پښتو اوسنى شعر

د پښتو اوسنى شعر د شلمې زېږدي پېړۍ له راپيليدو سره پيل شو. دا وخت پښتو شعر د موضوع او جولې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل.

د پښتو شعر په دې موضوعي او ښكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له هماغه پيله د ژوند شعر وو او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه پكې راغبرگېدل. په ۱۹ زېږدي پېړۍ كې انگريزانو دوه ځلي پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه او دغې سکالو (موضوع) په پښتو شعر كې ژور غبرگون وموند. انگريزانو د افغانستان د خوړلو لپاره د ۱۹ پېړۍ په پاى (۱۸۸۳ زېږدي) كې د افغانستان په زړه كې د ډېورنډ د ناولې كرښې په تېرولو سره موجوده افغانستان د خپل لاسپوڅي پاچا امير عبدالرحمن خان په لاس كې وركړ او د تحت الحمايه حكومت له لارې يې اداره كاوه. تر ډيورنډ كرښې ها خوا سيمې يې په برتانوي هند ورگډې كړې او تر خپل سيده ښكيېاك لاندې يې راوستې.

د هېواد دغه ظالمانه وېش د هېواد روښاندي او دراك زامن ودرول او په لره او بره پښتونخوا كې د مبارزې احتجاج، قيام او پاڅون لپاره تابيا كېدله. پښتو شعر له همدې وخته په لره او بره پښتونخوا كې د آزادۍ د شعار په توگه خپل غږ راپورته كړ او د خپلواکۍ غوښتنې په نوي مضمون سمبال شو.

په افغانستان كې د ۲۰ پېړۍ له راپيليدو سره د افغانستان مستبد او زورواک (ديكتاتور) پاچا امير عبدالرحمن خان مړ شو او د هغه د تعليميافته، خو عياش زوى امير حبيب الله خان په پاچا كيدلو سره د هېواد روښاندو د نسبي سياسي تنفس زمينه ومونده او د رسنيو او سياسي مبارزې له لارې له كورني استبداد او بهرني ښكيېاکه د خلاصون لپاره راولاړ شول. پر ۱۹۰۶ زېږدي كال په افغانستان کې د سراج الاخبار په نامه یوې چاپي رسنۍ په کار پيل وکړ، خو د لومړۍ گڼې تر خپریدو وروسته یې د چاپ مخه ونيول شوه. تر دې وروسته پر ۱۹۰۹ ز كال د مشروطيت غورځنگ په نامه يو سياسي گوند جوړ شو، خو مستبد حكومت د بهرني ښكېلاك په نغوته د دغه غورځنگ سرلاري او غړي اعدام او بنديان كړل. بيا هم روښاندو په بله بڼه خپل روښاندي كار ته دوام وركړ او پر ۱۹۱۱ ز كال علامه محمود طرزي د سراج الاخبار افغانيه په خپرولو سره فكري مبارزه پيل كړه. په دغه اخبار كې علامه محمود طرزي د پښتو د ښكېلاك ضد او ويښوونكو شعرونو خپرول پيل كړل. دا شعرونه دلته هم لوستل كېدل او د ډيورنډ كرښې ها خوا هم د پښتونخوا خپلواکي غوښتونكو لوستل او لاس په لاس گرځيدل. له دې سره جوخت پر ۱۹۱۰ ز كال ارواښاد راحت زاخيلي هم په پېښور كې د افغان جريدې په خپرولو سره د هغه ځاى د شاعرانو د استعمار ضد او آزادي غوښتونكو شعرونو په خپرولو لاس پورې كړ. له دې سره په پښتو شعر كې د روڼتابه نوې دوره پيل شوه او د سکالو له مخې په نوې روحيه او نوي مضمون پښتو شعرونه وويل شول.

تر دې وخته پښتو شاعرۍ د بڼې له پلوه زاړه قالبونه درلودل. له زرگونو كلونو راهيسې د پښتو شعر يوه برخه په ولسي صنفونو او ژانرونو لكه لنډيو، نارو، سروكيو او نورو كې ويل كېده. يوه برخه يې لرغونې سندرې وې، لكه د امير كروړ، بېټ نيکه، بختيار كاكي او نورو پاړكي. بله كورنۍ يې د عاميانه شاعرۍ وه لكه چاربيتې، بدلې، مقامونه، پگتۍ او نور. بله برخه يې له عربي نه په راغلو قالبونو كې ويل شوي شعرونه ول، لكه بوللې، غزلې، مثنوي او نور. په ۱۹ ز پېړۍ كې د هندي شاعرۍ د مقامونو قالبونه او راگونه لكه بيرمي، پاړي، كليان او نور پښتو شاعرۍ ته راغل ول.

