نابغه
د هوش ضریب (ای.کیو) ټولې هغه نمرې دي چې د هغو معیاري یا فرعي ازموینو له یوې ټولګې څخه ترلاسه کېږي چې د انسان د هوش د ارزولو لپاره ډیزاین شوي دي. دایکیو (IQ) لنډیز د ارواپوه «ویلیم سټرن» لهخوا د جرمني ژبې د «Intelligenzquotient» اصطلاح لپاره رامنځته شو. هغه دا اصطلاح په بریسلاو پوهنتون کې د هوش ازموینو ته د نمرو کولو د مېتود په موخه په ۱۹۱۲ کال کې په یوه کتاب کې وکاروله او د کارولو دفاع یې وکړه.[۱][۲][۳][۴]
د هوش د ازموینو نمرې د هوش اټکلونه دي. د ای.کیو نمرې د تغذیې، د والدینو د ټولنیز اقتصادي حالت، ناروغتیا او مړینې، د والدینو د ټولنیز حالت او د زیږون د چاپېریال له فکتورونو سره تړاو لري. په داسې حال کې چې د ایکیو وراثت له نږدې یوې پېړۍ راهیسې څېړل کېږي، خو لا یې هم د وراثت د اټکلونو د اهمیت او د وراثت د میکانیزمونو په اړه بحث موجود دی. ډېری څېړنې او د اې.پي.اې راپور ښیي چې د ایکیو د وراثت وړتیا په ځوانانو او لویانو کې شاوخوا ۰.۷۵ ده خو د ماشومانو لپاره بیا دغه شمېره ټيټه ښودل شوې ده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
تاریخچه
سمولد ای.کیو تر ازموینې مخکې هڅې
سمولله تاریخي پلوه ان د ای.کیو د ازموینو له جوړېدو مخکې هڅه شوې وه چې خلک په ورځني ژوند کې د خپل چلند له مخې د هوش په کټګوریو کې ډلبندي شي. د چلند د مشاهدې نور ډولونه لا هم د ای.کیو ازموینې د نمرو پر اساس د طبقهبندۍ له مخې د اعتبار ورکولو لپاره ډېر مهم دي. د ازمونیې له خونې بهر هم د چلند د مشاهدې له لارې د هوش طبقه بندي او هم د ای.کیو ازموینې طبقه بندي په یوه ځانګړي مورد کې کارول شوې چې د "هوش" په تعریف او د طبقه بندۍ په کړنلاره کې د اندازه کولو په اعتبار او غلطۍ پورې اړه لري.
د احصایې متخصص فرانسېس ګالټون (۱۸۲۲-۱۹۱۱) د یوه شخص د هوش د درجه بندي کولو لپاره د معیاري ازموینې په جوړولو کې لومړنۍ هڅه وکړه. دی چې د ارواپوهنې او د انساني بېلابېلوالي په څېړنه او د انساني خواصو د وراثت په څېړنه کې د احصایوي مېتودونو د کارولو مخکښ و، په دې باور و چې هوش په لویه کچه کې د وراثت محصول دی. ده وویل چې د هوش او نورو لیدل لېدونکو ځانګړنو تر منځ باید اړیکه موجوده وي چې په دغو ځانګړنو کې یې غیر ارادي غبرګون، د عضلاتو او سر اندازې د بېلګې په توګه یادې کړې دي. ده په ۱۸۸۲ کال کې په نړۍ کې د ذهني ازموینې لومړنی مرکز جوړ کړ او په ۱۸۸۳ کال کې یې خپل کتاب خپور کړ او خپل نظریات یې په کې وړاندې کړل. د بېلابېلو فزیکي بدلونونو په اړه د معلوماتو له راټولولو وروسته ونه توانېد چې دا ډول اړیکه وښيي او بالاخره یې دا څېړنه پرېښوده.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د ډلو تر منځ توپيرونه
سمولد هوش په څېړنه پورې اړونده جنجالي موضوع دا ده چې د ای.کیو نمرې په اوسط ډول د قومي او نژادي ډلو تر منځ توپیر لري، که څه هم دا توپیرونه د وخت په تېرېدو سره بدل شوي او په ډېرو مواردو کې په دوامدار ډول کم شوي دي. د دغو توپیرونو د دوام د شتون په اړه لږ علمي بحثونه موجود دي، اوسنۍ علمي اجماع دا ده چې دا د جینیټيکي لاملونو پر ځای چاپېریالي لاملونو لري. د جنسیتونو تر منځ په ای.کیو کې د توپیر موجودیت لا هم لانجمن پاتې دی او تر ډېره په دې پورې اړه لري چې کومې ازموینې اجرا شي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
نژاد
سمولدا چې د "نژاد" مفهوم یو ټولنیز جوړښت دی، د نژاد او هوش تر منځ د مطلوبو اړیکو بحثونه او د نژادي کرښو په اوږدو کې په هوش کې د جینیټیکي توپیرونو ادعاوې په دواړو مشهورو علمي او اکاډمیکو څېړنو کې هغه وخت څرګندې شوې چې کله په لومړي ځل د نسل عصري مفهوم معرفي شو. سره له دې چې د موضوع په اړه پراخې څېړنې شوې دي، خو هېڅ داسې علمي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د خلکو د بېلابېلو ډلو اوسطې ای.کیو نمرې د دغو ډلو تر منځ جینیټيکي توپیرونو ته منسوبې کړي. مخ پر ودې شواهد ښیي چې جینیټيکي لاملونه، بلکې چاپېریالي لاملونه د نژادي ای.کیو تشه تشرېح کوي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د هوش په اړه په ۱۹۹۶ کال کې د یوه کاري ځواک څېړنه چې د امریکا د رواني انجمن لهخوا تمویل شوې وه، دې پایلې ته ورسېده چې د نژادونو په ای.کیو کې پام وړ توپیرونه شته. د «ویلیم ډیکنز» او «جیمز فلین» لهخوا یوه سیستماتیک تحلیل وښوده چې د تور پوستو او سپین پوستو امریکایانو تر منځ دا تشه په ډراماتیک ډول د ۱۹۷۲ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ موده کې کمه شوې او وايي چې "د تور پوستو او سپین پوستو د ای.کیو د تشې ثابتول یوه افسانه ده".[۳۴][۱۶]
جنسیت
سمولد عمومي هوش د مفهوم په راتګ سره ډېری څېړونکو استدلال کړی چې په عمومي هوش کې پام وړ جنسیتي توپیر نهشته، که څه هم د هوش په ځانګړو ډولونو کې وړتیا توپیر لري. که څه هم ځینې ازموینې په نرینهوو کې یو څه ډېر هوش ښیي، خو ځینې نورې بیا داسې دي چې په ښځو کې د هوش کچه لوړه څرګندوي. څېړنو ښودلې چې ښځې په لفظي وړتیا پورې په اړوندو کارونو کې ښه فعالیت لري او نرینه بیا په فضا کې د شیانو د ګرځېدو جریان په اړوندو کارونو کې ښه دي چې ډېری وختونه د فضايي وړتیا په توګه طبقه بندي کېږي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
سرچينې
سمول- ↑ Braaten, Ellen B.; Norman, Dennis (1 November 2006). "Intelligence (IQ) Testing". Pediatrics in Review. 27 (11): 403–408. doi:10.1542/pir.27-11-403. ISSN 0191-9601. PMID 17079505. بياځلي په 22 January 2020.
- ↑ Neisser, Ulrich (1997). "Rising Scores on Intelligence Tests". American Scientist. 85 (5): 440–447. Bibcode:1997AmSci..85..440N. خوندي شوی له the original on 4 November 2016. بياځلي په 1 December 2017.
- ↑ "Glossary of Important Assessment and Measurement Terms".. (2016). Philadelphia, PA: National Council on Measurement in Education.
- ↑ Stern 1914، مم. 70–84 (1914 English translation); pp. 48–58 (1912 original German edition).
- ↑ Poh, Bee Koon; Lee, Shoo Thien; Yeo, Giin Shang; Tang, Kean Choon; Noor Afifah, Ab Rahim; Siti Hanisa, Awal; Parikh, Panam; Wong, Jyh Eiin; Ng, Alvin Lai Oon; SEANUTS Study Group (13 June 2019). "Low socioeconomic status and severe obesity are linked to poor cognitive performance in Malaysian children". BMC Public Health. 19 (Suppl 4): 541. doi:10.1186/s12889-019-6856-4. ISSN 1471-2458. PMC 6565598. PMID 31196019.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Galván, Marcos; Uauy, Ricardo; Corvalán, Camila; López-Rodríguez, Guadalupe; Kain, Juliana (September 2013). "Determinants of cognitive development of low SES children in Chile: a post-transitional country with rising childhood obesity rates". Maternal and Child Health Journal. 17 (7): 1243–1251. doi:10.1007/s10995-012-1121-9. ISSN 1573-6628. PMID 22915146. S2CID 19767926.
