د افغان-انگرېز درېمه جگړه
د افغان-انگرېز درېمه جگړه Third Anglo-Afghan War | |
---|---|
تاريخ | ۶.۵.۱۹۱۹ - ۸.۸.۱۹۱۹ |
هېواد | افغانستان |
پوځونه | |
بریتانوی امپراطوری | افغانستان |
قوماندان | |
Sir Arthur Arnold Barrett Reginald Edward Harry Dyer Alexander Eustace |
امير امان الله خان محمد نادر شاه |
د افغان-انگرېز درېمه جگړه د انگرېز واکمنۍ او د افغانستان په منځ کې يوه بله تحميلي جگړه وه چې په ۶.۵.۱۹۱۹ زېږد کې پېل شوه او په ۸.۸.۱۹۱۹ کې پای ته ورسېدله.
تاریخ
د امیر حبیب الله تر وفات وروسته زوی یی امیر آمان الله خان د افغانستان پاچا شو. کله چه آمان الله خان پر شاهي پلاز کښېناست نو په کابل کې په ۷.۴.۱۹۱۹ کې یی خپلواک علان کړه. امیر آمان الله خان د شوروی اتحاد سره دیپلوماتیکی (سیاست) اړیکی ټینگی کړی او څو تنه دیپلوماتان یی شوروی اتحاد ته ولیږل. بریتانوی امپراطوری د شورویانو آغېزې څخه په افغانستان کې ډېر ډاریدلی. بریتانوی امپرطوری ۳۵۰،۰۰۰ عسکران د افغانستان سرحد ته نژدې ولېږل. په ۶.۵. ۱۹۱۹ کې بریتاوی پوځ پر افغانستان برید وکړ.