د موضوع له نويوالي سره د شعر د زړو قالبونو د ماتولو هڅه هم پيل شوه او په دې ترتيب د موضوع او بڼې له پلوه په پښتو شعر كې بدلون او ان اوښتون راغى.

كله چې د پښتو نوي شعر لړۍ علامه محمود طرزي په خپل اخبار كې پيل كړه، انگريزي ښكيلاك سخت ټكان وخوړ، ځكه دا اخبار په لره پښتونخوا كې هم لوستل كېده او پښتانه يې د انگريزي ښكيلاك پر ضد پارول. هغه وو چې انگريزانو خپل لاسپوڅي واكمن امير حبيب الله خان ته له برتانوي هنده رسمي ليكونه راولېږل چې د پښتو شعرونو خپرول دې په سراج الاخبار افغانيه كې بند شي. حكومت به علامه محمود طرزي ته د پښتو شعرونو خپرولو امر وكړ، خو طرزي به څه وخت د پښتو شعرونو خپرول وځنډول او تر دمې وروسته به يې يو ځل بيا يو پښتو شعر چاپ كړ او يو ځل بيا به له برتانوي هند نه د انگريزي ښكېلاك د احتجاج غږ راپورته شو. دى به بيا يو وخت غلى وو او د فرصت په برابرۍ به يې يو ځل بيا پښتو شعر چاپ كړ او دې يو گام پر شا او دوه گامه پر مخ سياست تر هغه دوام وكړ، چې پر ۱۹۱۹ ز كال د افغانستان ځوان ټولواك اعليحضرت غازي امان الله خان له پاچا كېدو سره سم د افغانستان بشپړه خپلواكي اعلان او ترلاسه كړه.

په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ شوى پښتو شعر د مولوي صالح محمد هوتك وو، چې د ۱۹۱۴ ز كال د جون پر ۲۵ نېټه د عبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره خپور شو. د مولوي صالح محمد هوتک د شعرونو خپريدلو دوام وكړ او د ۱۹۱۴ ز كال په پاى كې، چې د لومړۍ نړيوالې جگړې په ترڅ كې انگريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله، د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه. انگريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې شي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال د وري د ۲۶ نېټې په گڼه كې د مولوي صالح محمد هوتک د يوه شعر خپرېدلو، چې پكې راغلي وو:

ته كره د زمكې گوره نظر وكړه زما وروره
دنيا ده پر شور راغلې تورېدلې ، قهريدلې
لوى دول چې په دنيا دي په يورپ ، كه په ايشيا دي
ټول په جنگ سره اخته دي په سرو وينو آغشته دي
انگريزان په وير اخته دي ډېر مغموم خورا خپه دي
همت گوره د تركانو د روميانو ، عثمانيانو ...

انگريزان تلولي كړل، د افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې گڼې د خپريدلو مخه ونيوله، بیا يې د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل: « د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى. څرنگه چې شعر په پښتو دى، نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر شي، نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپرېل د ۱۶ گڼې د خپريدو مخه ونيسئ!» ورپسې يې د انگليس د ((سي . آى . ډي)) يانې څارگرۍ سروال (استخباراتو رييس) ته راپور وركړ او بيا نو د هند مرستيال واکمن (وايسرای) د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه، څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي. تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل شوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې د پښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې شوه. څرنگه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرگ تماميده، نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت لپاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول.

سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال په غويي كې د پښتو يو بل بادرده او هېوادپال همكار وموند. دا ځوان د سراجيه ښوونتون (دارالمعلمين) مدير غلام محي الدين افغان وو، چې خپلې د وطن د مينې ترانې يې ورته وسپارلې:

زه زما ډك دى له مينې د وطن خپل وطن ماته عزيز دى تر خپل تن

دا سراج الاخبار ته د غلام محى الدين افغان د لومړي سپارل شوي شعر مطلع وه. د هغه يوه بولـله د همدې كال د تلې د ۱۸ نېټې په گڼه كې هم راغلی دی.

اميد مه كړه چې همېش به يې خوشال په دنيا كې دى هر څه لره زوال

ورپسې په بېلابېلو گڼو كې د عبدالعلي مستغنى، عبدالهادي داوي او نورو شعرونه راغلل. بيا د دغه كال په ژمي كې د انگريزانو د ياد شوي گواښ او مخالفت له امله سراج الاخبار پښتو برخه نه درلوده.

