سمندر (همدا راز سمندر او د نړۍ بحر) د تروشو اوبو هغه هسته ده، کومه چې د ځمکې نږدې ۷۰.۸٪ برخه نيولې او د ځمکې اووه نوي سلنه اوبه جوړوي. بل تعريف يې دا دی چې:«د اوبو هره هغه هسته چې ستر سمندر پرې وېشل شوی دی». د سمندر د پنځو جلا جلا سيمو د تشخيص لپاره بېلا بېل نومونه کارول کېږي: ارام (تر ټولو ستر)، اتلانتيک، هندي، سويلي (انترکتيک) او ارکيټيک (تر ټولو کوچنی). د سمندر اوبو د دې سيارې نږدې ۳۶۱۰۰۰۰۰۰ کيلومتر مربع (۱۳۹،۰۰۰،۰۰۰ ميل مربع) سطحه پوښلې ده. سمندر د ځمکې د هايډروسفير (د ځمکې د ابو پوښ) اصلي جز دی او په همدې بنسټ د ځمکې پر سر د ژوند نه جلا کېدونکې برخه ده. سمندر چې د ځمکې د تودوخې د سترې زېرمې په توګه کار کوي، د اقليم او هوا په ډولونو، کاربن او د اوبو په جريان اغېز لري.[۱][۲][۳][۴]

د سمندرونو کيله

سمندر پېژندونکي فزيکي او بيالوژيکي حالاتو ته په کتنې سره، سمندر په بېلا بېلو افقي او عمودي زونونو وېشي. د «پيلاجيک» زون په پرانيستي سمندر کې د سمندر له سطحې نه تر بېخ پورې د اوبو له عمودي برخو جوړ دی. د اوبو کالمونه (ستنې) بيا په نورو زونونو وېشل شوې دي چې دا وېش بيا په ژوروالي او روڼوالي پورې اړه لري. «فوټيک» زون کې له سطحې نه د سطحې د روښنايۍ تر يو سلنه ژوروالي پورې اوبه وي (په پرانيستي سمندر کې تر دوه سوه متره پورې)، چېرې چې د فوټوسينتيسز (د نور(رڼا)په واسطه د توکو منځ ته راتلل) د رامنځ ته کېدو شونتيا شته. له دې امله فوټيک زون بېلا بېل ډوله ژوندي موجودات لري. د بوټو او مايکروسکوپي اوبړيو (د سمندر په سطحه ازاد ژوندي نباتات) په مټ فوتوسنتسز د روښنايۍ، اوبو، کاربن ډای اکسايډ او خوراکي اجزاوو په کارولو سره عضوي ماده توليدوي. د سمندر فوټوتينسیز د ځمکې د اتموسفير پنځوس سلنه اکسيجن توليدوي. د سمندر هغه پورتنۍ برخه چې د لمر وړانګې پرې پرېوزي، د خوراک د برابرولو مرکز دی، کوم چې تر ډېره بريده سمندري چاپيرياليز نظام په خپل ځای ساتي. رڼا يوازې څو سوه متره ژورتيا ته داخليږي، تر هغې لاندې سمندر يخ او تياره دی. هغه سمندري څنډې، چېرې چې سمندر وچې ځمکې ته رسېږي، زياتې تشې دي، چې ژوروالی يې څو سوه متره يا له دې کم ته رسېږي. دانسانانو فعاليتونه د لويې وچې په څنډو ستر اغېز لري.[۵]

د سمندر تودوخه د سمندر سطحې ته د لمريزو وړانګو د تودوخې تر رسېدو پورې تړلې ده. په استوايي سيمو کې، شونې ده چې د سطحې تودوخه تر دېرش درجه سانتيګراد (۸۶ درجه فارنهايت) ته ورسېږي. له قطبونو سره نژدې، چېرې چې د سمندر کنګلونه جوړېږي، د تودوخې تعادل تر دوه درجې سانتيګراد (۲۸ درجې فارنهايت) پورې وي. د سمندر د ژورو اوبو په ټولو برخو کې تودوخه د دوه سانتيګراد (۲۸ فارنهايت) نه نېولې تر پنځه درجې سانتيګراد (۴۱ درجه فارنهايت) پورې رسېږي. اوبه په پرله پسې ډول په سمندر کې څرخېږي او سمندري جريان رامنځ ته کوي. د سمندر د اوبو دا سم خوځښتونه د هغو ځواکونو په واسطه منځ ته راځي چې پر اوبو واقع کېږي، لکه د تودوخې توپيرونه، داتموسفير تاوېدل (باد)، د کوراليوس اغېز او د اوبو په تروشوالي کې توپيرونه. د جزر اومد جريانات له مد او جزر نه منځ ته راځي، په داسې حال کې چې د سطحې د جرياناتو لامل باد او څپې دي. د سمندر په سترو جرياناتو کې د خليج بهنګ، کروشي جريان، اګولهاس جريان او د سويلي قطب جريانات شامل دي. په ټوليز ډول، دا جريانات د اوبو او تودوخې ستره برخه په نړۍ کې په خوځښت راولي. همدا دوران په نړيوال اقليم او له سطحې نه د سمندر بېخ ته د ککړتيا په لېږدولو او د کاربن ډای اکسايډ په څېر ککړتياوو د را اېستلو او د هغې د بيا وېشلو په برخه کې د پام وړ اغېز لري.[۶][۷]

