بغلان ولايت
بغلان د افغانستان د 34 ولایتونو له جملې څخه دی چې ددی هیواد په شمال کې موقیعت لرې. پدی ولایت کې مختلف قومونه او سیږې چې په ترتیب سره د پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، او [[هزاره وو څخه دي.
بغلان | |
---|---|
د بغلان ولایت انځور
| |
موقعیت
| |
کورډېناټونه: ۳۵°۵۲′شمال ۶۸°۵۶′ختیځ / 35.87°شمال 68.93°ختيځ | |
اداري وېش | |
هیواد | افغانستان |
مرکز | پلخمری |
اداري وېش | |
حکومت | |
• والی | عبدالحی نعمتی |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۲۱٬۱۱۸ کلوميټر٢ (۸٬۱۵۴ میله مربع) |
لوړوالی | 2013 متر |
نفوس شمېرنه (2013) | |
• ټولټال | ۸۶۳٬۷۰۰ |
• د نفوسو کثافت | ۴۱/کلوميټر٢ (۱۱۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | UTC+4:30 |
رسمي ژبه | دري پښتو اوزبکي ژبه ترکمني ژبه |
جيو کوډ | 1147537[۱] |
آی اېس او 3166 | AF-BGL |
رسمی | دری پښتو |
سمول |
تاريخ
دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانگړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت څخه متاثره کیږی. کلنی اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب گرځې. په دې ولایت کې د اوبو لگولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستگاوي لری. وزلوبه د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی. په دي ولایت کې دکیله گي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو،د د ډنډغوري پیاز او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي. په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنگلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي. د اداري تشکیل د واحدونو ویش یي په لاندې ډول دی: د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنگ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري.
ولسوالۍ او نورې سیمې
ولسوالۍ | مركز | وگړي | سيمه[۲] | ژبي="ریښه" |
---|---|---|---|---|
اندراب | ۲۴۸۰۰ | بغلان | ||
برکه ولسوالۍ | ۵۲۲۰۰ | بغلان | ||
پل حصار ولسوالۍ | ۲۶۸۰۰ | بغلان | ||
پلخمري ولسوالۍ | ۲۰۳۶۰۰ | بغلان | ||
تاله او برفک ولسوالۍ | ۲۹۴۰۰ | بغلان | ||
خنجان ولسوالۍ | ۲۹۶۰۰ | بغلان | ||
خواجه هجران ولسوالۍ | ۲۳۲۰۰ | بغلان | ||
خوست او فرنگ ولسوالۍ | ۶۱۳۰۰ | بغلان | ||
ده صالح ولسوالۍ | ۳۱۱۰۰ | بغلان | ||
دهنه غوري ولسوالۍ | ۵۷۳۰۰ | بغلان | ||
دوشي ولسوالۍ | ۶۵۵۰۰ | بغلان | ||
فرنگ او غارو ولسوالۍ | ۱۶۱۰۰ | بغلان | ||
گذرگاه نور ولسوالۍ | ۹۹۰۰ | بغلان | ||
ناهرين ولسوالۍ | ۶۷۲۰۰ | بغلان | ||
نوی بغلان ولسوالۍ | ۱۶۷۲۰۰ | بغلان |
زمكنې جوړښت
نفوس
ټول وگړي ۴۸۴۴۷۵ ټول مساحت ۱۷۱۰۶
فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت
تاريخي ځايونه
د اوبو سرچينې
لاسته راوړنې
اړيكتيايي سېسټم
ځنگلونه
جگړې وراړولي زيانونه
سرچينې
- ↑ پیوستون : 1147537 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ Afghanistan Geographic & Thematic Layers
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار