ازبکي د ترکي ژبو له ډلې څخه ده چې د ازبکستان هېواد لومړۍ رسمي او یوازینۍ ملي ژبه ده. ازبکي ژبه د نږدې ۳۴ میلیونو وګړو په ازبکستان کې، ۳ نه تر ۴ میلیون وګړو په افغانستان کې او نږدې ۵ میلیون وګړو په منځنۍ اسیا کې رسمي ژبه ده، چې له ترکي ژبې وروسته دویمه تر ټولو پراخه ژبه ګڼل کېږي.

اوزبکي ژبه
Oʻzbek tili (کينډۍ:ISO 639 name uz-latn)
Ўзбек тили (کينډۍ:ISO 639 name uz-cyrl)
ئۇزبېك تیلى (اوزبکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
ليکدود
ويونکو شمېر
۲۷٬۰۰۰٬۰۰۰[۵] (۲۰۱۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
uz[۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
uz ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د

ازبکی ژبه د ترکي ژبو د کورنۍ په ختیځ ترکي یا قرلق پورې تړاو لري. په دې ژبه کې بهرنۍ اغېزې لکه عربي، فارسي او روسي شته. د ترکي کورنۍ د نورو ژبو په پرتله د ازبکي ژبې یو تر ټولو لوی توپیر له (ɑ) څخه (ɔ) ته غونډ غږ لرونکی یا rounding of the vowel دی چې دا ځانګرتیا یې د پارسي ژبې تر اغېز لاندې راغلې ده. د نورو ترکي ژبو په پرتله په ستندرد ازبکي ژبه کې د غږلروونکو تورو توازن په بشپړه توګه له لاسه تللی، که څه هم دا ( یو څه په محدوده توګه) په لهجه کې او همدارنګه د هغې په خورلڼه قرلق ژبه یوغیور کې رعایت کېږي.  

نوم

په خپله په دې ژبه کې، ازبکي ژبې ته oʻzbek tili یا oʻzbekcha ویل کېږي. په سیریلیک یا د روسي او بلغاریایي ژبو په کورنۍ کې هغه ته ўзбек тили  یا ўзбекча ویل کېږي. په عربي ژبه کې هغې ته اۉزبېک تیلی یا اۉزبېکچه ویل کېږي.

تاریخچه

ښايي ترک ژبو ډلو د امو سیند، سير سیند او زرافشان په سیمو باندې لږ تر لږه د ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰  میلادي کلونو تر منځ میشت شوي وي، چې په تدريجي توګه یې د ختيځ ايراني ژبو ويونکي چې پخوا په سغد، باختر او خوارزم کې اوسېدل، له دې ځایونو څخه شړلي وي. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنۍ کورنۍ له نهمې څخه تر دولسمې پېړي پورې د قرخانیانو کورنۍ وه چې د قرلق،  چګل، یګما او د نورو قبیلو یو ټولنه وه.  [۱۶][۱۷]

ازبکي ژبه د چغتایي ژبې مستقیمه ځایناستې یا وروستنۍ بڼه ګڼل کېږي. دا ژبه د چغتايي خان، تیمور او د تیموریانو (د هند د مغولو د لومړیو واکمنانو په ګډون) د واک په سیمه کې د منځنۍ اسیا د لویې ترکي ژبې د ادبي پرمختګ پایله ده. دا ژبه په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د امیر علي شیر نوايي له خوا پراخه شوه. نوایي د چغتایي ژبې د ادبیاتو ستر استازی و. هغه د چغتايي ژبې او د هغې د مستقیمې ځایناستې ازبکي ژبې په وده کې د پام وړ ونډه درلوده او په لویه کچه د ازبکي ژبې د ادب بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. بلاخره د ترکي ژبو د قرلق ډول پر بنسټ، چغتایي ژبه په پراخه کچه د پارسي او عربي ژبو نه پور شوي کلیمات لري. په ۱۹ پېړۍ کې دا ژبه ډېره لږ د ادبي اثارو لپاره کارول کېده چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له منځه لاړه.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ازبکي اصطلاح لکه څنګه چې ژبې ته کارول کېږي په بېلابېلو حالاتو کې ډول ډول معناوې لري. تر ۱۹۲۹ کال پورې "ازبک" او "سارت" د بېلابېلو لهجو په توګه پېژندل کېدې:  

