په افغانستان کې زده کړې

په افغانستان کې په ښوونې او روزنې کې۱۲k- او لوړې زده کړې شاملې دي، چې د هېواد د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت تر څار لاندې دي. په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي او ۲۲۰۰۰۰ ښوونکي شتون لري. ولس لا زیاتو ښوونځیو او ښوونکو ته اړتیا لري.[۱][۲][۳]

په افغانستان کې ځینې لوی پوهنتونونه د کابل پوهنتون، د افغانستان امریکایي پوهنتون، بلخ پوهنتون، هرات پوهنتون، ننګرهار پوهنتون، شیخ زاید پوهنتون او د کندهار پوهنتون دي.

د ۱۹۳۳ او ۱۹۷۳ ز کلونو ترمنځ ښوونه او روزنه د ظاهر شاه په واکمنۍ کې ښه شوه، چې د نیمایي نفوس لپاره چې عمرونه یې له۱۲ کلونو نه ټیټ وو، لومړني ښوونځي چمتو کړل او د ثانوي ښوونځیو سیسټم او د کابل پوهنتون پراختیا هم په همدې وخت کې رامنځته شوه.په  ۱۰.۳ میلیارده افغانۍ په لومړي «پنځه کلن پلان» (۱۹۵۶ـ۱۹۶۲ز) کې ، چې «۷.۷٪ د تعلیم او روغتیا لپاره اختصاص شوې، په پرتله ۴۹.۵٪ د ترانسپورت او مواصلاتو لپاره، ۲۶.۵٪ په صنعتي پراختیا، ۱۲.۶٪ د کرنې لپاره، او ۳.۸٪  د بېلابېلو پرمختیایي کارونو لپاره» مصرف شوې دي.[۴][۵][۶]

د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت پر مهال د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند (PDPA) حکومت د پوهنې په سیستم کې اصلاحات راوستل، د دواړو جنسونو لپاره پر زده کړو ټینګار وشو او د سواد زده کړې په برخه کې پراخ پروګرامونه رامنځته شول.[۷][۸]

د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د حامد کرزي ادارې د پوهنې د سیستم د بیا رغونې لپاره د پام وړ نړیوالې مرستې ترلاسه کړې. د ۲۰۰۳ ز کال تر پایه پورې له ۳۲ ولایتونو نه په ۲۰ کې شاوخوا ۷۰۰۰ ښوونځي فعال وو چې ۲۷۰۰۰ ښوونکو یې ۴.۲ میلیونه ماشومانو ته (د ۱.۲ میلیونه نجونو په ګډون) تدریس ورکاوه. د دې شمېر نه، شاوخوا ۳۹ میلیونه زده کوونکي په لومړنیو ښوونځیو کې وو.

تر ۲۰۰۶ ز کال پورې په ټول افغانستان کې له ۴ میلیونو نه ډېر هلکان او نجونې زده کوونکې په ښوونځیو کې شامل وو. په ورته وخت کې د ښوونځیو تاسیسات یا بنسټونه هم رغول شوي یا ښه شوي و، هر کال په عصري ډول ښوونځي جوړېدل. د افغانستان امریکایی پوهنتون (AUAF) په کابل کې په  ۲۰۰۶ کې تاسیس شو. نور پوهنتونونه، لکه: په جنوب کې د کندهار پوهنتون، په ختیځ کې د ننګرهار پوهنتون او د خوست پوهنتون، په لوېدیځ کې د هرات پوهنتون او په شمال کې د بلخ پوهنتون رغول شوي او يا هم بیا له سره جوړ شوي دي.[۹]

د افغان نجونو لپاره د زده کړې پر وړاندې خنډونه لا ډېر وو. د افغانستان د هغه وخت د پوهنې وزیر محمد حنیف اتمر په ۲۰۰۷ ز کال کې ویلي و چې: ۶۰ سلنه زده کوونکي په خیمو او نورو ناامنو ودانیو کې زده کړې کوي او د ځینو پلرونه په داسې شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته له تللو منع کوي. د ښځینه ښوونکو نشتوالی بله ستونزه وه چې ځینې کورنۍ یې اندېښمنې کړې وې، په ځانګړې توګه په محافظه کاره سیمو کې. ځینو پلرونو خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوله چې د نارینه وو له خوا زده کړې وکړي. خو دا په دې معنا وه چې نجونو ته اجازه نه ورکول کېده چې ښوونځي ته ولاړې شي، لکه څنګه چې د اکسفام نړیوالې مرستندویه ادارې، په۲۰۰۷ ز کې راپور ورکړ چې شاوخوا څلورمه برخه افغان ښوونکي ښځې وې.[۱۰][۱۱]

لاندې لاسته راوړنې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړۍ لسیزه کې ترسره شوې:

  • د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۶ ز کلونو ترمنځ، په لومړنیو ښوونځیو کې د شمولیت کچه ​​له ۱ میلیون نه ۹.۲ میلیون ته لوړه شوه (په پنځلسو کلونو کې نهه چنده زیاتوالی) او د نجونو تناسب په حقیقت کې له صفر نه ۳۷٪ ته لوړ شو.
  • په عمومي زده کړو کې د ښوونکو شمېر اووه چنده لوړ شوی، خو وړتیا یې ټیټه ده. شاوخوا ۳۱ سلنه یې ښځې دي.
  • له ۲۰۰۳ ز نه تر ۲۰۱۰ ز پورې، له ۵۰۰۰ نه ډېرې د ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې  یا نوې جوړې شوې دي. یوازې ۵۰٪ ښوونځي د کارونې وړ ودانۍ لري.

نوم لیکنه لږ ده: په هره اداره کې اوسط ۱.۹۸۳زده کوونکي دي، درې مؤسسې له ۲۰۰ نه لږ زده کوونکي لري. برسېره پردې، پوهنځۍ د وړ او تکړه غړو له کمښت سره مخامخ دي: یوازې ۴.۷٪ (د ټولټال ۳.۵۲۲ نه ۱۶۶) تدریسي کارکوونکي پی ایچ ډي لري. «د ناکافي منابعو ستونزې او د وړ تدریسي کارمندانو نشتوالی د فساد مسئلې دي».[۱۲]

په ۲۰۱۰ز کې، متحده ایالاتو په افغانستان کې د لنکن د زده کړې مرکزونو جوړول پیل کړل. دوی د پروګرام کولو پلیټ فارمونو په توګه کار کوي چې د انګلیسي ژبې ټولګي، د کتابتون اسانتیاوې، د پروګرام کولو ځایونه، انټرنیټي اتصال، تعلیمي او نور د مشورې خدمتونه وړاندې کوي. د پروګرام موخه دا ده چې په هره میاشت کې لږ تر لږه ۴۰۰۰ افغان اتباعو ته په هر ځای کې لاسرسی ومومي.[۱۳][۱۴][۱۵]

د بشري پراختیا د شاخص له مخې په ۲۰۱۱ ز کال کې افغانستان په نړۍ کې ۱۵م لږ پرمختللی هېواد و.

د ۲۰۱۱ ز کال په جون میاشت کې، د متحده ایالاتو چارواکو د پوهنې له وزیرغلام فاروق وردګ سره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د USAID له خوا د افغانستان د پوهنې وزارت ته د مستقیمو مالي مرستو فرصتونه لا پراخ کړي. د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر کې، په افغانستان کې د باغچې سیمسیم د ماشومانو تلویزیوني لړۍ پیل شوه. دا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویل کېږي او د افغانستان د پوهنې وزارت په مشوره تولیدېږي. دا پروژه د دې لپاره ډیزاین شوې، چې له ښوونځي نه مخکې او له هغه وروسته له افغانانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته وکړي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د زده کړو د پرمختګ پر وړاندې ګواښونه سمول

تاوتریخوالی سمول

افغانستان یو له هغو هېوادونو نه دی چې د ښوونځیو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی، په ۲۰۰۸ ز کال کې د زده کړو پر مرکزونو باندې ۷۷۰ بریدونه شوي دي. د زده کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی په ۲۰۱۰ ز کال کې نږدې ۵ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګ نه منع کړي وو. افغانستان په ۲۰۰۶ ز کال کې د ۴۳۹ ښوونکو، د پوهنې کارکوونکي او زده کوونکي د وژلو شاهد و، چې په نړۍ کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه وه.[۲۲]

د ښوونکي باورلیک سمول

په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې تر ۶ میلیونو پورې نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل پیل کړي دي. په ۲۰۱۲ ز کال کې، د زده کونکو شمېر د وړ ښوونکو له شمېر نه ډېر و. د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد د ۱۶۵۰۰۰ ښوونکو له ډلې نه ۸۰ سلنه یې د لېسې زده کړو معادلې زده کړې کړې دي او یا یې له ثانوي دورې وروسته زده کړې نه دي بشپړې کړي.[۲۳]

نصاب سمول

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راهیسې، د افغان او نړیوالو کارپوهانو د ګډو هڅو په پایله کې د اسلامي تعلیماتو نصاب بدل شوی دی. نوي کتابونه او ښه روزنه رامنځته شوې. سره له دې، د ثانوي ښوونځیو درسي کتابونو لپاره معیاري نصاب شتون نه لري، او د لېسې درسي کتابونه د شمېر او محتوا له پلوه خورا ناکافي دي.[۲۴]

په ۲۰۱۲ ز کال کې کافي ښوونځي نه وو. د حکومت د وروستي راپور له مخې شاوخوا ۴۵۰۰ ښوونځي د رغولو په حال کې دي. ۴۰ سلنه ښوونځي په دایمي ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو. پاتې نورو د یونیسیف په پناه ځایونو کې ټولګي نیولي او یا یې "د دښتو ښوونځي" وو، چې زده کوونکي او ښوونکي یوه کلي ته نږدې په دښته کې د درس لپاره راټولېدل.

