د افغانستان د کريکټ ملي نولس کلنه لوبډله

لنډه تاریخچه سمول

د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په ایلیټ جام سیالیو کې د ونډې په موخه په دی وروستیو کی مالیزیا ته روانه شوه. د کرکټ آسیایي شورا ایلیټ جام سیالۍ چې د روان زیږدیز کال می په ۳ نیټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لار اچول کیږي، ټولټال لس لوبډلې په کې ونډه لري. د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله چې ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې هم په دغو سیالیو کې گډون درلوده او د دغو سیالیو اتله لوبډله ده، دا ځل هم له پوره چمتووالي سره د سیالیو ډگر ته درومي. د یادونې وړ ده چې د ایلیټ جام سږنۍ سیالۍ به د تیرو سیالیو پرتله توپیر لري او هغه لوبډله چې پایلوبې ته لار پیدا او د پایلوبې گټونکي شي، راتلونکي نړیوال جام ته به لاره پیدا کړي. د نولس کلنو لوبډلو راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې افغان نولس کلنه لوبډله به په دغه سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري او وبه کړای شي چې په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ څخه د خپلې ملي لوبډلې په څیر دفاع وکړي. مراد زیاتوي چې، د لوبډلې ترڅنگ له افغانستان څخه د دغو سیالیو لپاره د کرکټ آسیایي شورا له غوښتنې سره سم احمدشاه پکتین به د لوبڅار په توگه دنده تر سره کوي.خان یونس

د 2013 کال نولس کلنو لوبډلی ایلیټ کپ سمول

افغانستان ددریم ځل لپاره دنولس کلنو نړیوال جام ته ورسید!!!!!! دافغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د مالیزیا په کوربتوب په اسیایی ایلیټ جام پنځوس اوریزه سیالیو کې کوربه لوبډله مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او دروانو سیالیو پای لوبې ته ورسید. په دوهمه نیمه پای لوبه کې عربی اماراتو نیپال ته ماتې ورکړه او پدی سره به عربی امارات چې نړیوال جام کې دکوربتوب له کبله ځای خپل کړیدې له افغانستان سره داتلولۍ لاسته راوړلو په موخه سبا په فاینل کې ولوبیږي. دنن ورځې سیالۍ غوره لوبغاړې حشمت شهیدي وو چې په بی سارې ښکلې نیمه سلیزې سره په روانو سیالیوکې ددریم ځل لپاره دلوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دنن ورځې په سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او د 8 لوبغاړو په سوځیدو یی د حشمت شهیدي د 68 او منیراحمد د 53 منډو په مټ 233 منډې جوړې کړای شوې. ددې په ځواب کې تیز بالر سید شیرزاد او مسلم موسې په خپل په دریم او څلورم اورونو کې د مالیزیا دوه لوبغاړي بغیر له کومې منډې وسوځول او ورپسې په دوامداره توگه مالیزیا ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله هدف ته درسیدو ډیره وړاندې په 45 اورونو کې په 93 منډو وسوځیده او افغانستان د سر په سر پنځمې بریا په خپلولو سره سر په سر د ریکارډ دریم ځل لپاره دنولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه. دنن ورځې په دوهمه لوبه کې د عربی اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نیپال خلاف 271 منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یی د نیپال لوبډله په 195 منډو وسوځیده او په پدې سره یی سیالۍ په 76 منډو وبایلله. افغانستان به اوس دراتلونکې 2014 کال نولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې دبشپړغړیتوب لرونکو هیوادونو په ډله کې راښکاره شي. افغانستان ددریم ځل لپاره دنولس کلنو نړیوال جام ته ورسید دافغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د مالیزیا په کوربتوب په اسیایی ایلیټ جام پنځوس اوریزه سیالیو کې کوربه لوبډله مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او دروانو سیالیو پای لوبې ته ورسید. په دوهمه نیمه پای لوبه کې عربی اماراتو نیپال ته ماتې ورکړه او پدی سره به عربی امارات چې نړیوال جام کې دکوربتوب له کبله ځای خپل کړیدې له افغانستان سره داتلولۍ لاسته راوړلو په موخه سبا په فاینل کې ولوبیږي. دنن ورځې سیالۍ غوره لوبغاړې حشمت شهیدي وو چې په بی سارې ښکلې نیمه سلیزې سره په روانو سیالیوکې ددریم ځل لپاره دلوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دنن ورځې په سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او د 8 لوبغاړو په سوځیدو یی د حشمت شهیدي د 68 او منیراحمد د 53 منډو په مټ 233 منډې جوړې کړای شوې. ددې په ځواب کې تیز بالر سید شیرزاد او مسلم موسې په خپل په دریم او څلورم اورونو کې د مالیزیا دوه لوبغاړي بغیر له کومې منډې وسوځول او ورپسې په دوامداره توگه مالیزیا ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله هدف ته درسیدو ډیره وړاندې په 45 اورونو کې په 93 منډو وسوځیده او افغانستان د سر په سر پنځمې بریا په خپلولو سره سر په سر د ریکارډ دریم ځل لپاره دنولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه. دنن ورځې په دوهمه لوبه کې د عربی اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نیپال خلاف 271 منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یی د نیپال لوبډله په 195 منډو وسوځیده او په پدې سره یی سیالۍ په 76 منډو وبایلله. افغانستان به اوس دراتلونکې 2014 کال نولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې دبشپړغړیتوب لرونکو هیوادونو په ډله کې راښکاره شي.

د لوبدلې او اړونده هیئت نوم لړ سمول

ناصر جمال احمدزی (کپټان) حشمت الله شهیدی (مرستیال کپتان) شرف الدین اشرف سید احمد شیرزاد یونس احمدزی، عبدالرحیم منگل شاهدالله جاوید خان ضاءالرحمن اکبر مسلم موسی سید وحید الله شفق ظاهر منیر احمد (ویکټ ساتونکی) خیبر عمر حاجي ولي امین روزنکی دولت احمدزی مرستیال روزونکی شیر آغا همکار مدیر فضل عظیم خرم درمل پوه