د ۱۲۹۵ لمريز كال په پسرلي كې يو ځل بيا د مولوي صالح محمد په شعرونو سراج الاخبار پښتو خپرونې پيل كړې . د همدې كال د ليندۍ د ۱۹ نېټې په گڼه كې د ((حسيات ملي)) تر سرليك لاندې د ملا محمد خان عرض بيگي يوه خوږه ملي چاربيته خپره شوه:

افغانستان خلك زمري دي پرې افگار به شې! خيال د بدو ورته مه كړئ نگونسار به شئ!

په دې توگه علامه طرزي يو ځل بيا په سراج الاخبار كې پښتو خپرونې ورو ورو اوج ته ورسولې او يو ځل بيا يې د خپلې آرې موخې په لور يون پيل كړ. هغه د غلام محى الدين افغان وطني او ملي شعرونه پرله پسې پكې خپاره كړل او پښتو خپرونو ته يې پراختيا وركړه. د همدغه كال د مرغومي د پنځمې نېټې په گڼه كې محمود طرزي او د هغه ملگرو يو بل زړور توب وكړ. هغوی په داسې وخت كې چې پاچا په ننگرهار كې وو، د عبدالهادي داوي د ((بلبل گرفتار)) دري شعر خپور كړ چې د افغانستان د آزادۍ غوښتنې هيله پكې نغښتې وه. د ۱۲۹۶ لمريز کال د غبرگولي د دويمې نېټې په گڼه كې د ادبيات ملي تر سرليک لاندې د دې شعر پښتو ژباړه، چې مولوي صالح محمد په ځانگړي خوږوالي او سلاست كړې وه، خپره شوه. ورپسې سراج الاخبار د خپل ژوند تر پايه (۱۹۱۸ ز کال) پورې پښتو شعرونه خپاره كړل او له دې لارې يې د پښتو اوسني ادب وروزه.

شعر دوه اړخونه لري: مضمون او جوله، يا خوند او رنگ چې كله يې د مضمون خواته ډېره توجه كېږي او كله د جولې خواته. زموږ په اوسني ادب كې مضمون ته پاملرنه او اساسي غوښتنه وه او زموږ نوي ادب داسې وخت سترگې وغړولې چې زموږ ملي غوښتنې د ملت د سياسي او بشپړې خپلواكۍ په پوله ولاړې وې. زموږ د دې وخت شاعر رسالت درلود چې دا غوښتنې په خپل شعر كې منعكسې كړي. هغوی هم همداسې وړل او شعرونه يې د اوسني ادب پيلامه شول.

دغو شاعرانو د موضوع د اهميت له مخې لومړى د شعر د مضمون نويتابه ته لاس اوږد كړ او د خپلې دغې موخې لپاره يې هماغه زاړه شعري كالبونه استخدام او خپل نوي فكرونه يې پكې ځاى كړل. موږ وليدل چې په سراج الاخبار كې د اوسني ادب راغلي شعرونه زاړه كالبونه لري. په دغه اخبار كې لومړى چاپ شوى شعر د بولـلې (قصيدې) بڼه لري:

دا څه عجيب دوران دى چې راغلى په افغان دى

او دويم شعر يې چې ارواښاد عبدالهادي داوي ويلى دى:

اخبار هر ملت ته جانه ضروري دى واوره مانه

د هغې زړې وعظيه او نعتيه مثنوي په بڼه دى چې سوونه كاله پخوا يې په « رشيد البيان »، « اسرارالعارفين » او نورو كې بېلگې راغلې دي، خو خوند يې بيا داسې نه دى، نوې خبرې، نوې هڅونې او د فكر نوي سوبه شوي ملكونه لري. همدا راز د مولوي صالح محمد هغه اويا بيتيزه مثنوي، چې د انگريزي ښكېلاک پخې ماڼۍ ته يې سخت ټكان وركړ. دا د جولې له پلوه يوه مثنوي وه چې بېلگې يې په پښتو ادب كې زړې دي، خو د مضمون له پلوه يوه مهمه سکالو (موضوع) پكې رانغښتل شوې ده. په هغې کې د نړۍ د ډېر لوى ښكيلاكگر ځواك په مقابل كې د خپلواکۍ او حق سنگر ټينگ شوی دى. همدا د شعر د موخې اغېز دى چې انگريز يې له خپل ټول ځواک او وسلې سره ويرولى او د ښکېلاک دنگه ماڼۍ يې لړزولې ده.