د سمندر په اوبو کې د اوبه شويو ګازونو ډېره برخه شته، اکسيجن، کاربن ډای اکسايډ او نايتروجن په کې شامل دي. د ګازونو دا بدليدل د سمندر په سطحه منځ ته راځي او اوبه کېدل يې داوبو په تودوخې او تروشوالي پورې اړه لري. د پاتې شويو نفتو د سوځېدو له امله په اتموسفير کې په زیاته اندازه د کاربن ډای اکسايډ د راټولېدو په سبب د سمندر په اوبو کې هم په زياته کچه د راټولېدو لامل ګرځي او همدا چاره د سمندر د تيزابيت لامل کيږي. سمندر د اقليم د تنظيم په ګډون ټولنې ته مهمې چاپيرياليزې چوپړتياوې وړاندې کوي. د سوداګرۍ او نقل او حمل او خوراک او نورو سرچينو ته د لاسرسي لارې چارې برابروي. په داسې حال کې چې سمندر له ۲۳۰۰۰۰ نه زياتو انواعو د هستوګنځای په توګه پېژندل شوی دی .شونې ده له دې ډېر زيات ولري. ممکنه ده له دوه ميليونه ډولونو نه هم زيات وي. په هر حال، سمندر د ډېرو چاپيرياليزو ګواښونو سره هم مخامخ دي، د سمندري ککړتيا، کبانو زيات ښکار، د سمندر تيزابي کېدل او د اقليم د بدلون نورې اغېزې. د لويو وچو څنډې او د سمندرونو د ساحلونو اوبه تر ډېره بريده د انسانانو د کارونو نه اغېزمن شوي او په ځانګړي ډول تر بريد لاندې دي. [۸][۹][۱۰]

اصطلاحات

د «بحر» يا «سمندر» اصطلاحګانې، له ټاکلو پرته د تروشو اوبو هغو هستو ته کارول کېږي چې د ځمکې د سطحې ډېره برخه يې پوښلې وي. اتلانتيک، پسيفيک (ارام سمندر)، هندي، سويلي او شمالي منجمد اقيانوس ته کارول کېږي. د يوې عمومي اصطلاح په توګه (بحر- سمندر) اصطلاح، په امريکايي انګليسي ژبه کې د سمندر لپاره کارول کېږي، خو په بریتانوي انګليسي ژبه کې دا اصطلاحات نه کارول کېږي. که په محدد ډول وغږېږو، نو سمندر د اوبو هغه هسته ده (په عمومي توګه د اوبو د بحر د وېش په معنا) چې له يوې برخې يا ټولې هستې يې و چه ځمکه راچاپېره وي. د «سمندر» ټکی د سمندري اوبو ډېرو کوچنيو هستو ته هم کارول کېدای شي، لکه شمالي سمندر يا سور سمندر. د بحر او سمندر ترمنځ پرېکنده توپير نه شته، خو په عمومي توګه، سمندر کوچنی وي او ډېر کرته په جزوي ډول (لکه: حاشيوي سيندونه) يا په ټوله معنا (لکه: داخلي سمندرونه) ورنه وچه ځمکه راچاپېره وي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نړيوال سمندر (نړيوال اقيانوس)

د نړيوال سمندر اوسنۍ اصطلاح، د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د روسي سمندر پېژندونکي « Yuly Shokalskyيولی شوکالسکي» له خوا منځ ته راغله، تر څو هغه دايمي بحر ته اشاره وکړي، کوم چې له ځمکې نه چاپېر او د ځمکې ډېره برخه يې نيولې ده. د تروشو اوبو هغې يو له بل سره نښتې هستې ته د نړيوال بحر په نامه اشاره کېږي ،چې يو له بل سره نښتې وي. د ابو د يو روان جسم تصور چې د دې اوبو د برخو تر منځ په آزاد ډول اوبه تبادله کېږي، د سمندري پوهاوي لپاره بنسټيز اهميت لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

