نورستان ولايت

د افغانستان ولایت
(له د نورستان ولايت نه مخ گرځېدلی)

د افغانستان نورستان ولایت د هندوکش غرونو په سویلي برخه کي هغه ښکلی ولايت دی چي د خپل لرغوني او اصيل اریايي کلتور له کبله یې دزياتو پوهانو، ګرځندویانو او نورو پاملرنه ځان ته اړولې ده. ددې ولایت ختيځ ته چترال-ديرسيمه، لویدیځ ته دپنجشېر ولايت د پريان ولسوالي لمړی حصه، شمال ته يي‌‌ دبدخشان ولایت کران، منجان او انجمن او سوېل ته یې دکنړ ولايت شيګل، وټه پور او پېچ دره سیمي پرتي دي.

نورستان ولايت
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۶۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
Ashkun (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۹٬۲۲۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۱۵′شمال ۷۰°۴۵′ختیځ / 35.25°شمال 70.75°ختيځ / 35.25; 70.75 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

جغرافيایي ځانګړتياوي

نورستان ولايت د هيواد د ختيځ طول البلد له ٦٩ درجو او ٥٠ دقيقو څخه پيل او لويديځ طول البلد ٧١ درجو، ٥٥ دقيقو او١٠ ثانيو پوري رسيږي او دشمال عرض البلد ٣٤ درجو، او ١٠او ٥ ثانيو عرض البلد کي پاي ته رسيږي . دنورستان ولا يت ټول مساحت ( )700 km2کيلومتره مربع او پخپل تشکیل کي ٧ ولسوالی لري.

منظرې

 
د نورستان دره
 
د نورستان يو کلی

تاریخ

نورستان ولایت په لرغونو زمانو کي د بلورستان په نامه یادېدی، چي له جغرافیایي پلوه یې د کونړ، چترال، بدخشان او کاپیسا ولایت بېلابیلي سیمي په ځان کي رانغاړلې. ددې ولایت خلک د لرغوني افغانستان (اریانا) په تاریخونو کي د الینا په نوم یادېدل، او لسګونو پېړیو را پدېخوا د قبایلو په بڼه اوسېدلی دي. افغانستان ته د اسلام تر راتګ وروسته نورستان د نورو قبایلي او غرنیو سیمو په څېر د مسلمانانو له لوري فتحه نه سو، بلکي پخوانۍ قبایلي بڼه یې غوره کړې وه. په 1398 زیږدیز کال کي د مرکزي اسیا خونړي واکمن تیمورلنګ د نورستان پر سیمه باندي یرغل وکړ او غوښتل یې دغه سیمه هم د نورو په څېر په زوره لاندي کړي، خو څرنګه چي د سیمي جغرافیایي موقعیت کړکېچن او ولسونه یې هم جنګیالي وه تیمور ونسوای کولای ترڅو لاندي یې کړي.

د تیمور تر مرګ وروسته ظهیر الدین بابر او نورو مغولو واکمنانو هم ورته هڅه وکړه، خو دوی هم د تیمور په څېر نامراده ولاړل، او نورستان خپلواکه پاته سو. په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د نورستان هغه سیمي چي د بدخشان او چترال له لاري چینایي پولو ته نژدې پرتې وې، د چین د حکومت لخوا ونیول سوې، ورپسې په 1893 کال کي کله چي د انګرېزانو له لوري پر امیر عبدالرحمن خان باندي د ډیورنډ کرښه وتپل سوه، بریتانوي هند د چترال سیمه ټوله لاندي او یوازي یې لویدیځ بلورستان چي اوسنئ نورستان ولایت په ځان کي رانغاړي او هغه وخت کافرستان یادېدی پرېښود. امیر عبدالرحمان خان ددې سیمي د نیولو لپاره په 1891 کي یرغل ترسره او د پنځو کالو پرله پسې نښتو په پایله کي یې ونیوی.

اقتصاد

د نورستان ولایت خلک خپلي اقتصادي اړتیاوي له زراعت او مالدارۍ څخه پوره کوي، خو یو شمېر خلک یې د حیواناتو په ښکار او پوستونو پلورلو باندي هم بوخت دي او ددې ترڅنګ د نخي او پشمي ټوکرانو په رغولو باندي سیمه ییزي جامې جوړوي.

ژبې

بېلابېلې نورستانۍ ژبې د سيمي وګړو لخوا ويل کېږي خو پښتو د اداري او تعليمي ژبې په توګه رسميت لري.

ولسوالۍ

د نورستان ولايت د اداري وېش له مخي په ٨ اداري واحدونو باندي ويشل شوي دی چي عبارت دي له:

  1. پارون د ولايت مرکز
  2. وايگل ولسوالۍ
  3. کامدېش ولسوالۍ
  4. دو آب ولسوالۍ
  5. واما ولسوالۍ
  6. منډول ولسوالۍ
  7. برگمټال ولسوالۍ

وگړي

د نورستان ولايت څه باندې ۱۲۰۰۰۰ تنه وگړي لري.

نورستان په درې برخو ويشل شوې. مركزي، د نورستان ولسوالۍ عبارت دي له: پرون، كامدېش، واما، برگ مټال، غازي اباد.

 
نورستانۍ جلۍ
 
نورستان نارينه
 
نورستان نارينه

نورستانيان د افغانستان يوه توکميزه ډله ده. د دې توکم خلک د افغانستان په ختيځ د نورستان په ولايت کې مېشت دي.

لرغوني سيمې

سرچينې

  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار