د عمراني سبک له پلوه زموږ په هېواد کې د يوناني (AntioChos I) سنوشي د وخت يو لرغونی دورې ، احتمالآ د انتيوکوس ښار دی . په ازبکی ژبه کې (آی) د سپوږمۍ په مانا دی او (خانم) عام ستاينوم (صفت) دی چې د (ماه بانو ) تړنگنوم جوړوي.

آی خانم

آی خانم چې پر (سپوږمۍ مریم) هم شهرت لري د سنوشي يونانيانوپه دوره کې له نظامي پلؤه يو مهم کلتوري او ستراتيژیک موقعيت درلود، چې د ۶۰ مترو په لوړوالي د کوکچې او آمو (اوکوس) سيندونو د تقاطع موقعيت ېې ترلاسه کړی و، شامي ځمکپوهنې ليکونکی بطليموس داوکوس د سکندرې يادونه کړې ده او کېدی شي هغه ښار چې د آی خانم کلي ته نږدې کشف شوی ، همدغه اوکوس سکندريه (اوکسايانا) وي چې ۱۵ کاله د پروفيسور لمپول برناره په واسطه پکې کيندنې وشوې . د آی خانم ښار بېلې بېلې برخې لري چې په عمومي ډول بالاحصار ماڼۍ (ارگ) ، کلا ، لوبغاړی ، روزنتون ، تياتر او عبادت ځای پکې دي . دغه ښارچې يو يوناني ښار بلل شوی دی ، د يوناني نقشې او پلان له مخې ودان شوی خو معمارېې په موثقه توگه مالوم ندی ، ددې ښار اوسېدونکي مقدوني يونانيان د يونان په شمالي سيمو پورې اړه لري . پوهان باور لري چې کېدی شي دغه ښار د سلونوس د زوی انتيو کوس په وخت کې د (کې نيانتن) په واسطه جوړ شوی وي . د آی خانم د ښار ودانۍ د يوناني معمارۍ د يو شهکار په توگه بلل شوي او په حقيقت کې يوناني ـــ باختري د ساختماني سبک يوه سمبوليکه مجموعه يا بېلگه ېې ده. ددې ښار کيندنې په ۱۳۴۳ لمريز کال ددکتور شلومبرژه د وړانديز له مخې د پروفيسور يول برناره له خوا ترسره شوې ، دغه ښار ۱۸۰۰ متره اوږدوالی ۱۶۰۰ متره پلنوالی لري او ۱۰ متره لوړدی . د تاريخي اسنادو له مخې د هغه د ساختماني ځانگړنو په لړ کې د (هوکول) او (هومر) پر مجسمو برسېره په يوناني ژبه او رسم الخط ډبرليک کې د هغه پنځه تصيحتونه ترسترگو کېږي چې د هغو د دوؤ ډولونو عبارتونو واحد مفهوم داسې دی .

  1. په ماشومتوب کې ښه روزنه واخله ـ ادب وساته
  2. په ځوانۍ کې خپل ځان وساته
  3. په منځيني عمر کې رښتينی او مرستندويه اوسه
  4. په زړښت (بوډاتوب) کې نصيحت کؤونکی اوسه
  5. په وروستيو شېبو کې بې وېرې ومره

هغه څه چې پر يوناني مېشتي ښارگوټي آی خانم پورې اړه لري زموږ په لرغوني هېواد کې د تمدن د يوې دورې ښکارندوی دي کلتوري ، هنري او معنوي بنسټونه او ځليزې (پديدې) په دې ساحه کې په ځانگړې توگه باختر کې د هغه ځای په موندل شويو اثارو کې ځان ښکاره کوي ، لکه چې ويلی شو د تاريخ په دې پړاؤ کې د عقايدو او فرهنگونو گډون بيخي ښکاره دی . د سروزرو د ملمع برونزي قاب راموندنه چې په هغه کې د ختيځې آسيا (منځيني ختيځ او کوچنۍ آسيا) محبوبه الهه ، چې تیبل نومېږي او دوه اوښان ېې راکاږي دداسې ډبرو د پاسه ده چې د انسان په څېره د لمر درب النوع په وړاندې ددوعا په بڼه ليدل کېږي او په دې غاب کې ددعا او قربانۍ مراسم معرفي کوي .

