محمد اکبر خادم

محمد اکبر خادم (زوکړه ۱۸۸۸ زېږدي کال (ځينو سرچینو يې د زوکړې کال ۱۸۹۳ زېږدي راوړی دی)، پېښور چارسده - مړینه ۱۹۵۴ د جولای ۲۴، چارسده) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر او د خپلواکۍ مبارز وو.

مخينه

سمول

ښاغلى محمد اکبر خادم د ميرزا احمد جى زوى، د پښتونخوا مشهور شاعر او ليکوال پر ١٨٨٨ زېږدي کال د پېښور په چارسده کې زيږيدلى دى. د هغه پلار لومړى په اکوړه خټک کې اوسېده، خو پر ١٨٧٩ ز کال له اکوړې څخه چارسدې ته وکوچېد او هلته ميشت شو. پر ١٩١٩ ز کال، څه وخت چې د انگريزانو پرضد په پښتونخوا کې د آزادۍ غورځنگ پيل شو، نو خادم صاحب له دندې استعغا وکړه او په کړنيز ډول په ملي جهاد کې شريک شو. دغه شان هغه خپل ټول عمر په قومي بيدارۍ او استعماري قوت خلاف په جدوجهد صرف کړو.

ښاغلي عبدالروف بېنوا په «اوسني ليکوال» کې د خادم صاحب د علمي، مذهبى او سياسي فعاليتونو او د هغه د آثارو په اړه ليکي: «تر کومه ځايه چې ما دده دوه اثر يو « مم » او بل « حکمت » ليدلي دي، ښاغلي ښادم په زياته معنى يو ديني مبلغ او مذهبي او دينى محتسب دى. نو ځکه د ده شاعرانه او قومي افکارو سرچينه هم يو مذهبى او د مينى اصول او لارښوونى دى او د ده په ټولو آثارو کې دا اغيزه په څرگند ډول ليده شي. مثلاً د خپل کتاب « حکمت » په مقدمه کې همغه وخت چې خادم صاحب د انجمن اصلاح الافاغنه ناظم وو، د التماس تر عنوان لاندى داسې ليکي: « حضرات! هر کله يې تمام يورپې طاقتونو د مسلمانانو د يورپ نه څه چې د دنيا نه د ايستلو او د ورکولو معمم اراده وکړه، او خصوصاً په ترکانو باندې يي داسې ظلمونه وکړل چې د هغې ظلمونو هيڅ تاريخ د دنيا نظير نشي ورکولى، اولاً چې کوم وقت د جزيرة العرب د پاکو او مقدسو ځايونو بى غرمى او بى حرمتى کېدله، الله تعالى زما په زړه کې يو داسې اسلامي درد پيدا کړ چې فوراً ما ملازمت د دولت پريښود او دا دعا مې وکړله، چې اې خدايه! ما عامې او ناسيزلره توفيق د نيک عمل او د خدمت د اسلام را کړې. د هغه تاريخ نه الله تعالى ما لره توفيق راکه او په خدمت د اسلام کې يي واخيستم چې هغه د انجمن اصلاح الافاغنه خادمي ده. په هغه وخت کې ما څومره چې په اسلامي قومونو نظر وکه، نو د پښتون نه راته بل قوم قابل د خدمت د اسلام چندان ښکاره نه شو، ولې چې د خداى په فضل تر اوسه پورې پښتون ارام قوم دى.»

د ښاغلي خادم سياسي ژوند هم تر ډيره حده بلکه ټول د همدې مذهبى جذبې لاندى تير شوى دى. يو وخت د (( سرخ پوشو )) ملگرى وو، چې وروسته د ((خدايى خدمتگار)) د حزب په نوم ياد شو. بل وخت په (( مسلم ليک )) کې شامل شو، خو په دې دواړو وختو کې يي لوى مقصد د اسلامى جذباتو په رڼا کې خدمت کول وو. څو چې د دواړو ډلو سره يي جوړه رانغله او له دواړو نه بيزاره شو.

محمد اکبر خادم د پښتو ژبى له مخکښو شاعرانو څخه دى. هغه په پښتو ژبه شعرونه ويل او ټولنيز نثرونه يې ليکل. د هغه د تاليفاتو او رسالو شمير ۱۴ څوارلسو ته رسيږي.

خادم صاحب د ځوانۍ د زمانې د پښتو شاعري کوي او د پښتو نثر هم ډير ښه ليکي. د پښتنو په بيدارولو کې د خادم صاحب ډير لوى لاس دى. خادم صاحب د خپلو تقريرونو او نظمونو په ذريعه د قوم ډير لوى خدمت کړى دى.

د شعر بېلگې يې

سمول
 غزل

مال و ملک عزت چې لاړ شي زياته ناچاري څه وي - قوم چې شي جاهل له دې نه زياته بيماري څه وي

نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غير قوم په لاس - تل به غلامان وي ددې قوم به خود داري څه وي

لوست هميش ياديږي د بچو په خپله ژبه کې - یاد د پردۍ ژبې په دماغ کې پايداري څه وي

څوک چې امته داره وي بل قوم ته د یوې ستنې - زياته به له دې نه بيکاري د قوم خواري څه وي

څوک چې خون د ملک او قوم کوي په يو خطاب سره - زياته به قومي له دې نه نوره غداري څه وي

څوک چې بې ټکسه د مظلوم ژړا زارۍ نه اوري - زیاته به له دې نه د حاکم ستمگاري څه وي

څوک چې د خپل ملک وقوم خدمت په مال او ځان کوي - زياته به له دې نه د نامدارو نامداري څه وي

څوک چې په ژړا ددې خادم له خوبه ویښ نه شي - زياته به له دې ژړا قومي منت زاري څه وي


غزل

بد د ځان لپاره ولې د قام غواړې - ولې ږدې لکه د خره په کته داړې

چې دې زړه لکه د کاڼي په شان سخت دی - په قیام لکه د بت عبث ولاړ یې

بې عمله تسپې داسې دې په لاس کې - لکه لال چې څوک اميل که د یواړې

چې نن ژاړي په کوڅو کې ستا د لاسه - بیا سبا به د هغو د لاسه ژاړې

ورورولي د پښتنو ولې ترخې شوې - د هر یو دي د خولې وچې بل ته لاړې

وازدې غوښې شوې خوراک د شرمښانو - دوی په تش هډوکي دي سره همغاړې

لمونځ گذار چې دعا غواړي ځان دپاره - د خادم دعا توکل وي ځانته لاړې

مدني اکر

سمول

مړينه

سمول

ښاغلى محمد اکبر خادم د ۱۹۵۴ ز کال د جولای پر ۲۴ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او چارسدې ته مخامخ په مرجاگانو کلي کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

سمول

اخځليک

سمول

۱- https://www.tolafghan.com/articles/13505

۲-https://rohi.af/news/2445۳

۳- https://www.mashaalradio.com/a/27692434.html