غلام محي الدين افغان په:

زړه زما ډك دى له مينې د وطن خپل وطن ماته عزيز دى تر خپل تن

غزل كې د تغزل زاړه كالبونه مات كړل او د هېواد مينه يې پكې ځاى كړه. ملا محمد عرض بيگي بيا دا كار له چاربيتې څخه واخيست او د چاربيتې زوړ چوكاټ يې د هېواد د مينې د يو نوي اړخ بيانولو ته چمتو كړ. مولوي صالح محمد د « بلبل گرفتار » په ژباړه كې تركيب بند ته نوى روح وركړ او نوى ترنم يې پكې پيدا كړ:

يوه ورځ زما تر غوږ شوه له بلبله چې قفس كې يې ژړل دايې ويله
چې بندي شوم د صياد له سخته دله ولې نه پوښتي څوك حال زما يو دبله
ولې حبس ابدي راغى په وار زما ولې نشته بې فغانه كار او بار زما

ملا عبدالباقي افغان هم د شعر په زاړه قالب كې نوي فكرونه وځلول او نورو هم همداسې وكړل. د سراج الاخبار په پاڼو كې مو د پښتو د شعري بدلون بېلگې تر نظر تېرې شوې. هلته په لره پښتونخوا كې هم د شلمې پېړۍ له پيل سره د پښتو ننني ادب غزونې وكړې او هلته هم تر كالب ماتيدنې وړاندې شاعرانو د شعر په زړو كالبونو كې نوې سا پو کړه او د دې ډلې سرلاري راحت زاخيلي وويل:

لكه څوك د بل په سانه ژوندىكېږي داسې قام نه دى دبل په دم تازه
كه د تللي كاروان پل درنه غلط وي خداى د پاره واخله خپل قدم تازه

په دې ترتيب يې پښتانه قدم اخيستلو ته وهڅول او په خپله يې هم د پښتو په ادب كې نوي گامونه اخيستل پيل كړل.

د پښتو په زړو كالبونو كې نوې سا عامه شوه او د شلمې پېړۍ په دريو لومړيو لسيزو كې د نوي ژوند روښانوونكي او بيانوونكي ډېر شعرونه وويل شول. په لره پښتونخوا کې پر راحت صاحب سربېره، په هغه پسې ارواښاد فضل محمود مخفي، محمد اسلم خان کمالي، محمد اکبر خادم، عبدالخالق خلیق، ميا احمد شاه، عبدالمالک فدا، فضل احمد غر او نورو ډېرې د ژوند ترانې وغږولې او ډېرې د ژوند سندرې يې وويلې.

فضل محمود مخفي به ويل:

ربه موږ له مينه د قام را په دې اور كې راله آرام را

محمد اسلم خان كمالي د افغان د يووالي ناره داسې اوچته كړه:

اباسين ، آمو تر كوټې دغه واړه افغان يو دى د دنيا هره خطه كې د پښتون دين، ايمان يو دى

محمد اكبر خادم پښتو غزل ته داسې زور او شور وركړ:

چې مشال ترې رڼا اخلي هغه اور يم په پوكو چې تازه كېږي هغه سكور يم
بيا به اور شم كه پوكى راته چا راكړ په دې څه كه نن سور نه ښكارېږم تور يم

فضل احمد غر افغان بيا نو د پښتنو په دنگو غرونو كې د پښتو ادب خواږه ازانگه داسې خواره كړل:

وارخطا دې خطرې د لارې نه كړي كه منزل ته د مقصود رسيده غواړه
كه دې خيال د آزادۍ د خپل وطن وي مه وېرېږه كه دې مخكې مشين گڼ وي
چې زما په باغ خزان دى زه يې څه كړم كه بهار د نورو خلكو په چمن وي
څو كلونه د هغه د پاسه كېږده چې كوم ځاى كې د قومي شهيد مدفن وي
واورئ اى پر مخ د ځمكې اوسيدونكو له اسمانه چې ازاز راځي د څه دى
د ازاد يو ساعت ژوند په حقيقت كې د غلام تر دايمي ژوندون نه ښه دى!

