پکتيکا ولايت
پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی.
ژبې | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي معلومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۳۹۳٬۸۰۰[۱] ![]() |
پکي شاملې اداري سیمې |
زرمت ولسوالۍ — برمل ولسوالۍ — ډيله ولسوالۍ — ګيان ولسوالۍ — ګومل ولسوالۍ — جاني خېل ولسوالۍ — مټه خان ولسوالۍ — نېکه ولسوالۍ — اومنا ولسوالۍ — سرحوزه ولسوالۍ — سروبي ولسوالۍ — شرن ولسوالۍ — تېروه ولسوالۍ — اورگون ولسوالۍ — وازه خوا ولسوالۍ — ورمامی ولسوالۍ — يحياخېل ولسوالۍ — يوسف خېل ولسوالۍ — زرغون ښار ولسوالۍ — زېروک ولسوالۍ ![]() |
رسمي ژبه | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
![Map](https://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,32.5,68.8,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%D9%BE%DA%A9%D8%AA%D9%8A%DA%A9%D8%A7_%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA&revid=322538&groups=_abd0f3cb1cac9230ecc634c39bc36206999f8b69)
څلور خواوې
سمولدپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري. مساحت: 36360 کيلومتره مربع.
نفوس
سمولديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.
ميشت قومونه:
سمولپه پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:
- - سلېمانخېل.
- - خروټی.
- - علي خېل.
- - ځدراڼ.
- ګيانخېل
- - وزير.
- - اندړ.
- - اورگوني.
- - سلېمانځی.
- - دېگان.
په پکتيکا کې لوی قومونه لومړۍ سلېمانخېل او بيا خروټي دي چې سلېمانخېل يې ډېری په کټواز کې او خروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او ارگون ولسواليو کې استوگن دي. ارگوني قوم يې يوازې په ارگون کې د خروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او ارگون کې ژوندکوي. علي خېل يې په مرکز ښرنه او يوسف خېلو کې. اندړ يې په مرکز او مټاخان کې او همداشان دېگان يا تاجک قوم يې يوازې په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. او همدا رنگه کوچيان يې په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي.
د کليو شمېر
سمولد پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو د کليو شمېر (2370) دی او د مرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.
فصلونه
سمولپکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه او ځنگلونه لري چې خلک يې د کارېزونو او خوړونو د اوبو ترڅنگ په ژورو څاه گانو خپلې کرنيزې ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکا کې غنم، جوار، اوربشې للمي رېشکې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره د بېلا بېلو مېوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونو کې يې د سون او په نجارۍ کې د استعمال د لرگيو گڼ ځنگلونه لري چې مېوه جات يې د پکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه د باندې هم صادرېږي.
ژبې يې
سمولد سيمو نومونه، تاريخي او فرهنگي ځايونه
سمولپه پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول. دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو (مور) ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده. دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسر خالو نومېده.
که دخالولښکرې راغلې زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه
مشهورې حرفې او کسبونه
سمولنجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.
مشهور ځايونه او زيارتونه يې
سمولپه پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:
- اويس قرني بابا زيارت
- باباجي صاحب زيارت
- حيات بابا زيارت
- ديوانه بابا زيارت
- حاجي بابا زیارت چې د همدې ولایت مرکز خواجه خېلو سېمه د مسواس په لویه هدیره کې شتون لري
غنې ابا زیارت چې په ګومل والسوالۍ کې واقع دی.
- د عبدالقدوس آغا صاحب مبارک زیارت چي دهمدې ولایت د وازه خوا ولسوالي دبرج په کلي کښي شتون لري.
- د آغا صاحب مبارک د زوی شهید عبدالباسط آغا صاحب زيارت.
- د اغا صاحب مبارک د بل زوی عبدالرؤف آغا صاحب زيارت.
- کاکامبارک زيارت
- زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه
- سيدجلال بخاري (رح)
- میلال بابا زیارت چی په زرغون شهر والسوالی بکخیلو کی ده
او يو شمېرنور مشهورځايونه شته.
مروجې لوبې او تکړښت
سمولنېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...
شاعران او ليکوال
سمولسلېمان لايق، مقتصد ستړی ، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، خالد ريحان،
بختيار ځدراڼ، عبدالجبار عابد، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمد ياسين ياسين،
عبدالباري نعيمي،
- عبدالحق فقيرزاده
- دوست محمد ځونډی
- شېرمحمدمهد
- فدامحمد صميم يار
- کلاخان حيران
- عبيدالله سرروضه وال
- قاري گل حسن اسير
- محمدايوب شاه خواجه
- رحيم خوشال
- فضل الرحمن زرغونی
- عبدالعزيز سرتېر
- جميل غاور
- حاجي عبدالعزيز
- گلزاده حميدي
- علي محمدنظري
- شهيدمحب الله بهرام
- شهيدنعمت الله ذبير
- محمدنبی همدرد
- خيرالدين ذکي
- سيف الله حقمل
- استادعبدالحميد
- گلزار تنها
- سيدعباس ايوبي
- مېرحسن ذهين
- ملاابراهيم
- ظريف نثار
- محمداکبر سرروضه وال
- خالد "ریحان "
- سیدخان "سلیمانخېل"
- محبت الله سالار
- ملالۍ سيرت
- غرغښته سلېمانخېله
- موسکا
- زرکه
او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.
کتابخانې:
سمولپه پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، شال کتابپلورنځي، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.
بوختې رسنی:
سمولپه پکتيکا کې دامهال يوه دولتي پکتیکا ملي رادیو تلویزیون او یو شمېر نورې خصوصي پښتون غږ، تلوسه، یاران ايف ايم، او انسان غږ راډيوګانې فعاليت ترسره کوي. همدارنګه په دې ولايت کې يوه چاپي رسنۍ د کټواز مهالنۍ په نوم فعاليت لري.
ښوونيز بهير:
سمولپه پکتيکا کې دوې دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي. 1- دپکتيکا پوهنتون"دپکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز 3- شال
ښوونځي:
سمولپه پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.
په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.
طبعي زيرمې:
سمولپکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.
زراعتي پيداوار:
سمول- جوار
- غنم
چلغوزه
- اوربشې
- لوبيا
.
ميوې:
سمولپکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، او مڼي، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.
مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت:
سمولاهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښې، خر، کچرې، چران او .. وحشي: د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو، خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوی په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيمو کې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتو سيمو او د ښار په شاوخوا سيمو کې خلک زيات مالونه لري.
مدني او فرهنگي ټولنې:
سمول- شال مدني او فکري بنسټ
- غاټول ادبي ټولنه
- پکتيکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه
- د گلاب گل ادبي ټولنه
- پکتيکا ځوان خوځښت ټولنه
- شکین د ځوانانو ټولنه
- د ارگون د ځوانانو ټولنه
- مېلمه مدني بنسټ
- د سرروضې د ځوانانو ټولنه
- د يوسف خېلو د ځوانانو ټولنه
- مټاخان د ځوانانو ټولنه
- د مرکز ښرنې د دوکاندارانو اتحاديه
- د پکتيکا د محصلينو ټولنه
- د خېرکوټ د ځوانانو ټولنه
طبعي زيرمې:
سمولپکتيکا ډېرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمې، د مسو زيرمې، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.
مېوې:
سمولپکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومنې، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگور په مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجود دي.
مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت:
سمولاهلی:
سمول- وزې
- ميږې
- غوايي اوغواميښي
- خر
- کچرې
- چران
او نور
وحشي:
سمولد پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوي په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيمو کې خلک زيات مالونه لري.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20100128120310/http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive date: ۲۸ جنوري ۲۰۱۰.