د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په رسمي ډول په ٢٠٠١ کې جوړ شو، خو په ٢٠٠٩ز کال کې يې په نړيوالو لوبو کې لوبه وکړه او پرله پسې برياوو يې په ملي او نړيواله کچه د مينه والو پام ځان ته واړاوه. د افغانستان د ملی لوبډلی اوسنی کپتان محمد نبي عيسی خېل دی او د کپټان مرستیال محمد شهزاد دی. د دی لوبډلی منیجر د پاکستان کریکټ لوبډلی پخوانی لوبغاړی کبیرخان دی.

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې نخښه

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له نن شاوخوا 15 کاله مخکې د ملي المپیک ادارې د کريکټ په نوم فدراسیون کې په پېښور کې د افغان مېشتو کډوالو له خوا رامنځته شوه، په داسې حال کې چې د فوټبال والیبال او ورته نورو لوبو په شان فدراسیونونه لا وار له مخه له اوږده تاریخ سره موجود وو. په دغه 15 کلن تاریخ کې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په کورنۍ او نړیواله کچه په بېلابېلو لوبغالو له بېلابېلو لوبغاړو سره د بریاوو او ناکامیو له لارې په نړیوالو ځان وپېژانده او په آسیايي کچه په ښې ځلېدا سربېره یې دوه ځلې نړیوال کپ سیالیو ته لار ومونده. د افغانستان د کریکټ ملي نولس کلنه لوبډله هم په دی وروستیو کی فعاله او په ډیرو بین المللی لوبو کی ځلیدلی ده.

لوبغاړی

د افغانستان د کرکټ د ملی لوبډلی لوبغاړینوروز منگل ، کریم خان صادق، ریس احمدزی، دولت احمدزی، نبي عیسی خېل، هستي گل عابد، اصغر ستانکزی، شفیق الله شفیق، احمدشاه احمدي، حمید حسن، سمیع الله شینواری،شاهپور ځدراڼ،محمد شهزاد محمدي اسدالله ، خالقداد او میرویس.

د کریکـټ ۲۰۱۰ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام

د افغانستان کریکټ تیم د متحده عربی اماراتو د ټیم پر وړاندی له بری وروسته او له ۱۰۱ پاینتونو سره،د لمړی ځل لپاره د ۲۰۱۰ کال په نړیوال ۲۰ اوریز جام کی گډون وکړ. دا لوبی چی د کارایبین جزایرو کی له ۳۰ اپریل تر ۱۶ می ۲۰۱۰ تر سره شوی، افغانستان خپله دواړه لوبی د هند و جنوبی آفریقاپه وړاندی ماته وخوړه او بل پړاو ته یی لاره ونه مونده.

د کريکټ ۲۰۱2 کال ۲۰ اوریز نړیوال جام

د افغانستان ملی کريکټ تیم د ۲۰۱۲ شل اوریز نړیوال جام په چوکاټ کی چی په سری لانکا کی تر سره شو په خپل گروپ کی له هند او انگلند سره ولوبید خو د دواړو لوبو په بایللو سره بل پړاو ته یی لاره پیدا نکړه او له لوبو د پړاو نه لری شو.