له ښځو سره د طالبانو چلند

له ښځو سره د طالبانو چلند د طالبانو د رژیمونو ډول ډول کړنو او سیاستونو ته اشاره کوي، چې په ۱۹۹۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د واک له ترلاسه کولو وروسته دا یا ځانګړې کړنې دي یا هم تر زیات بحث لاندې چلند دی، چې ډېری یې د تبعیض له امله ښودل کېږي. په افغانستان کې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) پرمهال، دوی د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند او تاوتریخوالي له امله، په نړیواله کچه بدنام شول. له ۱۹۹۶ کال راهیسې، ښځو ته لارښوونه شوې چې په عامه ځایونو کې په دوامداره توګه برقه (چادري) په سر کړي. د دې سیستماتیک جلاوالي له امله چې کله نا کله د جنسیتي بېلوالي په نوم یادېږي، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده او نه هم له اتلس کلنۍ له عمر ټيټو ته د زده کړې اجازه وه. هغه ښځې چې د زده کړې په لټه کې وې، پټو ښوونځیو ته د تګ لپاره اړ شوې، چې هلته هم دوی او د دوی ښوونکي د نیول کېدو په صورت کې د اعدام له خطر سره مخ وو. دوی ته اجازه نه ورکول کېده چې پرته له محرم نه د نارینه ډاکټرانو له لوري یې درملنه وشي، چې دا کار د ځینو ناروغیو د نه درملنې لامل هم شو. د طالبانو له قوانینو څخه د سرغړونې له امله، دوی په عام محضر کې د وهلو او اعدامولو سره مخامخ کېدې. په ځینو حالاتو کې، طالبانو د ۱۶ کلونو څخه د کم عمر نجونو ودونو ته اجازه ورکوله او دا کار یې هڅو. د بښنې نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د افغانانو ۸۰ سلنه ودونه جبري تر سره شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له بېرته نیولو وروسته، په لومړي سر کې په پوهنتونونو کې ټولګې جلا کړل ترڅو "اسلامي معیارونه تعقیب کړي". دوی د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې، یوازې هلکانو ته اجازه ورکړه چې ښوونځیو ته راستانه شي او د ثانوي ښوونځیو زده کړو ته یې د لوی شمېر تنکیو نجونو د بېرته راتګ مخه ونیوله. د روغتیا او تعلیم څخه بهر یې په ډېرو سکتورونو کې ښځې له کار څخه منع کړي. ښځو ته امر شوی چې په عامه ځایونو کې مخ پټ کړي او د نږدې نارینه خپلوان پرته د ۴۵ مایل (۷۰ کیلومتره) څخه له اوږد سفر څخه ډډه وکړي. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې، د طالبانو پټ مشر، هبت الله اخندزاده، د طالبانو د بشري حقونو د محدودیتونوپر وړاندې د نړیوالې ټولنې په نیوکو او غوښتنو سختې نیوکې وکړې او هغه یې د خپل "اسلامي نظام" د حکومتوالی په پر سر د مذاکراتو یا جوړجاړي لپاره رد کړې. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې، د طالبانو حکومت همدارنګه د ښځو لپاره د پوهنتون زده کړې منع کړې او په نادولتي موسسو کې یې د کار مخه ونیوله. داسې هم ویل شوي چې نجونې له لومړنیو زده کړو څخه هم منع شوې دي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت دا راپورونه رد کړي دي.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

جنسیتي سیاستونه سمول

له اته کلنۍ څخه پورته، په افغانستان کې نجونو ته اجازه نه ورکول کېده چې له نږدې "د ویني خپلوانو"، میړه یا خسرګنۍ  (محرم ته مراجعه وکړئ) پرته له نارینه وو سره په مستقیمه اړیکه کې شي. د ۱۹۹۶ کال له سپټمبر څخه ۲۰۰۱ تر ډسمبر پورې، کله چې طالبانو د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره په واک کې درلوده، په ښځو لاندې محدودیتونه لګول شوي وو: [۲۴]

