باميان ولايت
د باميان ولايت د افغانستان له مركزي ولاياتو څخه دى، چي پلازمینه یې د بامیانو ښار دی. ددې ولایت مساحت ۱۸۰۲۹,۲ کیلومتره مربع دی او د وگړو شمېر يې په ۲۰۲۱ کال کي ۴۹۵۵۵۷ تنه اټکل سوی دی.[۲] باميان په مرکزي افغانستان کي یو له سترو تاریخي او لرغونو سیمو څخه ګڼل کیږي، چي د هیواد دوه مشهوره تاریخي اثار (د بودا پژي) هم پکښي شتون لري.
ژبې | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۴۹۵٬۵۵۷[۱] — ۴۹۲٬۴۰۰ |
پکي شاملې اداري سیمې | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
جغرافيايي موقعیت
بامیان ولایت د افغانستان له پلازمیني کابل څخه په ۱۷۵ کیلومتره فاصله کي د ۶۷ درجو، ۲۹ دقیقو او ۴۱ ثانیو په ختیځ اوږدوالي او ۳۴ درجو، ۳۳ دقیقو او ۲۲ ثانیو شمالي عرض کي قرار لري. دا ولایت د بامیان سیند له کرښي څخه 2,500 متره او د سمندر له سطحي څخه 2,900 متره لوړ دی. له جغرافیایي اړخه بامیان ولایت د ورېښمو د لرغوني لاري په زړه کي راځي، چیري چي یو وخت د چین سوداګري له اروپا او مدیترانې سمندر له پراخي سیمي سره نښتې وه.
رسنۍ
اقتصاد
تاریخ
د بامیان نوم په لمړي ځل د ۴ او ۷ زیږدیزو پیړیو ترمنځ د چینایي سیاح (Xuanzang) له لیکنو څخه جوت سوی دی. د تاریخونو پر بنست نوموړی په ۶۳۰ زیږدیز کال کي هندوستان ته د تګ پر مهال په بامیان کي ۱۵ ورځي تیري کړې، او پخپلو لیکنو کي یې ددې ځای د خلکو او بودایي مذهب په هکله نړۍ ته معلومات وړاندي کړه. نوموړي ادعا وکړه چي د بامیانو واکمني په هغه زمانه کي د زراعت او مالدارۍ پر اساس یوه غني سیمه وه، چي خلکو یې په غارونو او سمڅو ډوله کورونو کي ژوند کاوه.
د چینایي سیاح تر پورتني سفر وروسته په اتمه زیږدیزه پېړۍ کي کله چي د افغانستان بېلابیلي سیمي د اسلامي واکمنۍ تر چتر لاندي راغلې، د کوریا یو راهب بامیان ته سفر وکړ او پخپلو معلوماتو کي یې وړاندوینه وکړه چي ددغه ځای خلک لاهم له اسلامي نړۍ او مسلمانانو څخه خپلواک او د بودایي دین منونکي وه.
په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي د افغانستان صفاري واکمنۍ بامیان ولایت په رسمي توګه د اسلامي نړۍ برخه وګرځول او دلته یې شته پژي اکثره لمنځه یووړه.[۳]
ژبي
د بامیان ولایت عمومي ژبه دري ده چي د خلکو له لوري په هزاره ګي لهجه باندي ویل کیږي، ورپسې دویمه ژبه چي لږ خلک ورباندي خبري کوي پښتو ده.
اداري وېش او ډلبندي
د بامیانو ولایت د اوسني جوړښت پر بنسټ شپږ ولسوالۍ او یوه پلازمینه لري، چي په لاندي ډول دي:
- باميان ولسوالۍ (د ولایت پلازمینه او مرکز)
- شېبر ولسوالۍ
- يکاولنگ ولسوالۍ
- سيغان ولسوالۍ
- پنجاب ولسوالۍ
- ورس ولسوالۍ
- کهمرد ولسوالۍ
- ↑ "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ https://visit-bamyan.com/about-bamyan/