صالح محمد هوتك

مولوي صالح محمد هوتك (زوکړه، ۱۲۶۹ لمريز لېږدي کال، کندهار - د ۱۳۳۹ ل ل کال د وږي ۴، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال، ژورناليست ، ټولنيز او سیاسي شخصيت وو.

مخينه سمول

مولوي صالح محمد هوتك پر ١٢٦٩ لمريز لېږدي کال په كندهار كې زيږیدلی وو. مولوي صاحب ته د كندهار د ښوونې او روزنې او مطبوعاتو د پلار لقب هم وركړل شوي دی. خدای بښلی هوتك څو اړخيز شخصيت وو، اديب، شاعر، ليكوال او سياستپوه وو. د كندهار ولايت د طلوع افغان د مهالنۍ بنسټگر او لومړنی پازوال مدير وو.

د مولوي صالح محمد هوتك گڼ شمېر ليكنې او شعرونه په سراج الاخبار مهالنۍ كې خپرېدې. ددغې مهالنۍ پازوال مدير خدای بښلی محمود طرزي وو چې د غازي امیر امان الله خان د واکمنۍ په دوره کې هم خپريده.

صالح محمد هوتك د شورا(ولسي جرگې) په نهمه او لسمه دوره كي د كندهار د خلکو وكيل وو. وروسته يي ددغې شورا د ناييب چارې هم مخ ته بيولې. مولوي صيب د يو لنډ مهال لپاره د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پښتو ژبې ښوونكی هم وو.  

مړينه سمول

مولوي صالح محمد هوتك د ١٣٣٩ ل ل كال د وږي پر ٤ په كابل كې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- د مولوي صالح محمد هوتک کلیات، ترتیب او لمنلیکونه د محمد معصوم هوتک، د ۱۳۹۷ ل ل کال چاپ.


اخځليک سمول

۱- https://es-la.facebook.com/nasimzirak11/photos/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D9%85%D8%AB%D9%86%D9%88%D9%8A-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D8%AF-%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A-%D8%B5%D8%A7%D9%84%D8%AD-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%87%D9%88%D8%AA%D9%83-%D9%BE%D9%87-%D9%A1%D9%A2%D9%A6%D9%A9-%D8%B4-%D9%83%D8%A7%D9%84-%DA%A9%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%D9%83%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%83%D9%8A-%D8%B2%D9%8A%DA%96%DB%8C%D8%AF-%D9%84%DB%8C-%D8%AF/126154057969793/

۲-https://mundigak.com/2020/09/08/%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%DB%8C-%D8%B5%D8%A7%D9%84%D8%AD-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9-%DA%85%D9%88%DA%A9-%D8%A4%D8%9F/

۳- http://m.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/20876[مړه لينکونه]