اندازه کول
اندازه کول د يو څيز يا پېښې د ځانګړتياوو اندازه کول دی، چې له نورو څيزونو يا پېښو سره د پرتله کولو لپاره کارول کېږي. په بل ډول اندازه کول د دې معلومولو يو بهير دی، چې يوه فزیکي اندازه د د ورته ډول د بنسټيزې سرچينې د مقدار په پرتله څومره لويه يا کوچنۍ ده. د اندازې د کار ساحه او کارونه پر حالت او سمون يا دسپلين باندې تکيه کوي. اندازه کول په طبعي پوهو او انجنيرۍ کې د څيزونو يا پېښو نومي ځانګړتياوو باندې نه پلي کېږي، چې د وزنونو او اندازو د نړيوالې ادارې له لورې د مترولوژي د خپور شوي نړيوال قاموس په لارښوونو سره ثابت دي. که څه هم د احصائيې او همدارنګه ټولنيزو او چلند پوهو غوندې نور څانګو کې اندازې ګڼې کچې درلودلی شي، چې ښايي خيالي يا نومي، اصلي، د ځنډ يا واټن او نسبت کچې راونغاړي. [۱][۲][۳][۴]
اندازه کول د سوداګرۍ، ساينس، ټيکنالوژۍ او کميتي څېړنې په بېلابېلو څانګو کې د بنسټ ډبره ده. په تاريخي ډول د انساني شتون د بېلابېلو څانګو لپاره د اندازه کولو زياتره سيستمونه وو، چې موخه يې په همدې څانګو کې د پرتلنو اسانول وه. دا اندازې زياتره وخت د سوداګريزو ملګرو يا مرستندويانو (همکارانو) تر منځ د سيمه ييزو هوکړو له مخې تر لاسه کېدې. له ۱۸ ز پېړۍ راهيسې پرمختګونو د يو يا متحد کولو او په پراخه کچه د منل شويو معيارونو پر لور پرمختګ وکړ، چې د واحدونو د نړيوال معاصر سيستم د رامنځته کېدنې لامل شو. دا سيستم ټولې فزیکې اندازې د اوه بنسټ واحدونو يو رياضيکي جوړښت يا ترکيب ته راکموي.
اندازه کول له يوې معلوومه يا معياري اندازې سره د يوې نامعلومه اندازې د پرتلنې د بهير په توګه پېژندل کېږي.
مېتودولوژي
سمولد يو ملکيت اندازه کول ښايي د لاندې معيارونو له مخې ډلبندي شي: ډول، پراخوالی، واحد او ناڅرګندتيا. دوی د اندازو تر منځ څرګندو پرتلنو ته توانايي ورکوي.
- د يوې پرتلې د ميتودولوژيکي ځانګړتيا لپاره د اندازه کولو کچه تکسانومي يعنې د ژوو يا بوټو د وېش لار ده. د بېلګې په ډول: د يو ملکيت دوه حالتونه ښايي د نسبت، توپير يا پرله پسې لومړيتوب له مخې پرتله شي. دا ډول په عمومي توګه په څرګند ډول نه دی روښانه شوی، مګر د اندازه کولو د يوې کړنلارې په پېژندنه کې په اړخيز يا ضمني ډول څرګند شوی دی.
- پراخوالی د مشخص کولو عددي ارزښت يا قيمت دی، چې په عادي ډول د اندازه کولو په يوې مناسب غوره شوې وسيلې سره تر لاسه کېږي.
- واحد د هغه پراخوالي لپاره د وزن معلومولو يو رياضيکي عامل په نښه کوي، چې په لاس د جوړ شوي ملکيت لپاره د نسبت په توګه تر لاسه کېږي، د معياري يا طبيعي فزيکي اندازې په توګه کارول کېږي.
- ناڅرګندتيا د اندازه کولو د کړنلارې ناڅاپي او منظمې تېروتنې وړاندې کوي او په اندازه کولو کې يوه باوري کچه په ګوته کوي. تېروتنې په نظم د برابرو اندازو د تکرار د اندازه کولو د وسيلې کره والي او برابروالي ته پام سره ارزول کېږي.