  • په واټونو کې ښځې باید پرته له محرم او پرته له چادرۍ څخه څرګندې نه شي[۲۵]
  • ښځې باید د لوړ پوندو بوټان په پښو نه کړي ترڅو کوم سړی د ښځو د پښو غږ ونه واوري څکه دا کار نارینه تحریک کوي[۲۶]
  • ښځې باید په عام محضر کې په لوړ غږ خبرې ونه کړي ترڅو ناپېژند د هغوی غږ وا نه وري.[۲۷]
  • د واټونو په کچه ټولې کړکۍ باید رنګ شي او یا هم پرې پرده وځړول شي ترڅو ښځې له واټونو و نه لیدل شي. [۲۸]
  • په ورځپاڼو، کتابونو، دوکانونو یا کور کې د نجونو او ښځو عکس اخیستل، فلم اخیستل او ښودل منع وو.[۲۹]
  • د هر هغه ځای نوم اصلاح چې پکې د "ښځې" کلمه شامله وي. د مثال په توګه، "باغ زنانه" د "پسرلي باغ" په نوم بدل شو.[۳۰][۳۱]
  • ښځې د خپلو اپارتمانونو یا کورونو په برنډو کې له راڅرګندیدو منع شوې وې.[۳۲]
  • په راډیو، تلویزیون او یا په هر ډول عامه غونډو کې د ښځو پر حضور بندیز.[۳۳]
  • ښځو ته اجازه نه وه چې د سیند په غاړه کالي و مینځي، د لیدو په صورت کې، ښځه د یو نارینه ساتونکي تر نظر لاندې په توقیف کېده ، چې سخته سزا ورکول کېده. [۳۴]

تګ راتګ سمول

د عامه تګ راتګ په اړه د طالبانو حکمونو د ښځو پر ازادۍ سخت محدودیتونه وضع کړل او د هغو کسانو لپاره یې ستونزې پیدا کړې چې یا یې محرم نه درلود یا یې د چادري د اخیستلو توان نه درلود (چې په عام ډول د طالبانو له راتګ مخکې په افغانستان کې نه اغوستل کېده او د لوړې بیې جامې ګڼل کېده، یعنې په ۱۹۹۸ کال کې ۹ امریکایي ډالر، چې په ۲۰۲۱ کال له نږدې ۱۵ ډالرو سره برابر دي)). په حقیقت کې دا ښځې په کور کې نظربندۍ وې. د ۱۹۹۸ کال په ډسمبر میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا یو فرمان صادر شو چې د ټکسي چلوونکي یې د بشپړ بربنډ مخو له لېږد منع کړل. یوې ښځې چې په لارو او واټونو کې د یوازې تګ له امله د طالبانو له خوا سخته وهل شوې وه، وویل: "زما پلار په جګړه کې ووژل شو ... زه نه میړه لرم، نه ورور، نه زوی، زه څنګه ژوند وکړم چې یوازې بهر نه شم؟ "[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د Terre des hommes (د خلکو ځمکه) د نادولتي موسسې یو سیمه ایز کارکوونکې د کابل په تر ټولو لوی دولتي دارلیتام، Taskia Maskan کې د ښځو پر خوځښت د اغېزو شاهده وه. وروسته له هغه چې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوې، نږدې ۴۰۰ نجونې چې په دې ځای کې ژوند کوي د یو کال لپاره دننه بندې وې او بهر ته د تفریح لپاره اجازه نه ورکول کېده.[۳۹]

هغه فرمانونو چې د ښځو تګ راتګ اغېزمن کړ:

  • پر بایسکل یا موټر سایکل باندې د ښځو بندیز، حتی د محرم سره.
  • ښځې له محرم پرته په ټکسي کې له تګ څخه منع شوې وې.
  • په بس کې د نارینه او ښځینه سفر لپاره د جلا ځای خدمات وړاندې شول.[۴۰]

د کلیوالي مېرمنو ژوند لږ اغېزمن شوی ځکه چې دوی عموما په خوندي چاپېریال کې ژوند او کار کوي. د دوی لپاره د خپلو کورنیو کارونو یا نورو کارونو د دوام لپاره د خپلواکۍ نسبی کچه اړینه ده. که دا ښځو کوم نږدې ښار ته سفر وکړي، نو ښاري محدودیتونه به پر دوی هم د تطبیق وړ دي.[۴۱]

