محمد موسى شفيق

محمد موسى شفيق (په انگرېزي: Mohammad Musa Shafiq) د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوي پلارنى ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د كامې سيمه ده، خو پخپله په كابل كې چېرې چې پلار يې ډېره موده په دنده بوخت ؤو، په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نيټه وزېږد.

اروا ښاد محمد موسى شفيق
اروا ښاد محمد موسى شفيق

زده کړې سمول

لومړنى زده كړى د كامې او كابل په ښونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننگرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربى دار العلوم ته لاړ چېرته چې ئې دولسم ټولگې خلاص او مولوى لوړ منصب یې ترلاسه کړ. له مدرسى وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو د تحصيل لپاره مصر ته ولېږدول شو او هلته ئې په حقوقو كې ماستري تر لاسه كړه چې بيا د امريكى په لورې ولاړ او هلته ئې د بين الدول حقوقو په څانگه كې د نيويارك د كولمبيا پوهنتون څخه ماسترى او نړېوالو مسايلو كې د هاردوارد پوهنتون څخه د برى سند تر لاسه كړه.


دندې سمول

هېواد ته په راستنېدو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسى پوهنځې كې د خاصو بين المللى او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخست.

د ده بهرنيو چارو وزارت مشاور او وروسته د وزير په توگه هم په پوهنتون د تدريس لړۍ وغزوله دلته ئې د بېن الدول خصوصي حقوق سر ليك لاندې كتاب په ۱۳۴۴ كال كې وليكه ښاغلې شفيق په عدليه وزارت كې د قوانينو عمومي مدير په توگه ماموريت پېل او همداسى يې دا لړلې وغزوله ترڅو چې د تقنين د رئيس په توگه ئې دغه بهير د وخت او عصر د نويو غوښتنو سره برابر كړه.

ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړيوال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې په برخه اخستو په نړيوال غورځنگ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړه او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډگر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. ارواښاد د يوه وتلى او بريالى د پلومات په توگه د افغانستان په سياسى افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېليو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توگه پخپله وېنا كې د ناپېلتوب غورځنگ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوگرځاوه او جده كې ئې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملگرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشرې په غاړه وه، او د درېمي نړى هېوادنو د حقوقو په ننگه يې انقلابى وېنا وكړه.

په قاهره، بېروت او خرطوم كې د افغانستان د سفير په توگه دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ د محمد ظاهر شاه لخوا د ده د ايماندارۍ او كارپوهنې له مخې د هېواد د امړي وزير په توگه وټاكل شو.


ښاغلې شفيق په ادب كې هم خلاص لاس لرلو، او په خپلو ليكنو او شعرونو ئې د پښتو ادب ته ډېره ښكلا وربخلى ده. چه ښه بېلگه ئې د (پېغام) په نوم د پښتو شعري ټولگه ده، په لېكنو كې د لور قاتل، د شېطان برى، د پسرلي اختر ، او عرف د اسلامي فقهې له نظره د يادلو وړ دى.

د هېواد لومړی وزير سمول

كله چې موسی شفيق د افغانستان د لومړي وزير په توگه وټاكل شو هېواد له ډېرو كړكېچونو حالاتو سره لاس او گرېوان ؤو، د هېواد دښمنان هم دى حالاتو ته ځير او په كمين كې ورته ناست ؤو، هغوي چې كله د شفيق پوهه ده حالاتو مثبت بدلون او د هېواد پرمختگ وليد دا هغه څه ؤو چې دوى ته د زغملو وړ نه ؤو, هماغه ؤو چې خداى بخلې د ۱۳۵۲ كال د چنگاښ په كودتا كې د پرچميانو له خوا زنداني شو، له دونيم كاله زندان وروسته په ۱۳۵۴ كې له زندان راخلاص شو, خو دوهم ځل د ۱۳۵۷ د ثور په خونړۍ كودتا كې بندې او د همدې مياشت په ۱۱ نيټه د زندان تورو تمبو شاته يې د شهادت جام وڅښه.

چاپ شوي آثار سمول

  1. عبقريان او نورې کيسې (عبقريان و قصه های ديگر) - په پښتو او دري ژبو د داستانونو ټولگه - د کتاب چاپولو موسسه - ۱۳۴۶ ل. کال کابل
  2. د ننگرهار شاعران - د ننگرهار د شاعرانو ژوندليکونه - د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت - چاپکال ۱۳۸۶ ل. کابل

مړينه سمول

ته شفيق ئې، ته رفيق ئې ته موسى زمونږ د طور ئې نوم دې ځكه د زړه سره خور د زړونو پر جهان شو
د افغان د عظمتونو درنه خونه تلاكيږي ځكه خاورې په سر نولم د تاريخ څيرى گريوان شو.

انځورتون سمول