  • "ازبک" د قیپچاقي ژبې واول- همغږې بڼه ده چې د هغو نسلونو له خوا تکلم کېده چې په ۱۶ پېړۍ کې له محمد شیباني سره ماورا النهر ته را ورسېدل چې په ځانګړې توګه یې د بخارا او سمرقند په چاپېر کې ژوند کاوه، په داسې حال کې چې په تاشکند کې تکلمي ترکي ژبه هم واول-هغمږې شوې وه. دې ته پخوانۍ ازبکي ویل کېږي او داسې انګېرل کېږي چې د هماغه ځانګړو خلکو اړوند ژبه وه.   
  • "سارت" د قرلق لهجه وه چې د پخوانیو میشتو ترکانو له خوا د فرغانه درې او قشقداریو په سیمه کې ویل کېده. ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې چې اوس د سمرقند په نوم یادېږی؛ د پارسي او عربي ژبو یو پراخ ترکیب شتون درلود او د غږ لرونکو تورو توازن یې نه درلوده چې وروسته ستندرد ازبکي ژبه او د ازبکستان رسمي ژبه و پېژندل شوه.  

د خیوا په خان میشته سیمه کې، سارت ژبو د قرلق ترکي لهجه ویله چې په لوړه کچه ترکي ته اوښتې اوغوز ژبه وه. د ‍۱۹۲۱  څخه وروسته شوروي رژیم د سارت اصطلاح د یوې زیان رسوونکې او توهین کوونکې اصطلاح په توګه حذف کړه، او پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته به د ترکستان ټول میشته ترکان د ازبک په نوم پېژندل کېږي، که څه هم دوی د ازبک قبیلو میراث نه درلود.

خو د ازبک بلشویکانو لکه فیض الله خدازایف د نیوکو سربېره، ستندرد تحریري ژبه چې په ۱۹۲۴ کال کې د نوي جمهوریت لپاره غوره شوه، له انقلاب وړاندې "ازبکي" نه وه بلکه د سمرقند د سیمې "سارت" ژبه وه. ایدوارډ اې الورت وایي چې دې کار "د سیمې ادبي تاریخ په نامناسب ډول تحریف کړ" او دا کار د دې لامل شو چې د پنځلسمې پیړۍ لیکوالانو لکه امیر علي شیر نوایي ته د ازبک هویت ورکړل شي. په عصري ازبکي ژبه کې ټولو دری واړو لهجو خپل شتون ته دوام ورکړ. [۲۸]

د لیکلو سیستمونه

ازبکي ژبه د تاریخ په اوږدو کې په ډول ډول لیک دود لیکل شوې ده:

  • ۱۰۰۰ – ۱۹۲۰ کلونه: دودیز پارسي-عربي لیک دود، لومړی د قرخانیانو په معیار او ورپسې په چغتايي معیار. دا موده د ازبکي ژبې او ادبي تاریخ د زرینې دورې په توګه انګېرل کېږي.
  • ۱۹۲۰ – ۱۹۲۸ کلونه: د یانا املا تورو په عربي بڼه [۲۹]
  • ۱۹۲۸ – ۱۹۴۰ کلونه: یانکالیف لاتینې بڼه په رسمي توګه  وتپل شوه
  • ۱۹۴۰ – ۱۹۹۲ کلونه: سیریلیک لیک دود په رسمي توګه کارول کېده
  • له ۱۹۹۲ کال څخه را په دې خوا: بېرته لاتین لیک دود، له پراخې سیریلیک کارونې سره
  • ۲۰۱۹ کال:  د لاتین لیک دود سمون (پلان شوی)
  • ۲۰۲۱ کال: د لاتین لیک دود سمون (پلان شوی)

په ازبکستان کې د لاتین لیک دود سربېره، په پراخه کچه د سیریلیک کارول په ځانګړې توګه په اعلاناتو او لوحو کې لا هم شته. په ورځپاڼو کې، لیک دود ګډه بڼه لري، چې سرلیکونه یې لاتین او مقالې په سیریلیک کې لیکل کېږي. عربي لیک دود اوس مهال په ازبکستان کې نه کارول کېږي، پرته له سمبولیک ډول څخه چې په محدود متنونو کې یا په علمي متنونو کې د چغتای (زړه ازبکي) په بڼه را څرګندېږي.[۳۰][۳۱]

د چين په لويديځه سيمه سینکیانګ او د افغانستان په شمالي سيمو کې چې ازبک لږکي اوسي، لا هم عربي لیک دود کارول کېږي.


