کجکي برېښناکوټ
کجکي برېښناکوټ په هلمند ولايت کې دی. په ۱۹۷۹ کال کې په افغانستان باندي د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال له کجکې پروژې سره د امریکایانو مرسته او لیوالتیا کمه شوه او د کورنیو جگړو په جریان کې ددغه بند د برښنا د تولید ظرفیت دومره ټيټ شو چې یوازې د شاوخوا دفترونو څراغونه به یي روښانول. تاریخپه ۱۹۴۰ مې لسېزې کې د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه د امریکا د وخت جمهور رئیس هیری ترومان قانع کړی و، چې د هلمند د وچو دښتو د خړوبه کولو په مقصد، د کجکې د اوبو او برښنا بند باید جوړ کړي. جمهور رئیس ترومان هغه مهال په سیمه کې د شوروي اتحاد له مشر جوزیف ستالین سره د سیالیو پر اساس هم د دغه ستر بند په جوړولو سلا شوی و. د کجکي د اوبو بند په ۱۹۵۳ میلادي کال کی جوړ شو او په ۱۹۷۵ کال کې یي د برښنا تولید پیل شو. هغه مهال ددي بند دوه توربینونه فعال شول او د ۱۶ نیم میگاواټو برښنا د تولید ظرفیت یي درلود.[۲] سرچينې |
- ↑ "Hydroelectric Power Plants in Afghanistan". IndustCards. نه اخيستل شوی 7 February 2012.
- ↑ د کجکي بند په بیارغونه