لوبې د خلکو د عمومي روزنې يو توکې (جز) دى، چې د بشپري ټولنې د کولتور، اقتصادي، سياسي او فرهنگي اړيکو په پرمختگ کې غوره رول لري. د بدني روزنې د سېستم عمومي موخه د ټولنې د ټولو وگړو د روغتيايي حالت د بشپړېدو او ښه کېدو، د جسمي، دماغي، اروايي وړتياوو وده، او د ملي نواميسو د ساتنې او د بهر نيو غليمانو پ وړاندې د خلکو د غوره عادتونو او دودونو بشپړول ديز خو په هر صورت سپورټ د سولې زېرې (سفير) دى او سياسي پولې په رسميت نه پېژنيز د بدني روزنو (لوبو) رامنځته کوونکي د وخت هغه نامتو اتلان دي، چې د خپلو نه ستړي کېدونکيو کارونو او فعاليتونو له کوښښ څخه وروسته پدې توانېدلي، چې يوه لوبه راوپنځوي. د لوبو د پنځولو (منځته راوړلو)، بشپړتيا، او ساتنې لپاره پېړۍ، پېړۍ وختونه لږېدلي دي. لومړنې شې چې د ژوند ستونزې يې له منځه وړي، او ورځېني فعاليتونه يې اسانه کړي، همدا بدني روزنه ده. دغه راز لوبې او سپورټ د خلکو د سوچ او فکر ښه کوي، غم او بدخويي يوې خوا ته کوي. د ښه او غوره لوبې ترسره کولو لپاره لازمه ده، چې د ورزش بنسټونه په علمي او فني ډول زده شي. که د سپورټ مينه وال او د بدني روزنې لارښوونکي يا هغه ټرېنران چې په ورزشي کلپونو کې د ورزش په بېلابېلو څانگو کې په تمرينونو بوخت دي، د ورزش له اصولو څخه بې خبره وي، نو پدې وخت کې يې کار دومره گټور نه تمامېږي.، ځکه په هغو ځوانانو کې چې د ودې او پرمختگ په حال کې وي، سپورټي تمرينونه ډېره ښه اغيزه کوي. نو کله چې د بدني روزنې لارښود د لوبغاړو له حاله او د پام وړ ورزش په اغېزو بلد نه وي، د کار پاېله به يې منفي وي. لدې امله د ورزشي لوبو په برخه کې د لومړنيو مالوماتو درلودل اړين دي.

د افغانستان ملي لوبې

وزلوبه

وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلکو په منځ کې ډېر مينه وال لري، د وزلوبې د رامنځته کېدو تاريخ د مقدوني سکندر د لښکر کشيو په وخت پورې تړي، نکل دى چې په هغه وخت کې به آريايي اتلانو د دښمن په لښکرو کې د شپې لخوا يرغل کاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوي له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل. وروسته دغه جگړه ايز وړتيا د ورزش بڼه وموندله او د بوختياوو او نندارې لپاره به ترسره کېده. ددې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمالي برخې دي، او ډېر ځله د بلخ ، جوزجان ، سمنگان ، بدخشان ، تخار ، کندز ، بغلان ، فارياب او پروان په ولايتونو کې دود لري. د وزلوبې د ترسره کولو لپاره، اتل يا لوبغاړې چې د (چاپ انداز) په نامه يادېږي، په سورلۍ کې لوى لاس لري او له ستونزومنو تمرينونو څخه وروسته په لوبو کې د گډون ځواکمنتيا ترلاسه کوي. د وزلوبې د لوبې وسيله يو خوسى وي، چې له حلالولو او د نس له پاکولو وروسته هغه د څلرويشتو ساعتونو لپاره د اوبو په منځ کې کېښودل کېږي، چې د پوستکي مقاومت يې ډېر شي، او بيا يې د لوبې په بهير کې ونه شلېږي. د خوسي وزن له ۳۰ څخه تر ۴۵ کيلوگرامو پورې وي. د وزلوبې د ډگر سيمه ناټاکلې وي، خو د افغانستان د اولمپېک د رياست لخوا د مېدان د بر برخه ۳۵۰*۳۵۰ مربع متره او اوږدوالې يې ۳۵۰*۳۰۰ متره ټاکل شوې دى. لوبه په عمومي ورزشي لوبغالو (د فوټبال د مېدان په مساحت) او په سټېډيمونو کې هم ترسره کېداى شي. د وزلوبې په مېدان کې د پورته کولو، د حلال او توغ داېرې د پام وړ ځايونه وي. خوسې د پورته کولو د ځاى (داېره) په منځ کې وي، او په اسونو سپاره لوبغاړي د هغه په شاوخوا راټولېږي. د مېدان دمشر په لارښوونه د خوسي د پورته کولو لپاره هلې ځلې پېل کېږي.

نېزه ويشتنه

نېزه ويشتنه هم د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، چې خلک يې ډېره خوښوي. هماغسې چې وزلوبه د هېواد په شمال کې ډېر مينه وال لري، دارنگه نېزه ويشتنه د هېواد په جنوب کې ښه مينه وال لري، د مثال په توگه په پکتيا ، پکتيکا، غزني او خوست ولايتونو کې زياتره نارينه پدې لوبه بوخت وي. نېزه ويشتل د مټورو، غښتليو، او قوي خلکو لخوا ترسره کېږي. د هغې د لرغونتيا په اړه ويل کېږي، چې دغه لوبه د دښمن په لښکرو باندې د يرغل او د جگړې په ډگر کې غليمانو ته د ماتې ورکولو په خاطر رامنځته شوې ده. ځينې خلک پدې باور دي، چې نېزه د ښکار وسيله ده، خو نن نېزه ويشتنه د يوې ښکلې نندارې او تفريح په توگه ډېر پلويان لريو نيزه ويشتنه په لويو ډگرونو کې ترسره کېږي. د لوبې بهير د مشر لخوا څارل کېږي. د لوبې د ترسره کولو لپاره په زمکه کې د لرگي مېخونه په ټاکلي واټن ټک وهل کېږي.


نړېوالې ورزشي لوبې

  1. فوټبال
  2. وليبال
  3. باسکټبال
  4. هاکي
  5. ټېنس
  6. پېنگپانگ
  7. بډمېنټون
  8. غېږه نيول
  9. جمناستک
  10. سېکل ځغلونه
  11. لامبو
  12. ځغاسته
  13. ټوپ اچونه
  14. ډبره اچونه
  15. وزن پورته کونه
  16. سوک وهنه
  17. بدنپالنه
  18. موټر ځغلونه
  19. اس ځغلونه


د لوبو نړېوال جشنونه

  1. د اولمپېک لوبې
  2. د فوټبال نړېواله سيالي
  3. د سوک وهنې نړېواله سيالي
  4. د کرکېټ نړېواله سيالي