عصري لاتین توري

А а B b D d Е е F f G g H h I i J j K k
L l М m N n О о P p Q q R r S s Т t U u
V v X x Y y Z z Oʻ oʻ Gʻ gʻ Sh sh Ch ch ng ʼ


سیریلیک توري

А а Б б В в Г г Д д Е е Ё ё Ж ж З з И и
Й й К к Л л М м Н н О о П п Р р С с Т т
У у Ф ф Х х Ц ц Ч ч Ш ш Ъ ъ Ь ь Э э Ю ю
Я я Ў ӯ Қ қ Ғ ғ Ҳ ҳ

غږپوهنه

زیاتره کلیمې په اخیر کې هجايي دي (په بل عبارت، د تلفظ فشار په وروستۍ هجا راځي)، خو په ځینو پسوند-اجزا د تلفظ فشار نه راځي.

غږ لرونکي توري

ستندرد ازبکي ژبه شپږ غږلرونکي توري لري. د نورو ډېرو ترکي ژبو برعکس، ازبکي ژبه د غږلرونکو تورو توازن نه لري. [۳۲]


مخکې

منځني


وروسته

نږدې i u


نرم

e o


پراخ

æ ~ ɑ ɔ
  • /i/  او /u/ د [ɪ]  او [ʊ] لنډ څو غږونه درلودلای شي؛ او [ɨ̞]  او [ʉ] منځني لنډغږونه د پراخ ورستي [ɒ] غږ درلودلای شي.
  • /i/ او /æ/  په هغه وخت کې چې غږلرونکی توری د /q/، /ʁ/ او /χ/  غږونو ته نږدې راشي (لکه yaxshi "ښه" [jaχˈʃɨ])، [ɨ] او [a]  ته بدلون کولای شي.

بې غږه توري


په شونډو کې


په غاښو کې


د ژبې څوکه او غاښونه


له تالو سره


د تالو له نرمې برخې سره


له کوچنۍ ژبې سره


په هنجره کې


غنه

m n ŋ


تم/نیم موښلی


بې غږه یا صامت

p (t͡s) t͡ʃ k q (ʔ)


غږیز

b d͡ʒ ɡ


موښلی


بې غږه یا صامت

ɸ s ʃ χ h


غږیز

w~v z (ʒ) ʁ
تقریبي صامت l j


ر-ډوله صامت

ɾ

ګرامر

په ترکي ژبو کې، ازبکي ژبه خالي-فاعل، پیوندي ژبه ده چې ټاکن توري (ارتیکل) او د نوم ډلبندي (لکه جنسیت او نور) نه لري. د کلیماتو لړۍ یې فاعل – مفعول – فعل ده.

په ازبکي ژبه کې د کلیماتو دوه اصلي ډلي شته: اسمي (لکه نوم، ضمیر، صفات او قیدونه) او فعلي (لکه فعلونه او ځینې قیدونه).

نوم یا اسم

د نوم جمع حالت د –lar په پسوند سره منځ ته راځي. هغه نومونه چې د -ni اخلي د معین ټاکن توري (معین ارتیکل) بڼه لري، بې پسونده نومونه نا معین ګڼل کېږي. په هغه صورت کې چې نوم په –k ختم شوی وي، د نوم غیر مستقیم مفعولي حالت چې په ga ختم شوی وي، ka ته بدلېږي یا په هغه صورت کې چې –q یا -g‘ ختم شوی وي qa ته بدلېږي ( په *tog‘qa  ← toqqa ووینئ). په ملکي حالت کې د پسوند اخري بې غږه توری لکه -k او –q غږلرونکي –g یا -g‘  ته په ترتیب سره بدلون کوي (yurak  ← yuragim) د ګاونډیو ترکمني او قزاقي ژبو برعکس، د ملکي حالت څخه وروسته (لکه uyida "د هغه یا هغې په کور کې" چې د ترکمني ژبې öýünde برعکس دی) نورو حالاتو په را منځ ته کېدو کې بې قاعده حالت نشته. [۳۳][۳۴]