مخينه

د شلمې پېړۍ په نيماي کې د افغانستان شمال کې د فرانسوي لرغون پوهانو يوې ډلې د ځاي خلکو له خلې د ” آې خانم” نوم واوريدو. په ۱۹۶۴ م کال دوي د امو او د کوکچې سيندونو ترمنځ په درې گوټيزه مېدان کې د يو پخواني ښارنښې رابرسېره کړې او د کيندنو کار پېل شو. ” آې خانم” يا د سپوږمۍ مېرمن په نوم د دې ښار په اړه تر اوسه څوک پوهه نشول چې د دې جوړونکو ورله څه نوم ورکړې و؟ د افغانستان په خاوره لومړي يونانيان (آيونيان) د اسکندر مقدوني د پوځ سره په ۳۲۹ ق م کې راغلل. دوي شاو خوا دوه کاله پکې ايسار وو او بيا د هند لوري ته چې وخوځيدل نو د پوځ يوه وړه ډله د يو کوماندان سره د امو سيند پرېښودل چې د واکمنو په څېر وسيدل. د اسکندرپوځ چې د مکران د ساحل نه په بېړيو کې د هند خاوره پرېښوده نو چندر گپت موريه د هند سلطنت راټول کړو. هندي ځواک د بولان د لارې سيستان او زابلستان ونيول. د ۳۰۵ ق م نه واخلې تر ۱۸۰ ق م پورې د افغانستان جنوبي او ختيځې سيمې د هند برخه و. د اسکندر له مړينې وروستو د ده سلطنت ټوټې شو او د بابل (عراق) نه واخلې تر گندهارا د ده يو جنرال ” سليوکس” په لاس کې واخيستل. يوناني واکمنو د يو بل باچاهۍ نسکورولې او د سلو کالو په موده کې د افغانستان شمالي برخې د يوناني نژاد واکمنو په لاس کې وې چې تاريخ پوهانو ” باختر يوناني” په نوم ياد کړل. په آې خانم کې د يونانيانو نه وړاندې هم خلک مېشت و، ځکه دلته کرونده کيده. خو د باختر يوناني باچا “يوکريټايډيس” په وخت کې دلته د پلان له مخې يوناني ښارجوړ شو چې تهېټر(تياتر) جيمنېزيم (ورزش ځاې) او معبدونه يې لرل. د ښار په منځ کې په ۶۰ ميټر لوړې غونډۍ يوه کلا جوړه وه چې بېخ يې ۲۰ ميټر پلن او ۱۱ ميټر اوږد وه. د دې لس ميټر لوړې کلا د پاسه د څار برج و. دا ښار درېم ق م پېړۍ کې د ” کينياس” له خوا جوړ شو چې پنځوس کاله ژوندې و او د مقبرې ډبرې ورته يو قول ليکل شوې دی. ” په ماشومتوب کې ادب زده کړه، په ځوانۍ کې خپل نفس قابو کړه، په زړښت کې انصاف وکړه، په سپينه ږيره ښې مشورې ورکوه. بيا چې مړ شې نو پښېمانه به نه وې.” د آې خانم په څلي د دې قول سره يو وضاحت هم ليکلې دې، ” دا د پخوانيو وختونو د هوښيارو خلکو وېنا ده چې تر ټولو سپيڅلي د ” پايتيان” په معبد کې ليکل شوي وه. له هغه ځايه کليرچوس ډېر په احتياط دا ځلاند الفاظ کاپي کړل او په دې ليرې ځاې کې د کينياس مقبرې ته يې راوړل.” ټول ښار په يو نيم کلوميټر مربع کې جوړاو چاپېره د دريو کلوميټرو شا و خوا د خاورې دېوال ترې راتاو و. د ښار په نريو خټينو دېوالونو کې د مصري کاغذ (پپايرس) رژيدلې ټوټې وموندل شوې چې فلسفيانه مکالمې پرې ليکلې وې. ښاي دا د نامتو