په لره پښتونخوا كې د ننني شعر په پرمختگ كې لومړى د راحت زاخيلي افغان جريدې چې پر ۱۹۱۰ زېږدي كال تاسيس شوه، درنه برخه واخيسته. په پښتوادب يې نوې پېرزوينې وكړې او په پښتو كې يې نوي ادبي صنفونه او ژانرونه دود كړل. پر ۱۹۲۵ ز كال د ((سرحد)) د مياشتنۍ مجلې په خپريدلو سره د پښتو د ننني شعر او ادب پالنه د دې خپرونې په غاړه وه. پر ۱۹۲۶ ز كال د ((افغان)) مياشتنۍ مجله په دې خدمت كې ورسره مله شوه او پر ۱۹۲۸ ز كال د ((پښتون)) مجلې په تاسيس سره نوى ادب او شعر د نوې ټاكلې موخې لپاره په نه ستړي كيدونكي خدمت بوخت شو.

په هر حال، دا وخت سره له دې چې زموږ په ادب كې د خپلواكۍ غوښتنې او ترقۍ ته د رسيدو فكر په شعر كې چټكې غزونې وكړې، خو په لومړي سر كې د جولې له پلوه په شعر كې كومه مهمه قالب شكني ونه شوه.

شعري كالبونه ماتېږي

سمول

پر ۱۹۱۹ ز كال د افغانستان د بشپړې خپلواكۍ په ترلاسه كيدو سره د شعر له لاس او پښو څخه هم پخواني زنځيرونه مات شول او نوې لارې او لوري يې ځان ته وټاكل. كه څه هم د دې دورې ډېر شعرونه په لاس كې نشته، خو د دې وخت څو هغه ملي او وطني ترانې، چې راپاتې دي، ټولې لوړ موسيقيت لري. تر دې وخته پورې چې د پښتو شعر كوم ولسي او ديواني كالبونه موجود ول په يوه قالب كې هم نه دي ويل شوي لكه:

امير امان الله چې غازي دى بې مثال و ملت د افغان وبخښل استقلال
قانون و ايين جوړ كى له دوى د دين د پاره – د پاره د مسلمان

يا لكه:

شاه غازي دى امير امان الله خان عادل – عاقل- عامل- كامل ملك محكم او قوي دى افغانستان متين – رمين – حصين سنگين

او نور چې تر ډېره ځايه د ترانو په اډانه كې دي.

كله چې د كندهار طلوع افغان د لوى استاد پوهاند عبدالحی حبيبي په چلونه د ۱۳۱۰ ل ل، (۱۹۳۲ ز ) کال د كب له ۱۶ څخه ورو ورو ټول په پښتو واووښت؛ پښتو ادب ته يې د نورو بنيادي بخښنو تر څنگ نوي پاړكي هم وروبخښل. لومړى يې داسې پاړكي پكې خپاره كړل، چې د لرغونو مسدسونو، مخمسونو، تركيب بندونو، ترجيح بندونو پخواني بنديزونه يې پكې مات كړل او نوښتونه يې پكې راوستل او بيا يې د ۱۳۱۱ ل ل (۱۹۳۲) ز کال د غبرگولي پر ۱۸ نيټه((و پښتو ته د پښتو نوی شعر)) تر سرليك لاندې يو داسې شعر خپور كړ چې پخواني ټول معمول كالبونه يې له بېخه پكې وران كړي ول:

كښېنه له خوابه – پاڅه پښتونه – پام كړه چې نه شې – ت سرنگونه راځه چې پاڅو – پر لارې ځونه
ولاړ شه گوره – اى زما وروره – مه سې نسكوره – ووزه له كوره وكړه كتنه – ښوروماښور ته د عالم

ورپسې يې ډېر دا ډول پاړكي خپاره كړل او د پښتو شعر يوه نوې دوره يې پيل كړه. دا مهال گڼو معاصرو شاعرانو خپلو شعرونو ته دا نوي قالبونه خوښ كړل.

د كندهار ((پښتو مجله)) بله خپرونه وه چې لومړى يې په كندهار او بيا په كابل كې خپرونې درلودې او د پښتو د زړو شعري كالبونو په ماتولو كې يې ونډه واخيسته. « كابل مجلې » د ((پښتو)) مجلې تر مړينې وروسته دا دنده پرمخ بوتله او د پښتو د نوي شعر غوره نمونې يې وړاندې كړې. د ننگرهار ((اتحاد مشرقي)) او نورې خپرونې هم ورسره ملې شوې. د پښتو په ننني شعر كې د نوي ادب له هغو سراارو څخه، چې په بره پښتونخوا كې يې د پښتو شعر شكل او مضمون ته نوښت وركړ، لوى استاد ارواښاد پوهاند حبيبي، ارواښاد استاد بېنوا، ارواښاد استاد الفت، ارواښاد استاد خادم ارواښاد محمد رسول مسلم، ارواښاد مولوي صالح محمد، ارواښاد محمد عثمان پښتون، ارواښاد استاد محمد گل نوري او نور دي.

