د افغانستان امارت
د افغانستان امارت د مرکزي او سويلي اسيا په منځ کې پروت يو امارت و چې د اوس مهال افغانستان او د اوسني پاکستان (له ۱۸۹۳ ز مخکې) ځينې برخې يې تر پوښښ لاندې وې. دا امارت له دراني سترواکۍ نه هغه مهال سر راپورته کړ، کله چې دوست محمد خان د بارکزيو واکمنې کورنۍ بنسټ اېښودونکی په کابل کې واک ته ورسېد.
د دې امارت تاريخ په مرکزي اسيا کې د ځواکمنتيا په موخه د روسي سترواکۍ او بریتانيې تر منځ د «لويې لوبې» تر اغېز لاندې و. دا پړاو په افغانستا کې د اروپايي اغېزځانګړتيا لري. د افغانستان امارت د سيکانو له سترواکۍ سره د دراني سترواکۍ تر جګړې پورې دوام پيدا کړ، د ۱۸۲۳ز کال د مارچ مياشتې په څوارلسمه نېټه د نوښار په جګړه کې افغانانو په پېښور دره کې ځينې پخواني پياوړي مرکزونه له لاسه ورکړل. له دې وروسته، په ۱۸۳۹ز کال کې له بریتانوي ځواکونو سره لومړۍ افغان-انګليس جګړه رامنځ ته شوه. په دې جګړه کې افغانانو بريا تر لاسه کړه، بریتانويان په شا شول او دوست محمدخان يو ځل بيا په تخت کېنول شو. په هر حال، د دويمې افغان-انګليس جګړې (۱۸۸۰ز) پر مهال، بریتانويانو او افغانانو د ګندمک تړون لاسليک کړ، د دې تړون له مخې، بریتانويانو د اوسني پاکستان ځينې برخې، چې هغه مهال د افغانانو تر واک لاندې وې ونيولې، د افغانستان د بهرنيو چارو واک يې په دې شرط په لاس کې واخيست، چې افغانانو ته به مرستې ورکوي او له افغانستان نه به ټول بریتانوي پوځونه وځي. له درېيمې افغان-انګليس جګړې وروسته امير امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال تړون لاسليک کړ او په دې توګه افغانانو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په ۱۹۲۶ز کال کې، امان الله خان د هېواد نظام د افغانستان د سلطنت په توګه اصلاح کړاو په خپله د افغانستان لومړی پاچا شو. [۱]
تاريخچه
سمولد امارت د بنسټ اېښودو نه څو کاله وروسته، د ايران د محمد شاه او دوست محمد خان تر منځ د روسيې او بریتانيې ګټې په ټکر کې وې، دا ټکر د لومړۍ افغان-انګليس جګړې لامل وګرځېد چې د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ز کلونو تر منځ پېښه شوه. د جګړې پر مهال بریتانيې دا هېواد ونيو، هڅه يې دا وه چې د روسيې تر واک لاندې د افغانستان د ورتګ او د روسيې د پراختيا مخه ونيسي. دا جګړه د بریتانيې په لنډمهالې بريا پای ته ورسېده، بيا هم بریتانويان شاتګ ته اړ شول او دوست محمد خان بيا واک ته ورسېد. [۲][۳]
په ۱۸۶۳ز کال کې د دوست محمد له مړينې وروسته، زوی يې شيرعلي خان د هغه ځای ناستی شو. درې کاله وروسته د هغه مشر ورور محمد افضل خان، شيرعلي خان له واکه ګوښه کړ. په ۱۸۶۸ز کال کې، محمد افضل خان خپله له واکه لرې شو او امير شيرعلي خان چې په روسيه کې يې د جلا وطنۍ څو کلونه تېر کړي وو، بيا پر تخت کېناست. د امير په توګه د هغه بيا راستنېدلو له بریتانيې سره نوي ټکرونه پیدا کړل. د دې ټکرونو په پايله کې د ۱۸۷۸ز کال د نومبر په يوويشتمه نېټه بریتانيې، د افغانستان پر لور لښکر رهي کړ او امير شيرعالي خان اړ شو چې يو ځل بيا روسيې ته وتښتي، خو په ۱۸۷۹ز کال کې په مزارشريف کې مړ شو. د شيرعلي خان ځای ناستی محمد يعقوب خان له روسيې سره د سولې لپاره د حل لارې په لټه کې شو او دوی ته يې د افغانستان په بهرني سياست کې ډېره برخه ورکړه. په ورته وخت کې، هغه د ۱۸۷۹ز کال د مۍ مياشتې په شپږ وېشتمه نېټه له بریتانيې سره د ګندمک تړون لاسليک کړ او بریتانوي سترواکۍ ته يې يوازې د افغانستان د بهرنيو چارو واک ورپرېښود. په هر حال، کله چې د ۱۸۷۹ز کال د سپتمبر په درېیمه نېټه د بریتانيې استازی سرلويس کيوناري په کابل کې ووژل شو، بریتانويانو وړانديز وکړ چې عبدالرحمن خان د امير په توګه ومني. بریتانويانو په ۱۸۸۰ز کال کې له افغانانو سره د سولې تړون وکړ او په ۱۸۸۱ز کال کې يو ځل بيا له افغانستان نه ووتل. په ۱۸۹۳ز کال کې بریتانيې، افغانستان اړکړچې د ډيورنډ کرښه ومني، دا هغه ليکه وه چې اوس هم د پښتون مېشتو سيمو نه نېغ په نېغه تېرېږي او نږدې د افغانستان يو په درې برخه بریتانوي هند پورې تړي.[۴][۵]
