د کندز هوايي ډګر
د کندز هوايي ډګر[۱] په افغانستان کي د کندز ولایت سوېل ختیځ ته په اته کیلومتره فاصله کي موقعیت لري. دا د هیواد د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت (MoTCA) اړوند یو کورنی هوایی ډګر دی، [۲] چي د کندز ولایت خلکو ته چوپړتياوي ترسره کوي، او شاوخوا امنیت یې د افغان ملي ځواکونو په لاس کي دی.
کندز هوایی ډګر دسمندر له کچي شاوخوا د ۱٬۴۵۷ فوټه (۴۴۴ م) په اندازه لوړ پروت دی او یوه ځغاستلیکه چي 11/29 د اسفالټ یوه ۸٬۱۰۰ در ۱۴۸ فوټه (۲٬۴۶۹ م × ۴۵ م) سربېرنه سطحه لري پکښي جوړه سوې ده. [۳] په کندز هوایي ډګر کي په 2017 کال کي یو نوی ترمینل چي د 1,300 مسافرینو د استوګني ظرفیت یې درلود هم جوړ سو. [۴]
مخینه
سمولد کندز هوايي ډګر په ۱۹۵۸ کال کي د افغانستان د پاچا ظاهر شاه په واکمنۍ کي جوړ او دوه کاله وروسته د متحده ایالاتو له لوري نور هم پراخه سو. [۳] دا ډګر د ۱۹۸۰ لسیزي په اوږدو کي د افغان او شوروي ځواکونو له لوري د فوځي موخو لپاره کارول کیدي، او د طالبانو د لمړي نظام تر پرځېدو وروسته د اسلامي جمهوریت پر مهال د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه همدلته ځای پر ځای سول.
له افغانستان څخه د ناټو د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو غړو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کي د کندز هوايي ډګر تر خپل واک لاندي راوستی.
- ↑ . 21 March 2007.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ https://tolonews.com/afghanistan-176503.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Date=
ignored (|date=
suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=
ignored (|publisher=
suggested) (help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ . July 16, 2014.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) Invalid<ref>
tag; name "Kunduz airport preparing for foreign flights" defined multiple times with different content - ↑ https://pajhwok.com/2017/02/22/kunduz-airport-gets-new-terminal-worth-14m/.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Date=
ignored (|date=
suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=
ignored (|publisher=
suggested) (help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help)