په لره پښتونخوا كې هم همدا وخت د پښتو شعر نوي نوي كالبونه جوړ شول او د دوى په اصطلاح شاعرانو ((نظمونه)) رامنځته كړل چې بېلابېل جوړښتونه او د مسريو او بيتونو او ډونونه لري. د برق كاكاخېل د بېلتون سندره د همدې وخت ده چې ((پيغام سرحد)) خپره كړې ده:

غر په لوري په گلزار- بهار راغى په يو وار – ټول وطن شو سبزه زار بلبلان په چغار سر – بوراگان او تر اوتر نوى شان دى د دنيا- غر په سمه په بيديا

د ارواښاد فضل محمود مخفي د ((وطن)) ترانه هم همداسې يو نوى اثر و چې نوى خوند او رنگ يې درلود:

وطن – وطن يا خوږ وطن زما په ماله هر څه گران په تاكې دى ارام د روح ، د سر، د تن زما له تانه زه قربان د ارواښاد عبدالمالك فدا دې نظم: دا دنيا كړه ورانه ورپه سر دغم كڅوړه كړه نوې دنيا جوړه كړه ربه د دنيا پاكه خپله ځمكه د بې ننگه زلمو زړوه كړه بله دنيا جوړه كړه ربه د دنيا

په پښتو كې د ادبي اوښتون يوه ښه او پخه نمونه وړاندې كړه. په لره پښټونخوا كې د دې غورځنگ سر اري فضل محمود مخفي، عبدالمالك فدا، فضل احمد غر، محمد اسلم كمالي، محمد اكبر خادم، عبدالخالق خليق، ميا احمد شاه شاه، عبدالاکبر خان اکبر، سمندر خان سمندر، سيد رسول رسا، فضل حق شيدا، عبدالله جان اسير، محمد شاه خيال او نور دي.

د پښتو د ننني شعر په فكري بدلون كې لومړى په لره او بره پښتونخوا كې د انگريزي ښكېلاك پر وړاندې ټوليز خوځښت د افغانستان خپلواكۍ بهير او په لره پښتونخوا كې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنيز تحريك او بيا د خدايي خدمتگار سياسي گوند، په افغانستان كې د ويښ زلميانو سياسي خوځښت او دې ته ورته فكري او سياسي تحريكونو لويه ونډه درلوده او د نويو شعري كالبونو او شكلونو لپاره يې وخت پر وخت نوې فكري او موضوعي غذا رسوله.

هو! دا هم د يادولو ده چې د نويو كالبونو په څنگ كې زړو كالبونو هم وده وكړه او نوې سا پكې ښه او ښه وچليده. شعر د بيان ډگر (ساحه) هم پراخ او د الوت وزرونه يې وغوړېدل. پښتو شعر نوې بڼه ومونده او د فكر او خيال نوي افقونه يې په نخښه كړل.

د پښتو ژبې د دغو نويو شعرونو د دودېدو پر مهال لا د پښتو لرغونې سندرې نه وې ترلاسه شوې. تر دې مهاله لا د سلېمان ماكو تذكره الاوليا او د محمد هوتك پټه خزانه په لاس كې نه وې، خو جالبه ده اوس چې د پښتو لرغونې سندرې لكه د امير كروړ وياړنه، د بيټ نيكه مناجات، د خرښبون څلوريځ، د اسماعيل نيكه نارې، د شيخ تيمن پاړكى، د ملكيار غرشين پاړكى، د قطب الدين بختيار كاكي سندره، د شيخ متي مناجات، د هوتك بابا سندره او نوې سندرې دواړه لرو، نو كله چې دا نوې او د نويو كالبونو لرونكې سندرې د لرغونو سندرو ترڅنگ كېږدو يو بل ته ډېر ورته جوړښتونه او سكښتونه لري. له دې څرگندېږي چې پښتو شعر په غير ارادي ډول خپل لرغوني اريايي آر ته رجوع كړې او په خپله طبيعي لاره روان شوى دى.

په دې توگه كالب ماتونې دومره پرمختگ وكړ چې له ازاد يا سپين شعر سره يې ډېره نرۍ پوله پاتې شوه او قاقيې او رديفونه يې ډېر لږ په پام كې ونيول.