- ↑ Markus Jokela; G. David Batty; Ian J. Deary; Catharine R. Gale; Mika Kivimäki (2009). "Low Childhood IQ and Early Adult Mortality: The Role of Explanatory Factors in the 1958 British Birth Cohort". Pediatrics. 124 (3): e380–e388. doi:10.1542/peds.2009-0334. PMID 19706576. S2CID 25256969.
- ↑ Cusick, Sarah E.; Georgieff, Michael K. (1 August 2017). "The Role of Nutrition in Brain Development: The Golden Opportunity of the "First 1000 Days"". The Journal of Pediatrics. 175: 16–21. doi:10.1016/j.jpeds.2016.05.013. PMC 4981537. PMID 27266965.
- ↑ Saloojee, Haroon; Pettifor, John M (15 December 2001). "Iron deficiency and impaired child development". BMJ: British Medical Journal. 323 (7326): 1377–1378. doi:10.1136/bmj.323.7326.1377. ISSN 0959-8138. PMC 1121846. PMID 11744547.
- ↑ Qian, Ming; Wang, Dong; Watkins, William E.; Gebski, Val; Yan, Yu Qin; Li, Mu; Chen, Zu Pei (2005). "The effects of iodine on intelligence in children: a meta-analysis of studies conducted in China". Asia Pacific Journal of Clinical Nutrition. 14 (1): 32–42. ISSN 0964-7058. PMID 15734706.
- ↑ Haier, Richard (28 December 2016). The Neuroscience of Intelligence. Cambridge University Press. pp. 18–19. ISBN 9781107461437.
- ↑ Plomin, R.; Pedersen, N. L.; Lichtenstein, P.; McClearn, G. E. (1994). "Variability and stability in cognitive abilities are largely genetic later in life". Behavior Genetics. 24 (3): 207–15. doi:10.1007/BF01067188. PMID 7945151. S2CID 6503298.
- ↑ Kirp, David (23 July 2006). "After The Bell Curve". New York Times Magazine. خوندي شوی له the original on 29 January 2020.
- ↑ Bouchard, Thomas J. (October 2013). "The Wilson Effect: The Increase in Heritability of IQ With Age". Twin Research and Human Genetics (in انګليسي). 16 (5): 923–930. doi:10.1017/thg.2013.54. ISSN 1832-4274. PMID 23919982. S2CID 13747480.
- ↑ Plomin, R.; Pedersen, N. L.; Lichtenstein, P.; McClearn, G. E. (1 May 1994). "Variability and stability in cognitive abilities are largely genetic later in life". Behavior Genetics (in انګليسي). 24 (3): 207–215. doi:10.1007/BF01067188. ISSN 1573-3297. PMID 7945151. S2CID 6503298.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Neisser et al. 1995.
- ↑ Deary او Batty 2007.
- ↑ Bulmer, M (1999). "The development of Francis Galton's ideas on the mechanism of heredity". Journal of the History of Biology. 32 (3): 263–292. doi:10.1023/a:1004608217247. PMID 11624207. S2CID 10451997.
- ↑ Cowan, R. S. (1972). "Francis Galton's contribution to genetics". Journal of the History of Biology. 5 (2): 389–412. doi:10.1007/bf00346665. PMID 11610126. S2CID 30206332.
- ↑ Burbridge, D (2001). "Francis Galton on twins, heredity and social class". British Journal for the History of Science. 34 (3): 323–340. doi:10.1017/s0007087401004332. PMID 11700679.
- ↑ Fancher, R. E. (1983). "Biographical origins of Francis Galton's psychology". Isis. 74 (2): 227–233. doi:10.1086/353245. PMID 6347965. S2CID 40565053.
- ↑ Gillham, Nicholas W. (2001). "Sir Francis Galton and the birth of eugenics". Annual Review of Genetics. 35 (1): 83–101. doi:10.1146/annurev.genet.35.102401.090055. PMID 11700278.
- ↑ Nicolas, S.; Andrieu, B.; Croizet, J.-C.; Sanitioso, R. B.; Burman, J. T. (2013). "Sick? Or slow? On the origins of intelligence as a psychological object". Intelligence. 41 (5): 699–711. doi:10.1016/j.intell.2013.08.006. (This is an open access article, made freely available by Elsevier.)
- ↑ Terman et al. 1915.
- ↑ Wallin, J. E. W. (1911). "The new clinical psychology and the psycho-clinicist". Journal of Educational Psychology. 2 (3): 121–32. doi:10.1037/h0075544.
- ↑ Richardson, John T. E. (2003). "Howard Andrew Knox and the origins of performance testing on Ellis Island, 1912-1916". History of Psychology. 6 (2): 143–70. doi:10.1037/1093-4510.6.2.143. PMID 12822554.