سرچينې سمول

  1. Dupree, Nancy Hatch (1998). "Afghan Women under the Taliban". In Maley, William (المحرر). Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban. New York: New York University Press. د کتاب پاڼي 145–166. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8147-5585-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marsden, Peter (1998). "The gender policies of the Taliban". The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. London: Zed Books. د کتاب پاڼي 88–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85649-522-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gohari, M. J. (1999). "Women and the Taliban Rule". The Taliban: Ascent to Power. Karachi: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 108–110. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-579560-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Synovitz, Ron (31 March 2004). "Afghanistan: Author Awaits Happy Ending To 'Sewing Circles Of Herat'". Radio Free Europe/Radio Liberty. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 13 November 2005 باندې). Woman poet 'slain for her verse'. The Sunday Times.
  7. The Taliban's War on Women: A Health and Human Rights Crisis in Afghanistan (PDF). Physicians for Human Rights. 1998. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-879707-25-X. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 17 June 1998 باندې). 100 Girls' Schools in Afghan Capital Are Ordered Shut. The New York Times.
  9. "A Woman Among Warlords: Women's Rights in the Taliban and Post-Taliban Eras". PBS. 11 September 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۴. The Taliban's policies also extended to matrimony, permitting and in some cases encouraging the marriages of girls under the age of 16. Amnesty International reported that 80 percent of Afghan marriages were considered to be by force. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 29 August 2021 باندې). Taliban rep says Afghan women can attend university, but mixed classes will be banned.
  11. . Afghanistan: Taliban confirm secondary school ban for girls. Newsround. CBBC
  12. (په 20 December 2022 باندې). 'The Taliban took our last hope': College education is banned for women in Afghanistan. NPR
  13. (په 15 August 2021 باندې). Afghanistan Government Collapses as Taliban Take Kabul. The Wall Street Journal.
  14. (په 1 July 2022 باندې). 'It's our system': Taliban leader hits out at foreign demands on Afghan regime.
  15. Gul, Ayaz (1 July 2022). "Taliban Chief Slams Foreign 'Interference' in His 'Islamic' Governance". VOA News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Taliban supreme leader addresses major gathering in Kabul" (په انګلیسي ژبه کي). Al Jazeera. 1 July 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Afghanistan: Taliban ban women from universities amid condemnation. BBC News
  18. (په 20 December 2022 باندې). Taliban prohibit university educations for Afghan women in latest revocation of rights. France 24
  19. Kohsar, Esmatullah; Rasmussen, Sune Engel (21 December 2022). "Afghanistan's Taliban Ban All Education for Girls". The Wall Street Journal. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 22 December 2022 باندې). Taliban ban all Afghan women from university and girls from primary school. The Times.
  21. Brown, Gordon (23 December 2022). "The Taliban are taking away women's right to learn. The world can't afford to stay silent". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 22 December 2022 باندې). Taliban expels female teachers from some schools. So who will teach the girls?. NPR
  23. Goldbaum, Christina; Padshah, Safiullah; Rahim, Najim (24 December 2022). "Taliban Bar Women From NGOs, Threatening to Worsen Crisis". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۲. When asked about the meetings, a spokesman for the Ministry of Education denied other reports that the government had officially banned girls from attending primary schools. But the meetings raised fears that the Afghan government may be laying the groundwork to further restrict girls' education next year. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Griffin, Michael (2001). Reaping the Whirlwind: The Taliban movement in Afghanistan. London: Pluto Press. د کتاب پاڼي 6–11, 159–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7453-1274-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Some of the restrictions imposed by Taliban in Afghanistan". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 13 June 2011 باندې). Q+A: Women's rights in Afghanistan since the fall of the Taliban. Reuters.
  29. (په 18 August 2021 باندې). What is Sharia law? Rules of the Islamic law and what it means for women as Taliban take over Afghanistan. National World.
  30. Nordland (په 20 June 2010 باندې). Working to Help a Haven for Afghan Women Blossom. The New York Times.
  31. Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "AccountSupport". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Cole, Juan R.I. (2003). "The Taliban, Women, and the Hegelian Private Sphere". Social Research. 70 (3): 788. ISSN 0037-783X. JSTOR 40971640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. The Taliban's War on Women: A Health and Human Rights Crisis in Afghanistan (PDF). Physicians for Human Rights. 1998. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-879707-25-X. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Marsden, Peter (1998). "The gender policies of the Taliban". The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. London: Zed Books. د کتاب پاڼي 88–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85649-522-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Cole, Juan R.I. (2003). "The Taliban, Women, and the Hegelian Private Sphere". Social Research. 70 (3): 788. ISSN 0037-783X. JSTOR 40971640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Latifa (2001). My Forbidden Face: Growing up under the Taliban. New York: Hyperion. د کتاب پاڼي 29–107. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7868-6901-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Griffin, Michael (2001). Reaping the Whirlwind: The Taliban movement in Afghanistan. London: Pluto Press. د کتاب پاڼي 6–11, 159–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7453-1274-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Some of the restrictions imposed by Taliban in Afghanistan". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Dupree, Nancy Hatch (1998). "Afghan Women under the Taliban". In Maley, William (المحرر). Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban. New York: New York University Press. د کتاب پاڼي 145–166. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8147-5585-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)