اکوړه خټک د خيبر پښتونخوا ایالت د پېښور او راولپېنډۍ ترمنځ لويې لارې ته نږدې یو ښارگوټی دی چې د وگړیو شمېر يې د ۱۹ زرو شاوخوا کې دی.

اکوره خټک د پښتو ژبې د نابغه، اوڅار شاعر او ليکوال خوشال خان خټک د زوکړې ځای او د نيکونو ټاټوبی دی. اکوړه خټک د خوشال بابا د غورنيکه ملک اکوړ خان په وياړ نومول شوی دی. دلته د خوشال خان خټک په ياد يو کتابتون هم جوړ شوی دی.

مخينه سمول