گیان ولسوالۍ د افغانستان د پکتيکا ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۴۲،۴۹۵ وگړو ته رسېږي.[۳]

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۲°۵۸′۳۱″شمال ۶۹°۲۳′۵۷″ختیځ / 32.975277777778°شمال 69.399166666667°ختيځ / 32.975277777778; 69.399166666667[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه پکتيکا ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2276 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053776[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Daud Haqmal's profile photo Daud Haqmal Shared publicly • Jan 1, 2014 گیان (کیان خیل) د گیانې ولسوالي په افغانستان کې د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده چه شمال خواته د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ، ختیځ ته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ،جنوب ته یی د برمل ولسوالۍ، لویدیځ ته د ارگون د ولسوالۍ او شمال لویدیځ ته د زړوک د ولسوالۍ سره گډې پولې لري.

د گیانې په ولسوالۍ کې میشت خلک د ځدراڼو د قوم یوه برخه ده او د گیانخیلو په نوم یادیږي، د گیانې ولسوالي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره تقریبآ ۲۰ کيلومتره گډه پوله لري،او له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته لویه لاره هم له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي، خو بدبختانه تر اوسه دغه لاره خامه ده، او پوخ (قیر) سړک وجود نه لري.

د گیانې ولسوالي یوه غرنۍ ولسوالي او په غرونو کې یی د نښتر، سرپ، څیړۍ او زڼغوزي وني په زیاته اندازه شتون لري.

د گیانې ولسوالي تقریبآ ۵۰۰۰۰ نفوس لري او خلک یی په کرنه او مالداري بوخت دي، کرنیز حاصلات یې جوار، غنم او اوربشې دي ، او اوبه یې د خلکو په واسطه د کیندلو شووو کاریزونو څخه په لاس راځي.

د گیانې ولسوالي ډیر په زړه پورې ځنگلونه او ښایسته منظرې لري. او زیاته برخه یی ځنگلونو پوښلې ده ، او دا د ولسوالۍ خلک د کرنې تر څنگ د ځنگلونو د میوو څخه هم ډیر عاید لاس ته راوړي.

د مثال په ډول تیر ۲۰۱۳ کال کې یی د زڼفوزیو عاید 9,000,000 $ میلیونه ډالر وو، او د غرونو غوره میوه یي هم زڼغوزي دي، د ځنگلونو د میوو تر څنگ د گیانې په ولسوالي کې مڼې ، مندتې (زردالوشفتالو ، بادام ، الوچې، چارمغز ، توت او انگور هم پیدا کیږي.

د گیانخیلو قوم یو پښتون، غیرتي او میلماپاله قوم دی ولې بدبختانه د معارف په برخه کې ډیر ورسته پاتې دي او دښمن همیشه کوښښ کړی دی چه دغه خلک له علم څخه لرې وساتي . او اوسني دولت هم په دا دولس کاله کې د ولسوالۍ ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې.

څنگه مو چه مخکې ذکر کړل چه د گیانې ولسوالي د پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره گډه پوله لري نو خلک یی هم پښتونخوا ته زیات تگ راتگ کوی او د ورځنیو ضرورتونو یو شمیر توکي له پښتونخوا څخه واردوي.

د گیانې ولسوالۍ خلک قومي جوړښت لري او دا قوم په خپل منځ کې ۹ خیلونه لري. ref> https://plus.google.com/106644562621933393198/posts/V7fw11BLR8V

دا هم وگورۍ

گیان (کیان خیل) د گیانې ولسوالي په افغانستان کې د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده چه شمال خواته د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ، ختیځ ته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ،جنوب ته یی د برمل ولسوالۍ، لویدیځ ته د ارگون د ولسوالۍ او شمال لویدیځ ته د زړوک د ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د گیانې په ولسوالۍ کې میشت خلک د ځدراڼو د قوم یوه برخه ده او د گیانخیلو په نوم یادیږي، د گیانې ولسوالي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره تقریبآ ۲۰ کلومتره گډه پوله لري، او له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته لویه لاره هم له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي، خو بدبختانه تر اوسه دغه لاره خامه ده، او پوخ (قیر) سړک وجود نه لري. د گیانې ولسوالي یوه غرنۍ ولسوالي او په غرونو کې یی د نښتر، سرپ، سیړۍ او زڼغوزي ونې په زیاته اندازه شتون لري. د گیانې ولسوالي تقریبآ ۵۰۰۰۰ نفوس لري او خلک یی په کرنه او مالداري بوخت دي، کرنیز حاصلات یې جوار، غنم او اوربشې دي ، او اوبه یې د خلکو په واسطه د کیندلو شووو کاریزونو څخه په لاس راځي. د گیانې ولسوالي ډیر په زړه پورې ځنگلونه او ښایسته منظرې لري. او زیاته برخه یی ځنگلونو پوښلې ده ، او دا د ولسوالۍ خلک د کرنې تر څنگ د ځنگلونو د میوو څخه هم ډیر عاید لاس ته راوړي،

د مثال په ډول تیر ۲۰۱۳ کال کې یی د زڼفوزیو عاید  9,000,000 $  نه ملیونه ډالر وو، او د غرونو غوره میوه یي هم زڼغوزي دي،

د ځنگلونو د میوو تر څنگ د گیانې په ولسوالي کې مڼې ، مندتې (زردالو)، شفتالو ، بادام ، الوچې، چارمغز ، توت او انگور هم پیدا کیږي. د گیانخیلو قوم یو پښتون، غیرتي او میلماپاله قوم دی ولې بدبختانه د معارف په برخه کې ډیر ورسته پاتې دي او دښمن همیشه کوښښ کړی دی چه دغه خلک له علم څخه لرې وساتي . او اوسني دولت هم په دا دولس کاله کې د ولسوالۍ ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې ،

څنگه مو چه مخکې ذکر کړل چه د گیانې ولسوالي د پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره گډه پوله لري نو خلک یی هم پښتونخوا ته زیات تگ راتگ کوی او د ورځنیو ضرورتونو یو شمیر توکي له پښتونخوا څخه واردوي ، د گیانې ولسوالۍ خلک قومي جوړښت لري او دا قوم په خپل منځ کې ۹ خیلونه لري.

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537706 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053776  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Paktika%20PDP%20Provincial%20profile.pdf