د افغانستان نفوس پوهنه

د ويکيمېډيا وېشنيزه

تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه و. د ولس د څو توکمیزو او څو ژبو له ټولنو جوړ شوی دی، چي د مرکزي آسیا، سویلي آسیا، او لویدېځې آسیا ترمنځ د تاریخي سوداګرۍ او یرغلیزې لارې پر سر موقعیت لري. د دې هېواد توکمونه پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، نورستانیان، ایماق، ترکمن، بلوچ او ځینې نور دي چې لږ پېژندل شهرت لري. دوی په ګډه د معاصر افغان ولس تشکیلوي.  [۱][۲][۳][۴]

نږدې ۴۶٪ نفوس له ۱۵ کلونو کم عمر لري، او د ټول ولس ۷۴٪ په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. ښځې په اوسط ډول د خپل ټول ژوند په اوږدو کې پنځه ماشومان زیږوي، چې له افریقا څخه بهر د زیږون ترټولو لوړه کچه ده. د ماشومانو شاوخوا ۶.۸٪ په زیږون یا ماشومتوب کې مري. په ۲۰۱۹ کال کې د اوسط ژوند تمه شاوخوا ۶۳ کاله ښودل شوې، او یوازې ۰.۰۴ سلنه نفوس HIV لري.[۵][۶][۷][۸]

فارسي (دري) او پښتو دواړه د هېواد رسمي ژبې دي. دري د زیاتره وګړو لپاره بین القومي ګډې ژبې په توګه کارول کېږي. پښتو د هندوکش د غرونو سوېل لور ته او په ګاونډي پاکستان کې تر اندوس سیند پورې په پراخه کچه کارول کېږي. ازبکي او ترکمني کوچنۍ ژبې دي چې د شمال په ځینو برخو کې تکلم کېږي. څو-ژبیتوب په ټول هېواد کې، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې عام دی. [۹][۱۰]

تر ۸۹.۷ سنله نفوس په سني اسلام عمل کوي او د حنفي اسلامي عقیدې پیروان دي، پداسې حال کې چې ۱۰- ۱۵ سلنه د شیعه اسلام پیروان دي؛ چې زیاتره یې د دولس امامه ډلې غړي دي او د لږ شمېر یې اسماعیلیان دي. پاتې ۰.۳ سلنه د نور مذهبونو، لکه سک او هندویزم پیروان دي. د اصلي ښارونو د ښاري نفوس پرته، زیاتره وګړي په قبیلوي او نورو قومي ګروپونو کې تنظیم شوي، چې خپل دودیز دودونه پر مخ وړي. [۱۱][۱۲]

د نفوس احصایه سمول

د قطر د جورج ټاون پوهنتون استاد اناتول لیوین په ۲۰۲۱ کال کې لیکلي وو چې «باید ووایو ده چې د افغانستان په ټول معاصر تاریخ کې هېڅکله داسې سرشمېرنه نه ده شوې چې حتی لږ هم د اعتبار وړ وګڼل شي.»[۱۳]

تاریخچه سمول

د افغانستان لومړنۍ سرشمېرنه یوازې په ۱۹۷۹ کال کې ترسره شوه، خو تر دې مخکې په هر ښار کې د سرشمېرنې لپاره بېلابېلې هڅې شوې وې. د ۱۸۷۶ کال د سرشمېرنې پر بنسټ، کابل ۱۴۰۷۰۰ تنه نفوس درلود. په کندهار کې په ۱۸۹۱ کال کې د نفوسو سرشمېرنه ترسره شوه چې له مخې یې په ښار کې ۳۱۵۱۴ تنو ژوند کاوه چې ۱۶۰۶۴ یې نارینه او ۱۵۴۵۰ یې ښځې وې. [۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۷۹ کال کې ټول نفوس نږدې ۱۵.۵ میلیونه وګړي راپور شوی و. له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې، شاوخوا ۵ میلیونه وګړي د پاکسان شمال لویدیځ او د ایران ختیځ ته د پناه لپاره کډوال شول. دا خروج په لویه کچه د کوم حکومت له خوا په اند کې نه دی نیول شوی. په ۱۹۸۳ کال د افغانستان حکومت د ۱۵.۹۶ میلیون وګړو راپور ورکړ، چې په احتمالي توګه وتلي هم په کې شامل وو.[۱۷][۱۸][۱۹]

ویل کېږي چې د ۱۹۷۹ – ۲۰۰۱ کلونو تر منځ په بېلابېلو جګړو کې نږدې له ۶ لکه څخه تر ۲ میلیونو افغانان وژل شوي وي. دا شمېرې کره نه دي او د تایید لپاره یې کومه هڅه نه ده شوې چې چې ایا دوی په ریښتیا وژل شوي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.  [۲۰][۲۱]