له جګړې وروسته امير عبدالرحمن خان، چا چې هېواد بې اغېزې کړی و، په سمون يې پيل وکړ او ګڼ پاڅونونه يې وځپل. په ۱۹۰۱ز کال کې د هغه تر مرګ وروسته د هغه زوی حبيب الله خان د امير په توګه وټاکل شو او د پلار اصلاحاتو ته يې دوام ورکړ. حبيب الله خان له بریتانیې سره د پخلاينې په لټه کې شو، په ۱۹۰۵ز کې يې له روسيې سره د سولې تړون وکړ، دا تړون د روسيې او جاپان تر منځ په جګړه کې د روسيې تر ماتې پر ځای پاتې و او بيا روسيه له افغانستان نه په شا شوه. په لومړۍ نړيواله جګړه کې، د المان او عثمانيانو له هڅو سره سره، افغانستان ناپېیلی پاتې شو (Niedermayer–Hentig Expedition). په ۱۹۱۹ز کال کې حبيب الله خان د يوه سياسي مخالف له خوا ووژل شو. [۶]
په ۱۹۱۹ز کال کې د حبيب الله خان زوی امان الله خان د اصلي وارث نصر الله خان پر ضد و، څوک چې وروسته د افغانستان امير شو. له دې لږ وخت وروسته، يو بل جنګ ونښت چې درې مياشتې اوږد شو. دا جګړه په ۱۹۱۹ز کال کې د افغان-انګليس تر منځ له يوه تړون وروسته پای ته ورسېده، له کوم تړون وروسته چې افغانانو وکولای شول، د يوه بشپړ خپلواک هېواد په توګه د خپلو بهرنيو چارو د اداره کولو حق ولري. امان الله خان په هېواد کې سمون پيل کړ. په ۱۹۲۶ز کال کې يې د افغانستان د پاچا په توګه تاج په سر کېښودل شو او د افغانستان پاچهي يې تاسيس کړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچینې
سمول- ↑ Kohn, George Childs (2013). Dictionary of Wars. Revised Edition. London/New York: Routledge. p. 5. ISBN 9781135954949.
- ↑ Shultz, Richard H.; Dew, Andrea J. (22 August 2006). Insurgents, Terrorists, and Militias: The Warriors of Contemporary Combat. Columbia University Press. ISBN 9780231503426.
- ↑ Baxter, Craig (2001). "The First Anglo–Afghan War". Afghanistan: A Country Study. Ed. Federal Research Division, Library of Congress. Baton Rouge, LA: Claitor's Pub. Division. ISBN 1-57980-744-5.
- ↑ Dupree: Amir Sher Ali Khan Archived 30 August 2010 at the Wayback Machine.
- ↑ Smith, Cynthia (August 2004). "A Selection of Historical Maps of Afghanistan – The Durand Line". United States: Library of Congress. بياځلي په 11 February 2011.
- ↑ Islam and Politics in Afghanistan, Olesen, page 101
- ↑ Dijk, Ruud van; Gray, William Glenn; Savranskaya, Svetlana; Suri, Jeremi; Zhai, Qiang (13 May 2013). Encyclopedia of the Cold War. Routledge. ISBN 9781135923105.
- ↑ Adamec, Ludwig W. (1 January 2012). Historical Dictionary of Afghanistan. Scarecrow Press. ISBN 9780810878150.
- ↑ Pazhvāk, ʻabd al-Raḥmān (1959). Aryana, ancient Afghanistan.
- ↑ Jawed, Mohammed Nasir (1 January 1996). Year Book of the Muslim World. Medialine. ISBN 9788186420003.
- ↑ Barthorp 2002, pp. 27 & 64
- ↑ "Afghanistan" (in انګليسي). World Statesmen. بياځلي په 9 November 2015.