د جبل السراج د برېښنا فابریکه

د جبل السراج د برېښنا دستګاه د سالنګ په سیند باندې جوړه شوې ده. له توربین سره ی‌ؤ ځاي یې لوړوالی 37 متره دی. هغه اوبه چې په توربین باندې راځي په ی‌ؤه ثانیه کې لس متره مکعبه دي . د جبل السراج دستګاه د جوړولو کار په 1294 هجري شمسي کې پيل او په 1299 هجري شمسی کې پاي ته ورسېد. درې توربینونه لري چې مجموعي ظرفیت یې 1500 کیلو واټه دی . ددغې دستګاه استهلاکي دوره پوره شوېده او بیارغونې ته اړتیا لري ، خو بیا هم دوه توربینونه یې کار کوي . د جبل السراج له برېښنا څخه د جبل السراج او چاریکارو د ښارونو په روښانه کولو او د ګلبهار د فابریکې په کار اچولو کې ترې استفاده کیږي .