چارسده د پاکستان د ولايت (صوبه) خېبر پختونخوا يو ښار دی او د چارسدی ولسوالي (ضلع) مرکز دی. دا ښار د پېښور نه ۲۹ کلومتره لرې دی۔ چارسده کې درې تحصيلونه دي چې نومونه يي دا دي، تحصيل چارسده، شبقدر او تنگې۔

تاريخ سمول

د چارسدې تاريخ ډير زوړ دی۔ دا ښار د شپږمې صدې قبل مسيخ نه تر دوېمې صدې عيسوي پورې د گندهارا تهذيب سر دفتر وؤ۔ د دې زوړ نوم «پشکلاوتي» وؤ چي مانا يي دې د برسنډی (کنول) ښار۔ دا دگندهارا د باچاهي انتظامي مرکزوؤ۔ په تاريخ کې گڼو حمله آورو په دې ځای حکومت کړې دی۔ په دغې خلکو کې فارسي، سکندراعظم، مريائي، ترکيان، کشن، او هنزيان شامل دی۔

فصلونه سمول

تماکو، گنې، غنم، جوار او چقندر د دې علاقې اهم فصلونه دي۔ په سبزو کې الو، ټماټر، باټينگڼ (بانجان)، بېنډې، ساگ او نورې گڼ شمېر سبزۍ راوځي۔ په ميوه کې خرماڼې (خوبانې/مندته)، نيمبو، الوچه، توت، او شلتالان ډېر ښه کيږي۔ د دې ځای املوک ډېر مشهور دي او د ابازو امونه هم ډېر يادېگي۔

مشهور څيزونه سمول

د چارسدې د رځړو مټۍ، د چارسدې څپلی، گړه او د چارسدې وريجې ډير يادېږي۔

د نظارې ځائنه سمول

د چارسدې مزکه ډېره اباده او زرخيزه ده، دا ویل کیږي چي چارسده د ښایست په حقله دمشق سره مشابهت لري۔ دلته درې سيندونه دي۔ خيالې چې د سوات نه راغلې دی، سردرياب چې ده کابل نه راغلې دی او جيند۔ دا درې سيندونه د اوبه خور لپاره په کارويږي۔

باچاخان پوهنتون سمول

د باچا خان پوهنتون په دې علاقه کې د تعليم يوه غټه اداره ده۔ په کال ۲۰۱۲ کې د جولایي په مياشت کې جوړه کړې وه۔ دا د چارسدې يو مشهور شخصيت پروفيسر ډاکټر احسان علي په نگرانې کې جوړه شوه او وړومبې مشر یې پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت وؤ۔

منډه هېډورکس سمول

دا د چارسدې په سيمه کې يو ورکوټې بند دی۔ د دې اوچتوالې ۳۶۸ متره دی۔ دا دابازو په مقام باندې د جندي په سيند باندې جوړ دی۔

نوموړي خلک سمول

تل په دې سيمه کې ډېر نوموړې خلک زېږېدلې وو چې يو څو پکې دا هم دي۔

  • خان عبدالغفار خان
  • عبدالغني خان
  • عبدالولي خان
  • اسفنديار ولي خان
  • مولانا حسن جان صېب
  • مولانا شېخ ادريس صېب
  • مولانا مفتي عبدالله شاه صېب
  • حاجي صاب ترنگزئي
  • پروفيسرډاکټر احسان علي
  • آفتاب احمد خان شېرپاؤ
  • مولانا شمس الحق افغاني