هلمند سيند

په افغانستان هلمند ولايت کې يو سيند

هلمند رود یا هلمند سیند (په انگرېزي: Helmand River) د افغانستان تر ټولو اوږد رود دی چي اوږدوالی يې تر ۱۱۵۰ کيلومترو (715 مایله) پوري رسېږي. دا سیند په افغانستان کي د بابا له غرونو په سرچینه اخیستلو باندي د هیواد سوېل لویدیځ ته وربهیږي، او د افغانستان او ایران شاوخوا ( 160000 ) کیلومتره مربع ساحه تر اوبو لاندي کوي.[۱]

هلمند سيند
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۱٬۱۵۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۹′۱۰″شمال ۶۸°۴۱′۰۱″ختیځ / 34.652903°شمال 68.683578°ختيځ / 34.652903; 68.683578۳۱°۰۴′۵۲″شمال ۶۱°۲۲′۰۵″ختیځ / 31.081078°شمال 61.367986°ختيځ / 31.081078; 61.367986 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د هلمند رود نخشه

هلمند سیند په افغانستان کي دننه له ترنک، ارغنداب او بېلابیلو سیندونو څخه اوبه ترلاسه کوي، او وروسته په کجکي ولسوالۍ کي د یو لوی بند په مټ د افغانستان سوېل لویدیځو ولایتونو (هلمند او کندهار) ته برېښنا هم برابروي. په افغانستان کي د ګریشک ګڼ نفوسه ولسوالي چي د کندهار_هرات پر لویه لاره باندي موقعيت لري، د هلمند سیند له پاسه پرته ده، او په اوږدو کي یې د بوغرا په نوم یوه لویه ویاله هم بهیږي، چي د هلمند یادي ولسوالي ته یې ځانګړې ښکلا او زراعت دواړه ورکړي دي.

معلومات

د هلمند سیند په افغانستان کي یو له هغه سیندونو څخه دی چي د هیواد د زراعت ترڅنګ یې د ایران او افغانستان په سیاسي اړیکو کي هم لوی رول لوبولی دی، او د افغانستان دغه لویدیځ ګاونډئ هر وخت هڅه کوي ترڅو له هلمند څخه خپلي ځمکي اوبه کړي. د افغانستان او ایران ترمنځ په دې اړه یو تړون چي د ایران آبي حق پکښي ټاکل سوی دی، د پخواني پاچا ظاهرشاه په واکمنۍ کي د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک او چاري یې د افغان وزیر موسی شفیق او ایراني وزیر عباس هویدا له لوري ترسره سوې.

  1. https://www.britannica.com/place/Middle-East