ښى لاسى تيد بالر دى د ١٩٨٤ کال د فبروري په ٩ نېټه په ننگرهار کې زيږيدلى دى هستي گل عابد له دولت خان احمدزي سره عمومآ په گډه د بالينگ پيل کوي .

دوتنه:هستيگل عابد.jpg

هستي گل عابد د ١٢٠ څخه تر ١٣٠ کيلومتره في ساعت پورې بالينگ کوي . دى هم د توپ د سوينگ کولو يا خوځولو توان لري .

هستي گل عابد د پنځم پړاو په پايلوبه کې تر ټولو ډير وځليد او په حقيقت کې يې هغه لوبه په يوازې سر وگټله .

په هغه پايلوبه کې هستي گل لومړى د جرسي درې لوبغاړي په بالينگ او يو په منډه وسوځاوۀ وروسته يې ٢٩ مندې وکړې او د پايلوبې غوره لوبغاړى وبلل شو .

دۀ له تنزانيا سره هم په يوه لوبه کې درې لوبغاړي وسوځل .

هستي گل عابد تر اوسه د افغانستان لپاره ١٣٣ منډي کړي چې تر ټولو ډيرې يې ٢٩ دي ، د دۀ د منډو اوسط ٧.٨٢ دى .

دۀ تر اوسه د ١٦.١٦ په اوسط ٣٦ لوبغاړي هم سوځولي چې تر ټولو غوره بالين يې د ١٧ منډو په بدل کې د درو لوبغاړو سوځول و .