د اندازه کولو واحدونو معياري کول
سمولاندازې د پرتلې د چارچوکاټ په توګه په خورا عام ډول د واحدونو نړيوال سيستم څخه ګټه پورته کوي. ياد سيستم اوه بنسټيز واحدونه راپېژني، چې کېلوګرام، متر، شمعه، ثانيه، امپير، کالوين او مول دي. د دې اوه واحدونو له ډلې شپږ يې يو ځانګړي فزيکي څيز ته له ورګرځېدنې يا حوالې څخه پرته راپېژندل شوي دي، چې له لاسي جوړ څخه پرته د معياري واحدونو په توګه کار کوي، په داسې حال کې چې کېلوګرام لا تر اوسه به لاس جوړو شويو واحدونو کې رانغاړل کېږي، چې پاريس ته نږدې په سيوريس ‘Sevres’ کې د وزنونو او اندازو د نړيوالې ادارې په مرکزي اداره کې پاتې کېږي. له لاسي جوړو شويو څخه ازادې پېژندنې د يو فزيکي ثابت يا په طبيعت کې د بلې ثابتې ښکارندې اړوند يو کره ارزښت کې اندازې برابروي، چې په دې ډول د معياري په لاس جوړو شويو واحدونو سره ځکه توپير کوي، چې معياري هغه يې د له منځه تلنې يا ويجاړېدنې تابع دي. د دې پر ځای د اندازه کولو واحد يوازې د هغه ثابت د ارزښت په معلومولو کې د زيات شوي کره والي له لارې بدلون کولی، چې همدا واحد ورسره تړلی وي.
لومړنی وړانديز چې د نړيوال سيستم د بنسټ واحد له امر څخه خپلواک ازمايښتي معيار سره تړي، د چارلس سېنډرس پيرس (۱۸۳۹ – ۱۹۱۴) له لورې وشو، چې د يو طيفي کرښې د څپې اوږدوالي له مخې يې د متر د راپېژندلو وړانديز وکړ. دې چارې په سيده ډول د مايکلسن او مورلي “Michelson-Morley” ازمايښت اغېزمن کړ؛ دوی دواړ د پيرس يادونه او د نوموړي د مېتود يا لارې پر بنسټ وده کوي.[۵][۶][۷]
معيارونه
سمولد بنسټيز کوانټم له يو څو ثابتونو څخه پرته د اندازه کولو نور ټول واحدونه له تاريخي تړونونو څخه تر لاسه کېږي. په طبيعت کې هيڅ طبيعي څيز دا نه دا حکم کوي، چې يو انچ بايد معلومه اوږدوالی وي او نه دا چې ميل د کېلو متر په پرتله د واټن غوره اندازه ده. د انساني تاريخ د دورې په اوږدو کې که څه هم د اندازه کولو معيارونه په لومړيو کې د هوساينې او وروسته د اړتيا لپاره وو، مګر په دې موخه يې تکامل وکړ، چې ټولنې ښايي ځانګړې او عمومي نښې ولري. هغه قوانين چې اندازه منظموي، په اصل کې په سوداګرۍ کې د چل د مخنيوي يه موخه رامنځته شوي وو.
د اندازه کولو واحدونه په عمومي ډول د يو پوهنيز بنسټ له مخې راپېژندل شوي دي، چې د دولتي يا خپلواکو استازوليو له لورې څارل شوي او په نړيوالو تړونونو کې رامنځته شوي دي، چې له غوره يا څرګند څخه وړاندې يې د وزنونو او معيارونو نړيوال کنفرانس (General Conference on Weights and Measures (CGPM)) دی چې په ۱۸۷۵ ز کال کې د متر کنوانسيون “Meter Convention” له لورې رامنځته شو او د واحدونو نړيوال سیستم څاري. د بېلګې په ډول: متر د رڼا د چټکتيا له مخې د “CGPM” له لورې په ۱۹۸۳ ز کال کې يو ځل بيا تعريف شو، کېلوګرام په ۲۰۱۹ ز کال کې د پلانک ثابت “Plank constant” له مخې يو ځل بيا راوپېژندل شو او نړيوال يارډ (چې ۳ فوټه يا ۰۳۶ انچه اندازه لري) په ۱۹۶۰ ز کال کې د متحده ايالتونو، انګليستان، استراليا او سويليی افريقا د حکومتونو له لورې په کره ډول د ۰،۹۱۴۴ مترو په توګه راوپېژندل شو.