ازاد شعر وزر پرانيزي

سمول

شلمې زېږدي پيړۍ د ادبي يون او تلون چار لا پسې گړندی كړ، په زړو كالبونو كې نوې سا وچليده، نوي فكر زاړه كالبونه مات كړل، ترڅنگ يې آزاد شعر وزر ورپول او د پښتونخوا د شعر په ارته فضا كې يې الوتنې پيل كړې. په دې ترتيب د شلمې پېړۍ د شاعر لپاره، چې ډېرې غوښتنې او ډېرې پوښتنې او هيلې لري، د خپل فكر د بيان ډېرې او بېلابېلې لارې پرانيستل شوې.

ازاد پاړكي چې سپين شعرونه او بې قافيې شعرونه هم ورته وايي او ځينې كسان يې ((نوي شعرونه)) هم بولي، په ختيځ ادب كې نوې ښکارنده (پديده) ده او په پښتو كې هم د ازادو شعرونو دودېدل د شلمې پېړۍ وروستۍ نيمايي سروغات دى.

ځينې كسانو ته چې ازاد پاړكي پر قافيه او رديف سربېره له وزن څخه هم ازاد ښكاري دا لويه تېروتنه ده، ځكه شعر چې كله وزن له لاسه وركړي هغه بيا شعر نه گڼل كېږي او د نوي منثور ادب د نورو ډولونو لكه لطيف ادب، ادبي ټوټې او نورو په ډله كې راځي. همدلته دی چې د آزادو شعرونو ويل د مقيدو شعرونو تر ويلو سختېږي، ځكه په مقيدو شعرونو كې د رديف او قافيې ترڅنگ د مسريو د وزن څپې هم ټاكلې او شمېرلې وي خو په ازادو پاړكو كې داسې كومه تله نشته، نو وزن يې بې له دې چې څپه ييز انډولونه ولري، يوازې د شعر د دريځ (موقعيت) له مخې په نامحسوس ډول تعقيبېږي. دا نو واقعاً چې دروند كار دى او تر څو چې د وزن پيمانه ډكه نه كړي داسې وينا ته ازاد شعر نه شو ويلاى.

سره له دې چې د پښتو په ولسي سندرو كې ځينې د نكلونو نارې، د اتڼ نارې، د ښادۍ بدلې او نور شته چې رديف او قافيه نه ساتي، يوازې وزن لري او د ننني ازاد شعر په قانون برابرېږي لكه دا ناره:

كه اور گډ كړې د برېڅو پر سپين ږيرو

مرور يې پخولا نه كړه

او يا دا سروكى:

و پاچا د بلخ

بلخ درې درې

شينكي رودونه

و پاچا د بلخ

خو بيا هم په پښتو ادب كې نوي ازاد پاړكي د اروپايي شعرونو په پېښو (تقليد) رامنځته شوي او د لوېديځ له لوري يې زموږ ادب ته لاره موندلې ده.

ازاد پاړكي هم لومړى يوازې له قافيې او رديف نه آزاد شول نوريې دخپلو مسريو د سيلابونو تول وساته خو بيا ډېر ژر يې د مسريو د څپو تول هم له لاسه وركړ او د لږو او زياتو څپو مسرۍ سره و اوډلې شوې او يوازې د شعر د لوستلو په وخت كې يې د يوې پارچې شعر له پيله بيا پايه داسې آهنگ وساته چې د شعر بېلابېلې كړۍ سره بېگانه نه ښكاري او له يوې مسرۍ نه بلې مسرۍ ته د تللو په وخت كې د شعر په آهنگ كې ناموزون ځنډونه، گڼډې او خنډونه نه پېښېږي.

لكه څرنگه چې د بشپړتيايي يون غوښتنه ده، نوې مقفې سندرې لومړۍ په بې قافيې، خو سره همتوله څپو لرونكو مسريو اوښتې او بيا بې قافيې شعرونه په بېخي ازادو شعرونو بدل شول. دا بهير روان دى او ښكاره نه ده چې دا يون به بيا په څه اوړي او ازاد شعر به څه بڼه غوره كوي؟

د افغانستان په خپرونو كې لومړني بې قافيې شعرونه چې ليدل شوي د « كليمه داره روپۍ » ډرامه ده چې ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک سر ترپايه په ازاد شعر كښلې او د سيلابونو د تول په ساتلو سره يې يوازې رديف او قافيه له لاسه وركړي دي. دا ډرامه تر ۱۹۳۸ زېږدي كال راوروسته كښل شوې او يوه برخه يې دا ده:

((ياره، خو لنډه دا ده

د دې له خولې نه جار شم

ما ويلې څنگه به شي

زه به جگړې ته ووزم

دا به په اوښكو ناسته

د بېكسۍ نه ژاړي)).