د ماشومانو کار سمول

په ۲۰۰۷ ز کال کې د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس، له ۱۸ کلونو کم عمر درلود. یونیسف اټکل کوي چې د اووه او څوارلسو کلونو ترمنځ نږدې څلورمه برخه افغان ماشومان کار کوي. په کلیوالو سیمو کې د هلکانو په پرتله نجونې ډېرکار کوي. دا ستونزه تر ټولو لویه ستونزه ده. دا د ماشومانو د زده کړو د ګډوډوۍ لامل کېږي او ښايي په بشپړ ډول یې ښوونځي ته له تللو نه مخنیوی وکړي.[۲۵][۲۶][۲۷]

ننگرهار پوهنتون سلام. زما نوم دی، خکمت الله افعان سمول

Some of the major universities in Afghanistan are the American University of Afghanistan, Kabul University, Kabul Polytechnic University, Al-Beroni University, Kardan University, Balkh University, Herat University, Nangarhar University, Shaikh Zayed University, Kandahar University, Bost University, Paktia University, ... هرات پوهنتون سمول

قندهار پوهنتون سمول

بلخ پوهنتون سمول

سرچینې سمول

کابل پولی تخنیک پوهنتون سمول

  1. "Afghanistan's Ministry of Higher Education". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په May 5, 2021 باندې). Ghani sees threat to Afghanistan's education system. Pajhwok Afghan News
  3. (په April 25, 2021 باندې). Not a single school in 6 districts of Kandahar. Pajhwok Afghan News
  4. Afghanistan country profile. Library of Congress Federal Research Division (May 2006). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  5. http://hafizsahar.com/Images/thesis.pdf
  6. Sahar, Hafiz (7 April 2021). Television in Afghanistan: A Comparative Study of Educational Television in Selected Developing Countries and Its Relevance to the Similar Use Television in Afghanistan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1737020707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Racist Scapegoating of Muslim Women – Down with Quebec's Niqab Ban!, Spartacist Canada, Summer 2010, No. 165
  8. Afghanistan country profile. Library of Congress Federal Research Division (May 2006). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  9. Afghanistan country profile. Library of Congress Federal Research Division (May 2006). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  10. "BBC NEWS – South Asia – Afghan schools' money problems". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2009-01-19 باندې). Fresh attacks on Pakistan schools. BBC News. BBC
  12. Anthony Welch and Attaullah Wahidyar. Evolution, Revolution, Reconstruction: The interrupted Development of Higher Education in Afghanistan. In M. F. Buck and M. Kabaum (eds.), 2013, Ideen und Realitaeten von Universitaeten, pp. 83-105, here pp. 94 and 96. New York: Peter Lang. کينډۍ:ISBN
  13. https://photos.state.gov/libraries/afghanistan/231771/PDFs/RFP-Lincoln-Learning-Centers.pdf
  14. http://waronterrornews.typepad.com/home/2010/09/ghazni-gov-lincoln-learning-center.html
  15. "About Lincoln Learning Centers – Embassy of the United States Kabul, Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Interview with Carol Ruth Silver". 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "OLPC Afghanistan". laptop.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lima Ahmad; Kenneth Adams; Mike Dawson; Carol Ruth Silver. "Briefing Note – One Laptop Per Child (OLPC) in Afghanistan" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "USAID To Provide Direct Assistance to Afghan Ministries for the People of Afghanistan". June 11, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر August 9, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په December 1, 2011 باندې). Sesame Street To Debut In Afghanistan. AWN News
  21. "Wardak seeks $3b in aid for school buildings". Pajhwok Afghan News. May 18, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Reuters. “Violence, tradition keep millions of Afghans from school” https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-education-idUSTRE7000P220110101 Retrieved 10 February 2012
  23. Transitions Online (TOL) Chalkboard. http://chalkboard.tol.org/afghanistan. Retrieved 10 February 2012.
  24. http://www.writearticles.org/Articles/Education-in-Afghanistan-Issues-and-Concerns-738.html Archived 2012-02-08 at the Wayback Machine.. Retrieved 10 February 2012.
  25. United Nations Children's Fund (UNICEF). http://www.unicef.org/infobycountry/files/Updated_2007_QandA_Afghanistan.pdf Archived 2019-07-18 at the Wayback Machine.. Retrieved 10 February
  26. United Nations (UN). http://www.un.org/apps/news/story.asp?NewsID=22952&Cr=afghan&Cr1= Retrieved 10 February 2012
  27. Michael P. Todaro and Stephen C. Smith, Economic Development (Pearson, 10th edition, 2009)