په متحده ايالتونو کې د معيارونو او تيکنالوژۍ ملي انسټيټيوټ (National Institute of Standards and Technology (NIST))، چې د متحده ايالتونو د سوداګرۍ څانګې يوه برخه ده، سوداګريزې اندازې برابروي. په انګليستان کې ورته ونډه د فزیکي ملي لابراتوار (National Physical Laboratory (NPL))، په استراليا کې د اندازه کولو د ملي انسټيټيوټ (National Measurement Institute)، په سويلي افريقا کې د پوهنيزې او صنعتي څېړنې شورا (Council for Scientific and Industrial Research) له لورې او په هند کې د هند د ملي فزيکي لابراتور (National Physical Laboratory of India) له لورې تر سره کېږي. [۸]
واحدونه او سيستمونه
سمولواحد يوه معلومه يا معياري اندازه ده، چې له مخې يې نورې فزيکې اندازې اندازه کېږي.
د سترواکۍ د متحده ايالتونو او ګمرکي سيستمونه
سمولمخکې له دې چې د نړيوال سيستم واحدونه د نړۍ په کچه په پراخ ډول ومنل شي، په انګليستان، د ګډو ګټو هېوادونو او متحده ايالتونو کې د انګليسي واحدونو برتانوي سيستمونه او وروسته د سترواکۍ واحدونه کارول کېدل. ياد سيستم په متحده ايالتونو کې د ګمري واحدونو په توګه وپېژندل شو او لا هم په هېواد او ځينو کارابيني هېوادونو کې کارول کېږي. د اندازه کولو دې بېلابېلو سيستمونو ته يو وخت د اوږدوالي، وزن او وخت لپاره د سترواکۍ واحدونو په وياړ د فوټ – پاونډ – ثانيې سيستمونه ويل کېدل، که څه هم ټنونه، سل پونډه وزن يا کاڼی، ګېلن او سمندري ميل د بېلګې په ډول د متحده ايالتونو د واحدونو لپاره بېل دي. په برتانيه کې هم د سترواکۍ ځيني واحدونه کارول کېږي، چې په رسمي ډول نړيوال سيستم ته ننوتي دي او د سړک د نښو غوندې يو څو استثنات لري چې د دې موخې لپاره تر اوسه له ميل څخه ګټه اخېستل کېږي. د اوربشو او مڼو شيره يا اوبه بايد د سترواکۍ په پيمانې سره وپلورل شي او په بېرته واپس کونکو بوتلونو کې شيدې د سترواکۍ پيمانې له مخې پلورل کېدلی شي. زيات خلک خپل لوړوالی په فوټ او انچ سره او خپل وزن په تيږې او پونډونو سره اندازه کوي، چې دا د ګډو ګټو په زياتره هېوادونو کې مترانه يا متري سيستم ګڼل کېږي، د ځمکې مساحت په جريبونو او د فرش فضا په ځانګړي ډول د سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره (د دولتي احصائيو په پرتله) په فوټ مربع سره اندازه کېږي. په ورته ډول پټرول په زياتو هېوادونو کې د ګېلن له مخې پلورل کېږي، چې متري سيستم ګڼل کېږي.
سرچينې
سمول- ↑ Pedhazur, Elazar J.; Schmelkin, Leora and Albert (1991). Measurement, Design, and Analysis: An Integrated Approach (1st ed.). Hillsdale, NJ: Lawrence Erlbaum Associates. pp. 15–29. ISBN 978-0-8058-1063-9.
- ↑ International Vocabulary of Metrology – Basic and General Concepts and Associated Terms (VIM) (PDF) (3rd ed.). International Bureau of Weights and Measures. 2008. p. 16.
- ↑ Young, Hugh D; Freedman, Roger A. (2012). University Physics (13 ed.). Pearson Education Inc. ISBN 978-0-321-69686-1.
- ↑ "Level of measurement". Encyclopedia of Public Health 2. (2008). Springer. 81. ISBN 978-0-321-02106-9.
- ↑ Crease 2011, pp. 182–4
- ↑ C.S. Peirce (July 1879) "Note on the Progress of Experiments for Comparing a Wave-length with a Metre" American Journal of Science, as referenced by Crease 2011, p. 203
- ↑ Crease 2011, p. 203
- ↑ "About Us". National Measurement Institute of Australia. 3 December 2020.