اوسني او وروستي معلومات سمول

تر ۲۰۲۱ کال پورې، د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۳۷،۴۶۶،۴۱۴ ښودل شوی، چې په دې کې هغه ۳ میلیونه افغانان هم ګډون لري چې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي. نږدې ۲۶٪ نفوس ښاري دي او پاتې ۷۴٪ په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۲۰۱۱ کال د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې کې ویلي وو چې په افغانستان کې د مېشتو افغانانو مجموعي شمېر شاوخوا ۲۶ میلیونه و او تر ۲۰۱۷ کال پورې دا شمېر ۲۹.۲ میلیونو ته ورسېد. له دې جملې څخه ۱۵ میلیونه نارینه او ۱۴.۲ میلیونه ښځینه دي. تمه کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د هېواد نفوس ۸۲ میلیونو ته ورسېږي.[۲۶][۲۷][۲۸]

په تېره لسیزه کې د ښاري سیمو نفوس چټکه وده تجربه کړې، چې د ۵ میلیون څخه د زیاتو بهرمېشتو د بېرته راستنیدو له امله ده. په افغانستان کې یوازینی ښار چې له یو میلیون څخه زیات اوسېدونکي لري، پلازمېنه کابل دی.

د سن جوړښت سمول

۰ - ۱۴ کاله: ۴۰.۶۲٪ (نارینه: ۷۵۶۲۷۰۳ / ښځه: ۷۳۲۱۶۴۶)

۱۵ – ۲۴ کاله: ۲۱.۲۶٪ (نارینه: ۳۹۶۰۰۴۴ / ښځینه: ۳۸۲۸۶۷۰)

۲۵ – ۵۴  کاله: ۳۱.۴۴٪ (نارینه: ۵۸۵۸۶۷۵ / ښځینه: ۵۶۶۱۸۸۷)

۵۵ - ۶۴ کاله: ۴.۰۱٪ (نارینه: ۷۲۴۵۹۷ / ښځینه: ۷۴۴۹۱۰)

۶۴ کلن او تر هغه پورته: ۲.۶۸٪ (نارینه: ۴۵۱۸۵۲ / ښځینه: ۵۲۸،۸۳۱ ) (د ۲۰۲۰ اټکل)

د نفوس د ودې کچه سمول

۲.۳۴ سلنه (۲۰۲۱ کال) [۲۹]

د نړۍ په پرتله هېواد ځای: ۳۹

ښاري کېدل سمول

د نفوس ښاري کېدل: د ټول نفوس ۲۶٪  (۲۰۲۰ کال)

د ښاري کېدو کچه: د بدلون کلنۍ کچه ۳.۳۷٪ (۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې)

جنسي نسبت سمول

د زیږون په سن کې: ۱.۰۵ نارینه \ ښځینه

۰ - ۱۴ کاله: ۱.۰۳ نارینه\ښځینه

۱۵ – ۲۴ کاله: ۱.۰۳ نارینه\ښځینه

۲۵ – ۵۴ کاله: ۱.۰۳ نارینه\ښځینه

۵۵ – ۶۴ کاله: ۰.۹۷ نارینه\ښځینه

۶۴ کاله او له هغه پورته: ۰.۸۵ نارینه\ښځینه

ټول نفوس: ۱.۰۵ نارینه\ښځینه (۲۰۲۰ کال)

سرچينې سمول

  1. "Afghanistan Population (2021) - Worldometer". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 March 2021 باندې). Critics: New Categories on Afghan IDs Will Incite Ethnic Tension. TOLOnews
  3. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lieven, Anatol (21 April 2016). "What Chance for Afghanistan?". The New York Review of Books. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Afghanistan". UNESCO. 27 November 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Article Sixteen of the Constitution of Afghanistan". 2004. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۲. From among the languages of Pashto, Dari, Uzbeki, Turkmani, Baluchi, Pashai, Nuristani, Pamiri (alsana), Arab and other languages spoken in the country, Pashto and Dari are the official languages of the state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World's Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 9 August 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lieven, Anatol (2021). "An Afghan Tragedy: The Pashtuns, the Taliban and the State". Survival: Global Politics and Strategy. 63 (3): 7–36. doi:10.1080/00396338.2021.1930403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kandahar Newsletter, 10 August 1891, IOR L/P & S/7/63/1295
  15. CENSUS ii. In Afghanistan Encyclopædia Iranica
  16. (Gazetteer of Afghanistan VI, p. 333).
  17. "United Nations and Afghanistan". UN News Centre. Retrieved 29 December 2013. Archived 31 October 2013 at the Wayback Machine.
  18. "Chapter 2. The Society and Its Environment" (PDF). Afghanistan Country Study. Illinois Institute of Technology. د کتاب پاڼي 105–06. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Population". U.S. Library of Congress. 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Afghanistan (1979–2001)". مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Population". U.S. Library of Congress. 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Afghanistan". Worldmeters. worldmeters.info. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 20 November 2011 باندې). Afghanistan's population reaches 26m. Pajhwok Afghan News
  25. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 20 November 2011 باندې). Afghanistan's population reaches 26m. Pajhwok Afghan News
  27. (په 10 May 2017 باندې). Afghan Population 29.2 Million.
  28. "Afghanistan – Population Reference Bureau". Population Reference Bureau. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Afghanistan". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)