فلسفي ارسطو د خبرو يواځينۍ ليکلې بېلگه ده. په دې ښار کې د “ارامي” او يوې بلې ناشنا ژبې ليکنه هم رابرسيره شوه چې ښايي دلته يواځې يوناني نا ويېل کيده. د دې په لوې معبد کې د ” زيوس” اسطورې يوه لويه مجسمه ايښې وه خو جوړښت يې د زردشتي عبادت ځاې په څېرو. د يونان عبادت ځايونه پرانستي او چاپېره گول ستنې يې لرلې خو د آې خانم معبد په دېوالونو بند او څپر يې لرلو. د دې پر زمکه د موزېک فرش و چې د مقدونيې د لمر، ازغنې پاڼې او د اوبو ځناور لکه ډولفين مهې او کربوړي پرې جوړ دي. د يوې لوې مجسمې پښه وموندل شوه چې د اندازو تر مخه ۵ يا ۶ ميټر لوړه وه او ښايي د معبد د هغې ستنې هرمره وه چې د دې معبد چت پرې ټينگ و. په دې پښه کې د څپلۍ ډيزاين هم هغسې و لکه چې د يونان په اولمپيا کې د ولاړ د “زيوس” د تالندې د مجسمې په پښه وه. د سيندونو سره نږدې تيږه نه پېدا کيده نو د ستنو او د نورو جوړښتونو لپاره بل ځاې نه راوړل شوې ده. په يونان کې مجسمې د مرمرو د تيږې په توږلو جوړيدې خو په آې خانم کې د لرگي قالب (فرېم) به يې جوړکړو او د پاسه به يې خټې وتپلې. د وچو خټو د پاسه به يې رنگ او نورمواد ووهل. وروستو په ټول مرکزي ايشيا او ان تر هند بودايي مجسمو د جوړولو لپاره له دې تخنيک کار واخيستل شو. دلته يو قالب وموندل شو چې د پاخه عمر يو سړي، چې په سر يې تاج و، د مجسمې جوړولو لپاره کارول شوې وه. يو شمېر نور توکي د هغه وخت د يوناني ژوند په گوته کوي لکه د رنگ مشواڼۍ، د لمريز ساعت تختې او ذينتي توکي. په تياتر کې د ۴ نه ۶ زرو پورې نندارچيان ځايدل. په عادي يوناني تياتر کې باچا او نورچارواکي به د ډرامې ليدلو لپاره عامو خلکو سره يو ځاې کېناستل. خو د آې خانم په تياتر کې د شاهي ټبر لپاره يو بېل لوړ ځاې جوړ و. دا ښايي چې د يونان “ډيموکراسي” نورو لپاره نه وه. د دې جيمنېزيم ۱۰۰ ميټر پلن او هم هغه هومره اوږد و چې د هغه زمانې تر ټولو لويه داسې ودانۍ گڼل کېږي. د دې په يوې ستنې دوو سړو له خوا د يوناني اسطورو لپاره د عقيدت ليکنې کنده شوې وې. دلته د يو سپين ږيرې مجسمه وموندل شوه چې په لاس کې يې د يو کوتک د نيولو ځاې و او ښايي د جيمنېزيم مشر وي. هغه ځاې چې د شاهي خزانې په توگه په نښه شوې دې، د خزانه دار نوم څرگندوي. د زيتونو تېل هغه وخت د قبرص او شام نه راغوښتل کيده او په دې خزانه کې په لويو مرتبانونو اېښودل کيده. د خزانې مشر به يوناني او د ټيت کچ چارواکي باختريان وو. د دريو کسانو نومونه يوناني دي چې خپل دستخط يې هم پريښې دې، کوسموز، آيسوډورا، نيکراټوس يوناني نومونه و. ” لايسيناياس” د مقدونيې او ” اوکسبوکس او اوکسبازيس” باختري نومونه و. په يو مرتبان ليکلي دي، ” په ۲۴ کال …په..