- ↑ Templeton, A. (2016). "Evolution and Notions of Human Race". In Losos, J.; Lenski, R. (eds.). How Evolution Shapes Our Lives: Essays on Biology and Society. Princeton; Oxford: Princeton University Press. pp. 346–361. doi:10.2307/j.ctv7h0s6j.26. That this view reflects the consensus among American anthropologists is stated in: Wagner, Jennifer K.; Yu, Joon-Ho; Ifekwunigwe, Jayne O.; Harrell, Tanya M.; Bamshad, Michael J.; Royal, Charmaine D. (February 2017). "Anthropologists' views on race, ancestry, and genetics". American Journal of Physical Anthropology. 162 (2): 318–327. doi:10.1002/ajpa.23120. PMC 5299519. PMID 27874171. See also: American Association of Physical Anthropologists (27 March 2019). "AAPA Statement on Race and Racism". American Association of Physical Anthropologists. بياځلي په 19 June 2020.
- ↑ Jencks, Christopher; Phillips, Meredith (2011) [1998]. The Black-White Test Score Gap. Brookings Institution Press. p. 503. ISBN 9780815746119.
The available evidence reviewed by several authors in this volume provides, as Richard E. Nisbett puts it, 'no evidence for genetic superiority of either race while providing strong evidence for a substantial environmental contribution to the black-white IQ gap.'
- ↑ Birney, Ewan; Raff, Jennifer; Rutherford, Adam; Scally, Aylwyn (24 October 2019). "Race, genetics and pseudoscience: an explainer". Ewan's Blog: Bioinformatician at large.
'Human biodiversity' proponents sometimes assert that alleged differences in the mean value of IQ when measured in different populations – such as the claim that IQ in some sub-Saharan African countries is measurably lower than in European countries – are caused by genetic variation, and thus are inherent. . . . Such tales, and the claims about the genetic basis for population differences, are not scientifically supported. In reality for most traits, including IQ, it is not only unclear that genetic variation explains differences between populations, it is also unlikely.
- ↑ Aaron, Panofsky; Dasgupta, Kushan (28 September 2020). "How White nationalists mobilize genetics: From genetic ancestry and human biodiversity to counterscience and metapolitics". American Journal of Biological Anthropology. 175 (2): 387–398. doi:10.1002/ajpa.24150. PMID 32986847. S2CID 222163480.
[T]he claims that genetics defines racial groups and makes them different, that IQ and cultural differences among racial groups are caused by genes, and that racial inequalities within and between nations are the inevitable outcome of long evolutionary processes are neither new nor supported by science (either old or new).
- ↑ Kaplan, Jonathan Michael (January 2015). "Race, IQ, and the search for statistical signals associated with so-called "X"-factors: environments, racism, and the "hereditarian hypothesis"". Biology & Philosophy. 30 (1): 1–17. doi:10.1007/s10539-014-9428-0. ISSN 0169-3867. S2CID 85351431.
- ↑ Dickens, William T.; Flynn, James R. (2006). "Black Americans Reduce the Racial IQ Gap: Evidence from Standardization Samples" (PDF). Psychological Science. 17 (10): 913–920. doi:10.1111/j.1467-9280.2006.01802.x. PMID 17100793. S2CID 6593169.
- ↑ Nisbett, Richard E.; Aronson, Joshua; Blair, Clancy; Dickens, William; Flynn, James; Halpern, Diane F.; Turkheimer, Eric (2012). "Group differences in IQ are best understood as environmental in origin" (PDF). American Psychologist. 67 (6): 503–504. doi:10.1037/a0029772. ISSN 0003-066X. PMID 22963427. بياځلي په 22 July 2013.
- ↑ Dickens, William T.; Flynn, James R. (2006). "Black Americans Reduce the Racial IQ Gap: Evidence from Standardization Samples" (PDF). Psychological Science. 17 (10): 913–920. doi:10.1111/j.1467-9280.2006.01802.x. PMID 17100793. S2CID 6593169.
- ↑ Hunt 2011, p. 389
- ↑ Plotnik R, Kouyoumdjian H (2013). Introduction to Psychology. Cengage Learning. pp. 282–283. ISBN 978-1133939535.
- ↑ Hunt 2011, pp. 378–379
- ↑ Mackintosh 2011, pp. 362–363
- ↑ Hunt 2011, pp. 378–379
- ↑ Terry WS (2015). Learning and Memory: Basic Principles, Processes, and Procedures, Fourth Edition. Psychology Press. p. 356. ISBN 978-1317350873.