فضل محمود مخفي


فضل محمود مخفي (زوکړه ۱۸۸۴ زېږدي کال، چارسده - مړینه د ۱۹۴۷ زېږدي کال، د مې ۲۸، دير) د پښتو ژبې يو شاعر او ملي مبارز وو.

مخينه سمول

مولانا فضل محمود مخفي پر ۱۸۸۴ ز کال د چارسدې د پينده خېلو په کندي کلي کې زېږدلی دی.

د شعر بېلگې يې سمول

خدایه داسې وخت به راشي چې زموږ جهاز به هم وي - لکه باز به په هوا شي په ترخو اوبو به سم وي

تار به هم زموږ پیدا شي، رېل به هم په هر قدم وي - زه به خپل جرنېل پسې وم، په دښمن به دو کول وي

مدني اکر سمول

کله چې مولانا فضل محمود مخفي له زده کړو وزگار او له هنده راستون شو، نو لومړی واده يې په چارسده کې وکړ. له دغه واده د هغه څلور اولادونه وزېږېدل چې ي پې عبدالاکبر، دوې لوڼې، او څلورم يې فضل معبود وو. دويم واده يې په باجوړ کې وکړ.

مړينه سمول

مولانا فضل محمود مخفي د ۱۹۴۷ ز کال د می پر ۲۸ په دير کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې او د دير د ماڼوگي کلي په مړستون کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوی نښيرونه يې سمول

اخځليک سمول

۱- سرمحقق زلمی هېوادمل، فرهنگيالى مبارز مولانا فضل محمود مخفي، د ١٣٩٣ ل ل کال چاپ، ۲۵، ۲۶، ۶۶ مخونه.

2- https://www.bbc.com/pashto/46950892