نېټه دا لوښې نيم د زېتونو په تېلوډک و. “هيپايس (اوسيدونکي) هېميلويوس” د دوو نورو لوښو نه چې يو يې د ” مولوسوس” او بل يې د ” سټراټو” ملکيت و، په دې مرتبان کې تېل واړول او ورباندې يې مهر ولگوو. په دې لوښو وروستۍ ليکل شوې نېټه د ۱۴۷ ق م سره سمون خوري. په آې خانم کې د يوناني توکو سره بې شمېره هندي توکي هم وموندل شول. په يوه تخته د ” کنتلا” (اندهراپردېش) نوم ليکلې دی. بې شمېره لمريز ساعتونه چې د هند د نجوم د علم سره تړاو لري، کاريدل. داسې ځانگړي سکې پېدا شوې چې د نقريي سکې د پاسه هندي اسطورې جوړې وې. د يوکريټايډس له خوا په هند هم حمله شوې وه چې ډېر توکي ممکن هغه وخت راوړل شوي وو. اې خانم خپله سرکاري نښه لرله چې د يوې دايرې په منځ کې مثلث جوړ دی. دا نښه په بېلا بېلو ډولونو د خښتو او نورو توکو د پاسه جوړ ښکاري. هم دغه نښه وروستو د ختيځ “سيلوسايډ” باچاهانو په سکو ښکاري او دا ښايي چې ممکن د باختري واکمنو ټولې سکې هم دلته جوړيدې. دلته موندل شوې سکې د لومړي يوناني واکمن “سيليوکس” د وخت نه تر يوکريټايډس د زمانې پورې دي. لرغون پوهانو دا اندازه لگولې ده چې ۱۴۸ ق م کې هندې يوناني واکمن ډيميټريوس په باختر حمله وکړه او څه موده شخړه روانه وه. بيا د آمو سيند نه پورې غاړې د هغو قبايلو حملې پېل شوې چې په تاريخ کې ” يوژي” نومېږي. د ۱۳۰ و ۱۲۰ ق م تر منځ په لسو کلونو کې د آې خانم اوسېدونکو ترې د حملو له ويرې کډه وکړه. د يونان باختر وروستې باچا ” هېليوکلز” په ۱۲۵ ق م کې خپله پلازمېنه د بلخ نه بگرام ته يوړه. د آې خانم ټولې لوې ودانۍ په اور کې وسوځول شوې. دلته پاتې هر څه چور شول او هيڅوک ورته بېرته رانغلل. د دې نه وروستو هم يوناناينو د هند شمال کې حکومت کوو چې تاريخ پوهان يې د ” هندي يوناني” سلطنت په نوم پېژني. دوي تر ۱۰ م کال پورې په گندهارا او پنجاب کې پاتې وو. څو لسيزې وروستو يوژي قبايلو تر منځ تړون ووشو او د کشان په نوم سلطنت يې جوړ کړو. د آې خانم په کنډ والو دوه زره کاله خاورې پرتې وې چې د ۱۹۶۴ م نه تر ۷۸ م پورې د پال برنارډ په مشرۍ فرانسوي او روسي لرغون پوهانو رابرسيره کړل. د يوناني هنر نه علاوه په آې خانم کې د هند او پخپله د باختر تمدن نښې پېدا شوې چې بل ځاې نه و موندل شوي. په ۱۹۷۹ م کې د روسي ځواکونو د راتلو سره د پلټنو کار وځنډيدو او دوه زره کاله پخوا لوټ شوې ښار د افغانستان د بيلا بېلو جنگي ډلو له خوا يو وارې بيا چور شو.

سرچينې

  1. د څېړونکې صفيه حلیم وېبپاڼه
  2. د آريانا دايرهّ المعارف ( د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د دايرهّ المعارف مرکز خپرېدو لړۍ)( ۹۴م مخ)