شېرخان بندر

د افغانستان په کندز ولایت کې ښارګوټۍ او بندر

شېرخان بندر د افغانستان په شمال کې د کندوز سره نږدې آمو د پنج سيند په نوم يادېږي. تر شلمې ميلادي پېړۍ دغې سيمې ته خلکو ترکستان هم ويل. اوس دا د افغانستان پېژندل شوی پول دی چې بلې غاړې ته يې تاجکستان دی. په اوړي کې د سيند زياتې اوبه له خپلو مورګو رابهر او د دې پرغاړه به یې ډنډونه جوړول. په دې ډنډونو کې لوخه او نور وحشي نباتات راشنه او د مياشو اوله نورو حشراتو به ډک شو. د سيند هغه برخه چې خلک پورې راپورې پرې وتلې شول جالې به يې کارولې. د جنګ پر وخت اسونه به يې اوبو کې واچول او سپارو به بلې غاړې ته ورټېله کول. دا وړوکی بندر د “قزل کلا” په نوم مشهوره وه. د سيند شاوخوا سيمه کې چا ژوند ته زړه نه ښه کوو ځکه حشراتو له کبله پکې ملاريا او نورو ناروغيو خلک مړه کول. کومو خلکو چې دلته پېښه کوله هغوی به په ځان بوجۍ غوړولې چې مياشي يې و نه چيچي. دا محاوره هم هغه وخت مشهوره شوه چې که مرګ غواړې کندوز ته ورشه. امير امان الله خان په امر د کندز شاوخوا لویې ځمکې پښتنو کوچيانو ته ورکړل شوې چې هغوی پکې مستقل پاتې شي. د دې نه علاوه د کومو قومونو تر منځ چې شخړې کيدې نو يوې ډلې ته به هلته د استوګڼې ځايونه ورکړل. په ۱۹۳۰ م کې قزل کلا کې د يو بندر لپاره ځمکه هواره شوه، پکې د ګمرک دفترونه او کار کوونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړ شول. د کندوز په ابادولو او جوړولو کې د دې ځای والي شير خان (ناشر) لويه ونډه اخيستې وه. کله چې د افغانستان باچا محمد ظاهر شاه کندوز ته ورغلو نو د خلکو په غوښتنه د قزل کلا نوم يې شير خان بندر اعلان کړو. د يويشتمې ميلادي پېړۍ له پېل نه افغانستان او تاجکستان په ګډه د سيند د پاسه د يو پول د جوړولو تابيا وکړه او ورباندې کار پیل شو. دا پول د سيند ښکته برخې ( پنج پايان) کې يې جوړکړو او له ۲۰۰۷ م راهيسې ورباندې هره ورځ ۴۰۰ لوی لارۍ تيرېږي".

شیر خان بندر
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۷°۱۱′شمال ۶۸°۲۵′ختیځ / 37.18°شمال 68.42°ختيځ / 37.18; 68.42 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

اقتصاد

سمول