حالات


پسوند


حالت


بېلګه


ژباړه

-∅


اسمي

uy


کور

-ning


ملکی

uyning


د کور

-ga


غیر مستقیم مفعول

uyga


کور ته

-ni نا معین مسقیم مفعول uyni


کور

-da موقیعتي uyda


په کور کې

-dan


مسیر، ځای یا لامل حالت

uydan له کور څخه


ملکي حالت


مصرف عدد


مفرد


جمع

1st

لومړۍ

-(i)m -(i)miz
2nd

دویم

-(i)ng -(i)ngiz
3rd

درېیم

-(s)i

فعل

د ازبکي ژبې د افعالو صرف (د فعل بدلونونه) د فاعل د تعداد تر اغېز لاندې راځي او ډېر عبارتي کلیمات لري. ازبکي ژبه د فعل د بدلون (ساده) فعلي زمانې کاروي. [۳۵]


د نا محدود فعل د زمانو پسوند


دنده


وروستاړی


مصدري یا نا محدود فعل

-moq


د محدود فعل د زمانو وروستاړی


دنده


وروستاړی


حال - راتلونکې

-a/y


ارتباطي حال زمانه

-yap


لڼد مهاله حال زمانه

-yotir


جاري حال زمانه

-moqda


معینه تېره زمانه

-di


نامعینه تېره زمانه

-gan
-ib


معینه راتلونکې زمانه

-(y)ajak


الزامي راتلونکې زمانه

-adigan/ydigan


امریه

-∅
-ing (formal)

ضمایر


ضمیر


ژباړه

men زه
biz


موږ

sen


تاسې (غیر رسمي مفرد)

siz


تاسې (رسمي مفرد او جمع)

sizlar


تاسې (جمع)

u


دی، دا،

ular


هغوی

د کلیماتو لړۍ

په ازبکي ژبه کې د کلیماتو لړۍ د نورو ترکي ژبو په څېر فاعل – مفعول – فعل دي. د انګلیسي ژبې برعکس، فاعل له فعل مخکې راځي او فعل د جملې اخري جز دی.

د ازبکي ژبې د ویونکو شمېر

د ازبکي ژبې د ویونکو د شمېر اټکل له ۲۵ نه تر ۳۰ میلیون وګړو پورې ښودل کېږي. د اتنولوګ د اټکلونو پر بنسټ په ټولو پېژندل شوو لهجو کې د دې ژبې د مورنیو ویونکو شمېر ۲۷ میلیون وګړو ته رسېږي. د سویډن ملي پوهنغونډ، یا Nationalencyklopedin، د دې ژبې د مورنیو ویونکو شمېر ۳۰ میلیونه وګړي اټکل کوي. د متحده ایالاتو د استخباراتو د سازمان د نړیوالو حقایقو کتاب د دې ژبې د وګړو شمېر ۲۵ میلیونه اټکل کوي. د نورو سرچینو پر بنسټ په ازبکستان کې د ازبکي ژبې شمېر ۲۱ میلیونه، په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه، په تاجکستان کې ۹۰۰۰۰۰، په قرغیزستان کې ۸۰۰۰۰۰، قزاقستان کې ۵۰۰۰۰۰، په ترکمنستان کې ۳۰۰۰۰۰ او په روسیه کې ۳۰۰۰۰ اټکل کېږي.  [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچینې

