل هغه څه دي، چې د بيولوژي د دې ډول درک يا پوهېدنې لپاره اجازه ورکوي چې ممکن واوسي. د پرمختګ په جريان کې بېلابېلو پړاوونو ته کتنه او د تدريجي تکامل د شجرې په واسطه تلل کولی شي، يو څوک مشخص کړي چې يو مشخص جوړښت د کومې نقطې په اړه رامنځته شوی دی. د بېلګې په ډول: د درې میکروب طبقې کولی شي، په نظر کې ونيول شي چې په cnidarians او ctenophores کې حاضر نه وي او د دوی پر ځای په چينجيانو کې وي. لږ يا زيات پرمختللي وي، چې په خپله د چينجي په ډول پورې اړه لري. نور جوړښتونه لکه د Hox جينونو او حسي غړو پرمختګ لکه سترګې، کولی شي په دې تمرين يا مېتود سره ترسيم شي. [۱۶]

سرچینې سمول

  1. "What is evolution?". yourgenome (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Evolutionary-biologist Meaning | Best 1 Definitions of Evolutionary-biologist". www.yourdictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gilbert, Scott F., Barresi, Michael J.F.(2016)"Developmental Biology" Sinauer Associates, inc.(11th ed.) pp. 785-810. کينډۍ:ISBN
  4. "Evolutionary engineering". مؤرشف من الأصل في 16 دسمبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "What is an Evolutionary Algorithm?" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في 9 اګست 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "What economists can learn from evolutionary theorists". مؤرشف من الأصل في 30 جولای 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Investigating architecture and design". 24 فبروري 2009. مؤرشف من الأصل في 18 اګست 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Introduction to Evolutionary Computing: A.E. Eiben. Springer. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783642072857. مؤرشف من الأصل في 1 سيپټمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "coevolution | Definition, Examples, & Facts | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Adaptive evolution". Biology Articles, Tutorials & Dictionary Online (په انګلیسي ژبه کي). 2019-10-07. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Darwin's finches". Galapagos Conservation Trust (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "What is a mutation?". yourgenome (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "genetic drift | Definition, Process, & Effects | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "gene flow | Definition, Effects, & Migration | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "natural selection | Definition & Processes | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ozernyuk, N.D. (2019) "Evolutionary Developmental Biology: the Interaction of Developmental Biology, Evolutionary Biology, Paleontology, and Genomics". Paleontological Journal, Vol. 53, No. 11, pp. 1117–1133. ISSN 0031-0301.