ټوپوګرافي د ځمکې د سطحې د فورمونو او ځانګړنو څېړنه ده. د یوې سیمې ټوپوګرافي ښايي د هغې ځمکې ډولونو او ځانګړنو یا یوې تشرېح (په ځانګړي ډول په نقشو کې یې ترسیم) ته وویل شي.

ټوپوګرافي د ځمکنیو او سیاروي علومو یوه څانګه ده او په ټولیز ډول د سیمو پر جزئیاتو، نه یوازې برجسته نقشو بلکې د هغې سیمې پر طبیعي او مصنوعي ځانګړنو او حتا ځايي تاریخ او فرهنګ بحث کوي. دا معنا یې په متحدو ایالتونو کې ډېره معموله نه ده. په متحدو ایالتونو کې د ارتفاعي کرښو لرونکو ټوپوګرافي نقشو، ټوپوګرافي له نقش سره مترادفه کړې ده.[۱][۲][۳]

تخنیکونه

سمول

د ټوپوګرافیکې څېړنې لپاره بېلابېلې طریقې موجودې دي. دا چې کومه طریقه/طریقې وکارول شي، د څېړل کېدونکې سیمې په محدوده او اندازه، هغې ته د لاسرسي او د شته څېړنو په کیفیت پورې اړه لري.

ساحوي سروې

سمول

سروې د ځمکنیو یا درې اړخیزو فضايي موقعیتونو د نقطو او د هغوی تر منځ د واټنونو او زاویو له دقیقې ټاکنې سره مرسته کوي چې د ټيوډولیټونو او کلینومټرونو په څېر د تسطیح وسایل کاروي.

پر یوه لومړنۍ ټوپوګرافیکه نقشه کار د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې د لوی ایټالوي ستور پېژندونکي «جوواني ډومینکو کاسیني» له‌خوا پیل شو.

که څه هم چې له لیرې څخه د معلوماتو راټولولو پروسې د معلوماتو راټولونه چټکه کړې ده او په اوږدو واټنونو کې یې د دقت د لا ډېر کنترول شونتیا برابره کړې ده، خو مستقیمه څېړنه د ټولو هغو ټوپوګرافیکو کارونو لپاره د کنټرول بنسټیز ټکي او چوکاټ برابروي چې هغه که لاسي وي یا د جي.ای.اېس په مرسته وي.

په کومو سیمو کې چې د نقشه اخیستنې او سروې ګڼ مستقیم پروګرامونه موجود دي (د بېلګې په توګه د اروپا او متحدو ایالتونو ډېری برخې)، راټول شوي معلومات یې د ډي.اي.اېم.یو.اېس.جي.اېس د معلوماتو په څېر د بنسټیزو ډيجیټلي ارتفاعي معلوماتو بنسټ جوړوي. دغه ډېټا یا معلومات باید تر ډېره تصفیه شي تر څو د نظرپوښتنو تر منځ شته اختلاف له منځه لاړ شي، خو له دې سره سره دغه معلومات بیا هم په لویه کچه کې د تحلیلونو لپاره ارزښتناک معلومات برابروي.

له لرې څخه کنترول

سمول

له لرې څخه کنترول له موخنې سیمې څخه په څه ناڅه واټن کې د جغرافيايي معلوماتو راټولولو ته یوه عمومي اصطلاح ده.

د غیر فعال ثبتوونکي مېتودولوژي

سمول

هوايي او سپوږمکیز تصویرونه نه یوازې دا چې په فوټوګرامټرۍ کې رول لري، بلکې کولای شو د ځمکنیو ځانګړنو د ترسیم او د ځمکې د پوښ د څه ناڅه عمومي ځانګړنو د پېژندنې لپاره هم کارېدای شي. بې له شکه دغه تصویرونه تر ډېره د جغرافیايي تصویر جوړونې برخه ګرځېدلي دي. هغه تصویر اخیستنه چې رنګونه یې کاذب وي او طیفونه یې نه لیدل کېدونکي وي، هم کولای شي د ځمکې د نباتي برخې د څه ناڅه څرګند تصویر او نورو کارندو معلوماتو له لارې د ځمکې له مکاني او سیمه‌ييزو شرایطو سره مرسته کوي. داسې هم کېدای شي چې تصویرونه بېلابېل لیدل کېدونکي رنګونه ولري  او په بېلو طیفونو کې وي.

په نورو څانګو کې د ټوپوګرافۍ استفاده

سمول

ټوپوګرافي په بېلابېلو علمي برخو کې کارول کېږي. په عصب‌پوهنه کې د عصبي عکس اخیستنې څانګه د مغز د نقشې اخیستنې لپاره د EEG د ټوپوګرافۍ په څېر تخنیکونه کاروي. د سترګو په طب کې د قرنیې ټوپوګرافي د داسې یوه تخنیک په توګه کارول کېږي چې په مرسته یې د قرنیې د سطحې انحنا ترسیمېږي. د نسجونو په انجنیرۍ کې د اتومي ځواک مایکروسکوپ د نانوټوپوګرافۍ د نقشې اخیستنې لپاره کارول کېږي.

د انسان په اناتومۍ کې ټوپوګرافي د انسان د ظاهري هیکل اناتومي ده.

په ریاضیاتو کې د ټوپوګرافۍ مفهوم د نقشو پر مخ د نمونو یا بېلګو او د تشکیل ټولیزو ځانګړنو د ښودنې لپاره د یوې داسې اصطلاح په توګه کارول کېږي چې په کې متغیرونه (یا د هغوی ارزښتونه) په یوه فضا کې وېشل کېږي.

سرچينې

سمول
  1. What is topography? – Center for Geographic Information
  2. Definition from WordNet Search – princeton.edu
  3. Definition from Federal Citizen Information Center – pueblo.gsa.gov