  1. "اېتنولوګ" (په انګرېزي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. سرچينې تړی: https://www.ethnologue.com/language/uzb.
  3. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/uzb.
  4. ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 307. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  5. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  6. "Language".
  7. "ScriptSource - Uzbekistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  8. "ScriptSource - Afghanistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  9. "ScriptSource - Tajikistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  10. "ScriptSource - Kyrgyzstan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  11. "ScriptSource - Kazakhstan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  12. "ScriptSource - Turkmenistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  13. "ScriptSource - Russian Federation". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  14. "ScriptSource - Turkey". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  15. "ScriptSource - China". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  16. "The Origins of the Uzbek Language" (په روسي). Archived from the original on 2 September 2013. نه اخيستل شوی 5 January 2013.
  17. Golden, Peter. B. (1990), "Chapter 13 – The Karakhanids and Early Islam", in Sinor, Denis (ed.), The Cambridge History of Early Inner Asia, Cambridge University Press, ISBN 0-521-24304-1
  18. Allworth, Edward (1994). Central Asia: 130 Years of Russian Dominance, a Historical Overview. Duke University Press. p. 72. ISBN 0-8223-1521-1.
  19. "Navā'ī, (Mir) 'Alī Shīr". Encyclopædia Britannica (15th) 8. (1993). Ed. Robert McHenry. Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc. 
  20. Subtelny, M. E. (1993). "Mīr 'Alī Shīr Nawā'ī". Encyclopaedia of Islam VII. Ed. C. E. Bosworth. LeidenNew York: Brill Publishers. 90–93. 
  21. Valitova, A. A. (1974). "Alisher Navoi". Great Soviet Encyclopedia (3rd) 17. Ed. A. M. Prokhorov. Moscow: Soviet Encyclopedia. 194–195. 
  22. "Navoi, Nizamiddin Mir Alisher". Great Encyclopedic Dictionary (2nd). (1997). Ed. A. M. Prokhorov. Saint Petersburg: Great Russian Encyclopedia. 
  23. "Alisher Navoi". Writers History. Archived from the original on 16 October 2013. نه اخيستل شوی 26 January 2012.
  24. Maxim Isaev (7 July 2009). "Uzbekistan – The monuments of classical writers of oriental literature are removed in Samarqand". Ferghana News. Archived from the original on 11 September 2011. نه اخيستل شوی 26 January 2012.
  25. Kamola Akilova. "Alisher Navoi and his epoch in the context of Uzbekistan art culture development [sic]". San'at Magazine. Archived from the original on 24 January 2012. نه اخيستل شوی 28 January 2012.
  26. "Uzbek Culture". UzHotels. Archived from the original on 9 May 2012. نه اخيستل شوی 27 January 2012.
  27. "Alisher Navoi – The Crown of Literature". Kitob.uz Children's Digital Library (په اوزبکي). نه اخيستل شوی 8 February 2012.[مړه لينکونه]
  28. Allworth, Edward A. (1990). The Modern Uzbeks: From the Fourteenth Century to the Present: A Cultural History. Hoover Institution Press. pp. 229–230. ISBN 978-0-8179-8732-9.
  29. Batalden, Stephen K. (1997). The Newly Independent States of Eurasia: Handbook of Former Soviet Republics. Greenwood Publishing Group. p. 194. ISBN 978-0-89774-940-4.
  30. European Society for Central Asian Studies. International Conference (2005). Central Asia on Display. LIT Verlag Münster. p. 221. ISBN 978-3-8258-8309-6.
  31. Batalden, Stephen K. (1997). The Newly Independent States of Eurasia: Handbook of Former Soviet Republics. Greenwood Publishing Group. p. 194. ISBN 978-0-89774-940-4.
  32. Sjoberg, Andrée F. (1963). Uzbek Structural Grammar. Uralic and Altaic Series. Vol. 18. Bloomington: Indiana University. pp. 16–18.
  33. Ahmedjanova, Zumrad, "Uzbek Language" (PDF), slaviccenters.duke.edu
  34. Johanson, Lars; Brown, Keith; Ogilvie, Sarah (2009). Concise Encyclopedia of Languages of the World. Elsevier. pp. 1145–1148. ISBN 978-0-08-087774-7.
  35. The Uzbek tense-aspect-modality system
  36. "Världens 100 största språk 2007" ("The World's 100 Largest Languages in 2007"), Nationalencyklopedin
  37. "Uzbekistan". CIA. نه اخيستل شوی 7 December 2012.
  38. "Languages of Afghanistan". Ethnologue. نه اخيستل شوی 7 December 2012.
  39. "Languages of Tajikistan". Ethnologue. نه اخيستل شوی 7 December 2012.
  40. "Ethnic Makeup of the Population" (PDF). National Statistics Committee of the Kyrgyz Republic (په روسي). Archived from the original (PDF) on 13 November 2013. نه اخيستل شوی 7 December 2012. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  41. "National Census 2009" (PDF). Statistics Agency of Kazakhstan (په روسي). Archived from the original (PDF) on 12 December 2010. نه اخيستل شوی 7 December 2010.
  42. "Languages of Turkmenistan". Ethnologue. نه اخيستل شوی 7 December 2012.
  43. "National Census 2010". Federal State Statistics Service (په روسي). نه اخيستل شوی 7 December 2012.