تر دې راوروسته د ارواښاد عبدالعظيم ساپي هغه ازاد شعرونه دي چې د ۱۹۵۲ ز كال په اوږدو كې د ((نيلاب)) ازادې جريدې خپاره كړي دي:

((دا پښتو د پښتونخوا د پښتنو ده

پرې به پايي، پرې به وياړي واړه لوگه

زه پښتون يم له پښتو سره مې ده مينه

هم روزمه به يې زه په پښتونواله)).

ورپسې ډېرو شاعرانو آزاد شعرونه وويل، لکه ارواښاد استاد الفت، ارواښاد استاد بېنوا، ښاغلي سلېمان لايق، ډاكټر مجاور احمد زيار، ښاغلي محمد صديق پسرلي، ارواښاد پوهاند ډاكټر سيد بهاو الدين مجروح، ډاكټر هېر، حبيب الله رفيع، ښاغلي عبدالباري جهاني، او نورو گڼ شمېر شاعرانو په افغانستان كې ازاد شعر وپاله او نوې نوې، خوږې خوږې پارچې يې رامنځته كړې.

په لره پښتونخوا كې هم ارواښاد سيد رسول رسا، فضل حق شيدا او نورو كالب ماتونه د بې قافيې شعر تر پولې راورسوله او تر ۱۹۵۸ ز كاله راوروسته بې قافيې شعرونو په اساسي توگه غزونې وكړې چې سرلاري يې قلندر مومند، مراد شينواری، غني خان، اشرف مفتون، بندار مايل، فوزيه انجم او نور دي.

د پښتو د اوسني ادب شعر آره مايه او فكري پانگه د هېوادپالنې سکالو او د ناسيوناليزم د سياسي مكتب د لارې پالل وو، چې د ۲۰ ز پېړۍ له پيله تر پايه يې ښه وده پكې وكړه. په شپېتمه لسيزه (۱۹۶۰) كې پر كيڼ افراط ولاړې كمونستي سياسي مفكورې هم د پښتو اوسني شعر ته لاره وكړه او په لره او بره پښتونخوا كې يې يو شمېر شاعران رامنځته شول. لږ وروسته په ښي افراط ولاړه د پان اسلاميزم مفكورې هم په پښتو شعر كې خپله لاره خلاصه كړه او په تېرو څلورو لسيزو كې يو شمېر پښتنو شاعرانو دا دواړې سياسي لارې د ادب په ورشو كې وپاللې.

په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له يوې خوا د جولې له مخې پرمختيايي گامونه واخيستل او له بلې خوا يې د موضوع او مفكورې له مخې رنگارنگي پيدا كړه او هم يې د فن او هنر له اړخه د پرمختگ او ودې په لور گامونه واخيستل. دا مهال له هره اړخه معياري شعرونه رامنځته شول؛ ځوانو او څپاند شاعرانو خوږې او خوندورې شعري نغمې او ترانې وغږولې او د پښتو اوسنى شعر په افقي او عمودي ډول د پرمختگ لارې ووهلې.

په ټوليزه توگه د پښتو د ننني ادب د شعر د برخې په وده كې د لرې او برې پښتونخوا موقوتو خپرونو، ورځپاڼو، مهالنيو او په تېره مجلو ډېره ونډه ودرلوده. په دې برخه کې راډيو او ټلويزيون هم ورسره مرستې وکړې او وخت پر وخت يې د ننني ادب معياري او خواږه شعر نمونې وړاندې او په خلكو كې خورې كړې. د دې ترڅنگ د پښتو د ننني شعر ځانگړې ټولگې هم په لره او بره پښتونخوا كې چاپ شوې چې شمېر يې سوونو ټولگو ته رسېږي او دا ټولگې په ټوله پښتونخوا كې لاس په لاس شوې.

په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له نويو تجربو، نويو ارزښتونو، نويو پيغامونو، نويو لاسته راوړنو او نويو هيلو او اميدونو سره د ۲۱ پېړۍ پر درشل وردننه شو او د پرمختگ نويو افقونو ته سترگې په لار دى:

نور قافلې دې بې خطره درومي - موږه پر لاره مشالونه كېښوه.