رېښه

د « Ōkeanós» مفهوم، له اندو-اروپايي ژبو سره اړيکه لري. د يوناني ژبې د « Ōkeanós» ټکی له ويدايي نوم « ā-śáyāna» سره پرتله کېږي، کوم چې د « Vṛtra» اژدها وړاندوينه کړې چې سمندرونه(غويانو) نيولي و و. د دې تصور په اړوند، د « Okeanos» ټکي په لومړيو يوناني لوښو کې د اژدها د لکۍ په څېر ښودل شوی دی.[۲۱][۲۲]

جغرافيه

سمندري وېش

د سمندرونو ستر وېشونه، چې لاندې يې نوملړ ورکړل شوی دی، تر ډېره بريده د نژدې لويو وچو، ګڼو مجمع الجزايرونو او نورو معيارونو پر بنسټ نوم ورکړل شوی دی. له سمندرونو نه ساحي ليکې چاپېرې دي چې په ټوليز ډودل ۳۶۰۰۰۰ کيلو متره واټن لري. دوی ته د اوبو له کوچنيو يو له بل سره نښلونکو هستو سره اړيکه ورکړل شوې ده، لکه: سمندرونه، خليجونه، ابناوې، جهيلونه او تنګي. د سمندر اوبه نژدې ۳۶۱۰۰۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۱۳۹۰۰۰۰۰۰ ميل مربع) سيمه پوښلې ده او په دوديز ډول په پنځو بنسټيزو سمندرو وېشل شوي دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې

  1. "8(o) Introduction to the Oceans". www.physicalgeography.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ocean." Merriam-Webster.com Dictionary, Merriam-Webster, https://www.merriam-webster.com/dictionary/ocean. Accessed March 14, 2021.
  3. "ocean, n". Oxford English Dictionary. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "ocean". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "How much oxygen comes from the ocean?". National Ocean Service. National Oceanic and Atmospheric Administration U.S. Department of Commerce. 26 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gordon, Arnold (2004). "Ocean Circulation". The Climate System. Columbia University. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. NOAA, NOAA. "What is a current?". Ocean Service Noaa. National Ocean Service. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chester, R.; Jickells, Tim (2012). "Chapter 8: Air–sea gas exchange". Marine geochemistry (الطبعة 3rd). Chichester, West Sussex, UK: Wiley/Blackwell. OCLC 781078031. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-34909-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. IUCN (2017) THE OCEAN AND CLIMATE CHANGE, IUCN (International Union for Conservation of Nature) Issues Brief.
  10. (په August 2, 2009 باندې). Mapping an ocean of species. Los Angeles Times.
  11. "ocean, n". Oxford English Dictionary. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "ocean". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Sea". Merriam-webster.com. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bromhead, Helen, Landscape and Culture – Cross-linguistic Perspectives, p. 92, John Benjamins Publishing Company, 2018, کينډۍ:ISBN, 9789027264008; unlike Americans, speakers of British English do not go swimming in "the ocean" but always "the sea".
  15. "WordNet Search — sea". Princeton University. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "What's the difference between an ocean and a sea?". Ocean facts. National Oceanic and Atmospheric Administration. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bruckner, Lynne and Dan Brayton (2011). Ecocritical Shakespeare (Literary and Scientific Cultures of Early Modernity). Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0754669197. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ocean". Sciencedaily.com. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ""Distribution of land and water on the planet". UN Atlas of the Oceans. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Spilhaus, Athelstan F. (July 1942). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Maps of the whole world ocean"]. Geographical Review 32 (3): 431–5. doi:10.2307/210385. 
  21. Ὠκεανός, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, at Perseus project
  22. Matasović, Ranko, A Reader in Comparative Indo-European Religion Zagreb: Univ of Zagreb, 2016. p. 20.
  23. "Volumes of the World's Oceans from ETOPO1". NOAA. Archived from the original on March 11, 2015. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  24. "Ocean-bearing Planets: Looking For Extraterrestrial Life In All The Right Places". Sciencedaily.com. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "CIA World Factbook". CIA. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Charette, Matthew; Smith, Walter H. F. (2010). "The volume of Earth's ocean". Oceanography 23 (2): 112–114. doi:10.5670/oceanog.2010.51. http://www.tos.org/oceanography/archive/23-2_charette.html. Retrieved January 13, 2014. 
  27. World The World Factbook, CIA. Retrieved January 13, 2014.